چهارشنبه, اپریل 29, 2026
Home Blog Page 571

ایران او امریکا؛د اټومي خبرو دوهم پړاو د شنبې په ورځ په روم کې ترسره کوي

0

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تایاني تایید کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرو دوهم پړاو به د شنبې په ورځ، د اپرېل پر ۱۹مه، د ایټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شي.

تایاني ویلي، دا پرېکړه د دواړو خواوو او د منځګړي هېواد، عمان، د غوښتنې پر بنسټ شوې ده او ایټالیا یې مثبت ځواب ورکړی دی.

تر دې وړاندې، د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شوی و، چې دواړو لوریو مثبت او رغوونکی بللی و.

د بلومبرګ خبري آژانس د راپور له مخې، دغه خبرې هممهاله له هغه سفر سره ترسره کېږي چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جې‌ډي وِنس یې ایټالیا ته لري.

بل‌خوا، امریکا خبرداری ورکړی، که له ایران سره خبرې ناکامې شي؛ نو د پوځي اقدام انتخاب به له اجنډا بهر نه وي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت:کابل کې مو د انسان تښتونکو یوه ډله ونیوله

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د پولیسو ځانګړو ځواکونو یې د انسان تښتونکو یوه ډله نیولې ده.

له یاد وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یادې ډلې د حاجي انور په نوم یو تن تښتولی وو او د خوشې کېدو په بدله کې د هغه له کورنۍ یو میلیون امریکایي ډالر غوښتل.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد ګروپ غړي له بېلابېلو سیمو څحه نیول شوي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې حاجي انور خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د طالبانو د عدلیې وزارت:د ګلبدین حکمتیار د دفترونو د بندېدو او کارکوونکو د نیولو امر کړی

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د دفترونو د فعالیتونو د بندېدو او د کارکوونکو د نیولو امر کړی دی.

دا خبره د ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب‌الرحمان حکمتیار کړې او د کندز ولایت د عدلیې ریاست یو مکتوب یې خپور کړی، چې پکې ویل شوي اسلامي حزب باید خپل فعالیتونه بند کړي، تجهیزات یې ضبط شي، او کارکوونکي یې تر هغه وخته بندیان شي ترڅو چې توبه وباسي.

په مکتوب کې دا هم ویل شوي چې لا هم د حزب له آدرسه فعالیتونه دوام لري او باید په ټولو ولایتونو کې یې مخه ونیول شي.

دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې طالبانو څو اونۍ وړاندې د ګلبدین حکمتیار دفتر په کابل کې وتاړه او نوموړی یې بل ځای ته ولېږداوه.

هندي رسنۍ:د بالیووډ مشهور ستوري سلمان خان ته د مرګ ګواښونه شوي

0

د بالیووډ مشهور ستوری سلمان خان یو ځل بیا په مرګ ګواښل شوی دی.

د هندي رسنیو راپور له مخې، یوې نابلده شمېرې په یوه پیغام کې د ممبي ټرافیک پولیسو ته ګواښ کړی چې سلمان خان به په خپل کور کې ووژني او د هغه موټر به د بم په کارولو سره وچوي.

د ممبي پولیسو د دې پیغام په ترلاسه کولو سره، د تحقیقاتو د پیل اعلان کړی دی.

سلمان خان چې په ممبي کې ژوند کوي، مخکې هم د دې ډول تهدیدونو سره مخ شوی دی.

د راپورونو له مخې، سلمان خان او د هغه کورنۍ د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې پنځه ځله د مرګ تهدیدونه ترلاسه کړي دي.

عباس عراقچي؛د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو په اړه د مشورې لپاره روسیې ته سفر کوي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې عباس عراقچي د ایران او امریکا ترمنځ د راتلونکو خبرو اترو څخه مخکې روسیې ته سفر کوي.

هغه ویلي، دا سفر به د ایران او امریکا د مذاکراتو وروستي پرمختګونه د روسیې له مقاماتو سره په بحث کې ولري.

د عراقچي دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې د امریکا د حکومت ځانګړی استازی استیو ویتکاف هم له عمان څخه مخکې روسیې ته تللی و او له پوتین سره یې لیدنه کړې وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت، چې په دې وروستیو کې د ایران پر وړاندې د پوځي برید په اړه خبرداری ورکړی دی، ویلي چې که چیرې دغه پوځي عملیات ترسره شي، روسیه باید ایران ته د پوځي ملاتړ برابرولو لاره ور نه کړي.

