شنبه, جولای 4, 2026
Home Blog Page 575

بریتانیا کې د کډوالو ملاتړي بنسټونه:د افغان همکارانو کورنۍ دې بریتانیا ته ولېږدول شي

په بریتانیا کې د کډوالو ملاتړ کوونکو شاوخوا ۵۰ بنسټونو د دغه هېواد کورنیو چارو وزیرې څخه په یو لیک کې غوښتي، چې د برتانوي ځواکونو له افغان همکارانو سره دې د هغوی کورنۍ غړي هم بریتانیا ته ولېږدول شي.

بنسټونو د افشا شویو معلوماتو له امله د یادو کورنیو د ژوند پر وړاندې د جدي ګواښ خبرداری ورکړی.

دوی ویلي، چې دا د حکومت اخلاقي مسوولیت دی، چې د همدغو همکارو کسانو کورنۍ هم په خوندي ډول را وباسي.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت تر دې وړاندې ویلي وو، چې دوی هیچاته زیان نه رسوي او لاهم د عمومي عفوې فرمان نافذ دی.

ایران:د افغان کډوالو له را اېستلو وروسته هلته کارګران کم شوي

د ایران چارواکي وايي، له دغه هېواده د سلګونو زرو افغان مهاجرو تر وتلو وروسته، ګڼې ساختماني پروژې چې کارګران یې افغانان وو، درېدلي دي.

د ایران د ساختماني چارو د ټولنې مشر رامین ګوران ویلي، ایراني کارګران موسمي دي او د افغان کارکوونکو ځای نشي نیولی.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران په تېره یوه میاشت کې تر یو میلیون زیات افغانان را اېستلي دي.

د سعودي د وزیرانو شورا:د فلسطین نړیوال کنفرانس پایلې مثبتې ارزوو

د سعودي عربستان وزیرانو شورا د فلسطین نړیوال کنفرانس پایلې مثبتې بللې او ویلي یې دي چې د دغې ستونزې حل په دوو خپلواکو دولتونو جوړېدو کې دی، چې دا چاره به د سیمې ثبات لپاره هم ګټوره تمامه شي.

شورا د سعودي او فرانسې د ګډ کنفرانس هرکلی کړی او د مسجدالاقصی پر وړاندې د اسراییلي چارواکو کړنې یې “تحریک‌کوونکې” بللي دي.

سعودي له ټولو ملګرو هېوادونو غوښتي چې د کنفرانس له پایلو ملاتړ وکړي.

د یادونې ده، چې دغه کنفرانس کې د دوه خپلواکو دولتونو پېژندل د ستونزې اساسي حل بلل شوی.

ملګري ملتونه:پاکستان دې د پي‌او‌ار کارت لرونکو افغان کډوالو له ایستلو ډډه وکړي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د پاکستان د هغې پرېکړې پر ضد اندېښنه څرګنده کړې چې له مخې یې د پي‌او‌ار کارټ لرونکي افغان کډوال ایستل کېږي.

کمېشنرۍ په اعلامیه کې ویلي، دا کار د پاکستان د کډوالو د خوندیتوب له ژمنو سرغړونه ده او پر اسلام‌اباد یې غږ کړی چې د افغان کډوالو داوطلبانه او باعزته ستنېدنې ته ژمن پاتې شي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې ناروغان، زده کوونکي او د کورنۍ اړیکو لرونکي افغانان باید د پاتې کېدو اجازه ولري.

ډونالډ ټرمپ:د اوکراین جګړه د بایډن جګړه ده؛ خو هڅه کوم چې د امریکا ونډه پکې پای ته ورسوم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین جګړه د «بایډن جګړه» بللې او ویلي یې دي چې هڅه کوي د امریکا ونډه په دې جګړه کې پای ته ورسوي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ په واشنګټن کې له خبریالانو سره خبرو کې ویلي چې د اوکراین جګړه د بایډن د سیاست پایله ده او نوموړی غواړي امریکا ترې وباسي.

هغه ادعا کړې چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې پنځه جګړې درولې او هیله لري چې دا جګړه شپږمه وي.

