جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 563

د هبت‌الله سره د اختلافاتو د لړۍ دوام؛له حقاني وروسته ملا یعقوب هم د وزارت چارې پریښي

یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط حماسه میډیا ته ومنله چې د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد له تیرې یوې میاشتې په احتجاجي ډول وزارت ته نه دی تللی او کندهار کې خپل کور کې دی.

سرچینه وایي، ګمان کیږي د ښاغلي مجاهد کړنه د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته ورته وي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت دوو لوړپوړو چارواکو د خپل امیر شیخ هبة الله اخوندازه سره د ناسمو پالیسو او اصلاحاتو د مخې د ډپولو په سر جنجال راپورته کړی دی.

نا تایید شوي راپورونه وایي چې مولوي یعقوب مجاهد څو ځلې خپله استعفاء هم وړاندې کړې؛ خو د طالبانو د امیر له لورې نه ده منل شوې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛نن په افغانستان کې د یوناما ماموریت غځېدو په اړه ناسته کوي

په پام کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن په افغانستان کې د یوناما ماموریت غځېدو په اړه ناسته وکړي.

دوی به په دې ناسته کې په افغانستان کې د یوناما د ماموریت غځېدو په اړه رایه اچونه هم ترسره کړي.

دا غونډه داسې مهال کېږي، چې افغانستان کې د یوناما ماموریت پای ته رسېدلی؛ خو ښايي د بل کال لپاره هم وغځېږي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره:د روان کال د سلواغې میاشت کې د مرغومي میاشتې په پرتله د افغانستان د صادراتو ارزښت ۱۸ میلیونه ډالره کم شوی

د روان کال د سلواغې میاشت کې د مرغومي میاشتې په پرتله د افغانستان د صادراتو ارزښت ۱۸ میلیونه ډالره کم شوی دی.

د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، سلواغې میاشت کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۱۴۴.۲میلیونه ډالره دی؛ خو د وارداتو عمومي ارزښت ۱۰۷۶.۱ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی.

په دې میاشت کې بیا تر ټولو زیات صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.

کریم خرم:کابل شنې ساحې د هغو خلکو له لوري له منځه وړل کېږي، چې ګټې دلته او مصرف بهر کې کوي

په کابل کې د لوړپوړیزو ودانیو جوړېدو ته غبرګون کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر کریم خرم ویلي، چې دا کار د هغه چا له لوري کېږي، چې کابل کې پیسې وګټي او بهر کې یې مصرف کړي.

نوموړي ویلي، کابل کې ان په هغو سیمو کې هم لوړ پوړیزې ودانۍ جوړیږي، چې غیر تجارتي وي او دا چاره به د اوبو د جذب ځمکه، شنې ساحې او پارکونه له منځه یوسي.

د خرم په خبره، دې برخه کې پخوا هم بې غوري شوې او اوس هم دا سلسله په چټکتیا روانه ده.

کریم خرم هیله څرګنده کړېو چې د څو تنو د ګټو لپاره باید د میلیونونو انسانو د ژوند کړۍ تنګه نه شي.

تورخم دروازه؛سبا د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانېستل کېږي

ټاکل شوې چې د تورخم دروازه سر له سبا د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.

دا لاره، چې له نږدې ۲۵ ورځو راهیسې تړلې وه، د دواړو هېوادودنو د سوداګرۍ ګډې خونې د چارواکو له پرلپسې ناستو وروسته سبا بېرته پرانېستل کېږي.

ټاکل شوې چې په دې اړه نن هم د همغږۍ غونډه وشي.

تر دې وړاندې پاکستاني لوري ویلي وو، چې د دغې دروازې د پرانېستلو لپاره یې شرط دا دی، ترڅو د تورخم دې غاړې هر ډول تاسیسات د پاکستان په خوښه جوړ شي.

فضل هادي مسلم یار:د افغانستان پرمختګ د نجونو د زده کړې پرته ناممکن دی

د نوي تعلیمي کال د پیل په درشل کې د مشرانو جرګې پخوانی مشر فضل هادي مسلم یار یوځل بیا د طالبانو په حکومت غږ کړی چې نجونو ته د زده کړې او کار اجازه ورکړي.

ښاغلي مسلم یار ویلي چې افغان ټولنه د میرمنو له شتون پرته نیمګړی او د هیواد پرمختګ پرته د نجونو د زده کړې او کار څخه ناشونې دی.

د جمهوري نظام دغه لوړپوړي چارواکي له طالبانو وغوښتل چې تر شپږم ټولګي پورې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي، ترڅو دوی هم د هېواد په روښانه راتلونکي کې برخه واخلي.

عبدالمطلب حقاني:پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند له پاکستان غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

عبدالمطلب حقاني ویلي، چې دا ډول یو اړخیزې پرېکړې د هیچا په ګټه نه دي.

نوموړي ویلي، افغان کډوال باید د یوې دوه اړخیزې هوکړې پر اساس را و اېستل شي.

تر دې وړاندې د پښتونخوا ایالتي وزیر علي امین ګنډاپور هم ویلي وو، چې دغې پرېکړې سره مخالف دی.

د کب۲۷مه؛د خبریالانو ملي ورځ؛ خو افغان خبریالان لاهم له ګڼو ستونزو سره مخ دي

د کب ۲۷مه، افغانستان کې د خبریالانو له ملي ورځې سره برابره ده.

سږکال دا ورځ په داسې حال کې را رسېږي، چې افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له سختو ننګونو سره مخ دي.

له تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې طالبانو په کور دننه پر رسنیو هر ډول سیاسي خپرونې بندې کړې او واک ته د دوی له رسېدو وروسته اطلاعاتو ته لاسرسی سخت شوی دی.

دغه راز بیا په تېرو څه باندې درې کالو کې لسګونه رسنۍ تړل شوې، سلګونه خبریالان بې دندو شوي او ګڼ شمېر نور یې بیا د طالبانو حکومت له لوري ځورول شوي دي.

په همدې حال کې بیا د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همدې ورځې په مناسبت ویلي، چې افغانستان کې د رسنیو وضعیت د ښه والي لوري ته روان دی.

غزه؛اسرائیلو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ کسان وژلي

0

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې اسرائیلو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ فلسطیني وګړي وژلي دي.

دا وګړي په بېلابېلو سیمو کې د بمباریو له کبله وژل شوي.

بل لورته د اسرائیل حکومت هم دا بریدونه منلي؛ خو په دې اړه یې زیات جزیات نه دي ورکړي.

د غزې چارواکي وايي، چې د اوربند له ټینګېدو وروسته هم اسرائیلو څو ځله دا هوکړه ماته کړې او لسګونه کسان یې وژلي دي.

فاننشل ټایمز:د برېتانیا حکومت د بي‌بي‌سي بودجې د کمولو په لټه کې دی

0

د امریکا دولتي رسنیو د بودجې له لغوه کولو سره په یو وخت؛ فاننشل ټایمز راپور ورکړی، چې د برېتانیا حکومت د بي بي سي د بودجې کمولو په لټه کې دی.

د بي بي سي عمومي مدیر ټیم دیوي ویلي، چې دوی په دې اړه د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره خبرو ته چمتو دي.

تر دې وړاندې د برېتانیا چارواکو د دولت د لګښتونو بیا کتنې پروګرام کې ویلي، چې پر بي بي سي د بودجې کمول د دوی له انتخابونو څخه دی.

د یادونې ده، چې امریکا هم تېره ورځ د ټولو دولتي رسنیو کارکوونکو دندې وځنډولې.