امیرخان متقي د پاکستان سفیر ته:له افغان کډوالو سره ناسم چلند د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان رسوي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان د سفارت له سرپرست عبیدالرحمن نظاماني سره لیدنه کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو او له هغوی سره د ځینو پاکستاني ادارو د ناسم چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس، ضیا احمد تکل وایي، چې امیرخان متقي په دې لیدنه کې دا ډول چلند پاروونکی بللی او ټینګار یې کړی چې دا عملونه د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکو ته زیان رسوي.

په ورته مهال، د پاکستان د سفارت سرپرست ژمنه کړې چې د طالبانو حکومت اندېښنې به له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

پاکستان ته د ټي‌ټي‌پي وسلوالو د اوښتو هڅه؛د نورستان په کامدېش کې د پاکستاني ځواکونو او ټي‌ټي‌پي وسله والو ترمنځ نښته شوې

خراسان ډایري د سیمه‌ییزو سرچینو له قوله ویلي، چې ټي‌ټي‌پي ډلې پورې تړلي وسلوالو کسانو د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ له لارې پاکستان ته د تګ هڅه کړې؛ خو د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.

یادې رسنۍ ویلي، چې د دواړو لوریو تر منځ وسله‌واله نښته شوې چې نږدې یوه ساعت یې دوام کړی دی.

سرچینې زیاتوي، چې وسلوال بېرته د کامدېش ولسوالۍ د ګاوردېش سیمې ته تښتېدلي دي.

سرچینو دغه راز ویلي، چې د نښتې له پای ته رسېدو وروسته، پاکستاني ځواکونو پر ګاوردېش سیمه له ۴۵ زیات هاوان مرمۍ ویشتي دي.

د راپورونو له مخې، په پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره د کونړ ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ډونالډ ټرمپ:ډېر ژر به د ایران په اړه پرېکړه وکړو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هېواد به یې ژر د ایران په اړه پرېکړه وکړي.

نوموړي دا څرګندونې له فلوریدا څخه واشنګټن ته د بېرته ستنېدو پر مهال، د ایر فورس وان الوتکه کې له خبریالانو سره کړې دي.

ولسمشر ټرمپ ویلي، ځانګړي استازي یې، سټیو ویتکاف، په منځني ختیځ کې ګټورې لیدنې درلودې او د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه هم بحثونه شوي دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو یو پړاو په عمان کې ترسره شوی.

سرچینې:په مزارشریف کې چاودنې یوه مېرمن وژلې او درې تنه ژوبل دي

د بلخ سیمه‌ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې نن سهار د مزارشریف ښار په دویمه امنیتي حوزه کې چاودنه شوې ده.

دا چاودنه شاوخوا ۸:۲۰ بجې د سه‌دکان جومات ته نږدې شوې، چې یاد جومات د شیعه مذهبه هزاره ټولنې پورې اړه لري او په یوه هزاره‌ مېشته سیمه کې موقیعت لري.

د عیني شاهدانو په وینا، د چاودنې له امله یوه مېرمن وژل شوې او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وايي، چاودنه د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.

د طالبانو ځایي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د کرکټ نړیواله شورا:د افغان ښځینه کرېکټ لپاره ځانګړې کاري ډله جوړوو

د کرېکټ نړۍوالې شورا (ICC) ویلي، چې د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبډلې د ملاتړ لپاره یوه ځانګړې کاري ډله جوړوي.

یادې شورا ویلي، چې دغه کاري ډله به د هند، انګلستان او اسټرالیا له کرېکټ بورډونو سره په همغږۍ کار کوي.

د دې شورا وینا، د دغې ډلې له لارې به یو ځانګړی مالي صندوق هم رامنځته شي، څو د افغان ښځینه لوبغاړو لپاره مستقیم مالي ملاتړ برابر شي.

د کرکټ نړیوالې شورا زیاته کړې، چې د مالي مرستې ترڅنګ د روزونکو لپاره ټریننګونه، د نړیوالو اسانتیاوو کارول، او نور مسلکي پرمختیايي پروګرامونه هم پکې شامل وي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبډلې غړي دا مهال له هېواده بهر ژوند کوي.