دغه څرګندونې د اوکراین جګړې د درېیم کال په درشل کې او د امریکا د کورني سیاست د شخړو تر سیوري لاندې شوې دي.

ایران؛نن د مهدي اصغر زاده په نوم د داعش یو غړی اعدام کړی

ایراني چارواکو نن سهار د داعش یو غړی، مهدي اصغرزاده، اعدام کړی دی.

راپورونه وايي چې نوموړي په سوریه او عراق کې پوځي روزنه ترلاسه کړې وه او غوښتل یې په ایران کې بریدونه ترسره کړي.

د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې، محکمې هغه ته د اعدام سزا اورولې وه، چې نن سهار اعدام شو.

د یادونې ده، چې ایران کې سږکال اعدامونه د تېر کال په پرتله زیات شوي دي.

د خوړو او کرنې سازمان:وچکالۍ د افغانستان کرنه او مالداري له سخت ګواښ سره مخ کړې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) خبر ورکړی چې وچکالۍ او د اقلیمي بدلون اغېزې په افغانستان کې کرنه او مالداري له سختو ستونزو سره مخ کړې ده.

دغه سازمان وايي، دا وضعیت د هېواد د نیمایي وګړو اقتصاد ګواښي او د لا زیاتو زیانونو د مخنیوي لپاره عاجلې مرستې ضروري دي.

د یاد سازمان په وینا، د دې طبیعي افتونو له امله څه باندې یو میلیون افغانان اغېزمن شوي او نږدې ۳۵ میلیونه ډالرو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر:نړۍ دې د حماس جنایتونه وغندي او حساب دې ترې واخلي

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګېډون سعار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته ویلي چې نړۍواله ټولنه باید د حماس «جنایتونه» وغندي او دغه ډله حساب ورکولو ته اړ کړي.

نوموړي ادعا کړې چې ګڼې نړۍوالې رسنۍ د حماس دروغ مني او پر حقیقتونو سترګې پټوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د اسراییلي بمباریو له امله هره ورځ په غزه کې لسګونه کسان وژل کېږي او ټپيان کېږي.

ریچارډ لینډسي د طالبانو حکومت ته:د حساب ورکولو وخت را رسېدلی

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د بشري حقونو په اړه مهم بدلون اعلان کړی او ویلي یې دي چې د حساب ورکولو وخت رارسېدلی دی.

نوموړي پر ایکس لیکلي چې نن د افغانستان د بشري حقونو د بحران په تړاو یوه مهمه پېښه شوې ده.

لینډسي د بشري حقونو د څار سازمان، الین پیرسون، فرشته عباسي، شمیمه عالم‌زي او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارد بېنیټ هڅې ستایلي دي.

که څه هم د دې پېښې جزیات نه دي افشا شوي، څارونکي وایي دا ښايي د طالبانو د حکومت پر ضد د نړیوالو قانوني اقدامونو یا تازه اسنادو خپرېدو ته اشاره وي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د لینډسي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون؛د طالبانو د حکومت لخوا تېره میاشت لږ تر لږه اووه خبریالان نیول شوي

د خبریالانو نړیوال فدراسیون په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو حکومت له خوا د خبریالانو پر ضد د فشارونو زیاتېدو له امله، د مطبوعاتو ازادي په افغانستان کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.

د راپور له مخې، یوازې د جولای په میاشت کې لږ تر لږه اووه خبریالان د طالبانو حکومت له خوا نیول شوي دي.

په تازه پېښه کې، د توانا خبري اژانس مشر ابوذر سرمپولي، د خپلو دوو همکارانو بشیر هاتف او شکیب احمد نظري سره د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت له خوا د جولای پر ۲۴ نېټه نیول شوي دي.

د طالبانو حکومت دغه کسان د یوناما، یونسکو او د ایران له حکومت څخه د مالي ملاتړ ترلاسه کولو، د ښځو د کار ملاتړ او د طالبانو پر ضد د نیوکه‌کوونکو مطالبو خپرولو په تور نیولي دي.