دوشنبه, جون 15, 2026
Home Blog Page 56

ذبيح‌الله مجاهد:د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په بهیر کې د چین د نوي رول هرکلی کوو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان اړوند د ملګرو ملتونو په چارو کې د چین د نوي رول هرکلی کړی او ویلي یې دي چې بیجینګ د سیمې له واقعیتونو ښه درک لري.

د نوموړي په وینا، چین له افغانستان سره مثبتې اړیکې لري او کولای شي د افغانستان اړوند موضوعات په متوازن او بې‌طرفه ډول وڅېړي.

هغه زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د چین رول به د افغانستان د قضیې د ښه مطرح کېدو لپاره ګټور وي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د دوسیې همغږي د جاپان پر غاړه وه؛ خو په ۲۰۲۵ کال کې دغه مسؤلیت چين ته سپارل شوی دی.

لېسټ اې لوبې؛فضل حق فاروقي د کرکټ بورډ له اخطاریې وروسته نن په لېسټ اې سیالیو کې لوبیږي

افغان چټک توپ‌ اچوونکی فضل حق فاروقي د کورنیو لېسټ اې سیالیو د لوبغاړو نوملړونو تر اعلان وروسته د انګلستان د ویټلایټي بلاسټ سیالیو کې د ګډون لپاره انګلستان ته تللی و.

فاروقي په پیل کې د کورنیو لېسټ اې سیالیو کې د نه ګډون پرېکړه کړې وه خو د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د جدي اخطاریې او احتمالي انضباطي اقداماتو له خبرداري وروسته بېرته هېواد ته راستون شو.

نوموړی څو ورځې وړاندې افغانستان ته راورسېد او نن د کورنیو لېسټ اې سیالیو کې د خپلې لوبډلې لپاره لوبېږي

د مسکو او کابل ترمنځ پوځي همکاري؛د سیمې په ائتلافونو کې نوی بدلون

د افغانستان او روسیې اړیکې په وروستیو میاشتو کې د پام وړ پراخې شوې دي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مسکو ته د سفر پر مهال د دواړو لورو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو هوکړه لاسلیک شوې، چې د اړیکو په کچه کې مهم بدلون بلل کېږي.

د راپورونو له مخې، روسیه ښايي افغانستان ته د هوايي دفاع سیسټمونه، پوځي تجهیزات او نورې دفاعي مرستې برابرې کړي.

ویل کېږي چې کابل هم له مسکو څخه د پرمختللو بې‌پیلوټه الوتکو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.

شنونکي باور لري چې دغه پرمختګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو امنیتي کړکېچونو له زیاتېدو وروسته ځانګړی اهمیت لري.

د دوی په وینا، دا همکاري ښيي چې کابل هڅه کوي له سیمه‌ییزو قدرتونو سره خپلې اړیکې پراخې او خپل امنیتي ظرفیتونه پیاوړي کړي.

روسیه، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند، افغانستان د منځنۍ اسیا د امنیت لپاره مهم هېواد ګڼي.

کارپوهان وايي چې د مسکو او کابل نږدې کېدل به د سیمې پر سیاسي او امنیتي معادلو هم اغېز ولري.

نورستان ولایت کې؛د سیلاني په هوایي ډزو کې یو ځوان وژل شوی

له نورستان ولایته سرچینې وایي، د اختر په شپو ورځو کې د یو سیلاني په هوایي ډزو کې یو ځوان ملکي وکړی وژل شوی.

سرچینې زیاتوي، وژل شوی ځوان زین الاسلام نومیږي او د پارون مرکز د ایشټوی کلي اوسېدونکی دی چې د خپل چمن د اوبه کولو پر مهال د یو سیلاني په هوایي ډزو لګېدلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی.

هم مهاله د سیمې اوسېدونکي نیوکه کوي چې په ټول افغانستان کې سرتاسري امنیت دی نو غیر مسؤول کسان ولې او د چا په اجازه له ځان سره وسله ګرځوي، تر کومه به د دوی بې غوري د بېوزلو خلکو ژوند ترې اخلي.

دوی خبرداری ورکوي چې که دا ډول پېښې دوام ولري، نو په مقابل کې به یې ولسي احساسات او غبرګون داسې ځای ته ورسیږي چې بیا به یې هېڅوک مخنیوی ونه شي کولی.

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې د نورستان لپاره د طالبانو ولایت مقام اصولنامې د اختر په ورځو کې دغه ولایت ته د‌ ورتګ پر مهال د وسلو پر لېږد بندیز لګولی او يوازې د طالبانو غړي د جواز د لرلو په صورت کې له ځان سره وسله وړلی شي.

سهیب مقصود:عرفات منهاس ته رښتیا هم یو ځانګړی لوبغاړی یې

د پاکستان ځوان ټول چاري لوبغاړي عرفات منهاس د استرالیا پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو په لومړۍ سیالۍ کې د ۳۲ منډو په بدل کې د ۵ ویکټو په اخیستو تاریخ جوړ کړ او د پاکستان لومړنی توپ‌ اچوونکی شو چې د خپلې لومړۍ یو ورځنۍ لوبې پر مهال پنځه ویکټې اخلي.

د نوموړي له ځلانده توپ‌ اچونې وروسته پخوانیو پاکستاني لوبغاړو هم د هغه ستاینه وکړه، سهیب مقصود هغه «ځلانده او ځانګړی لوبغاړی» وباله، سلمان بټ یې د یو ورځني کرکټ د سفر د غوره پیل مبارکي ورکړه، جنید خان یې دا لاسته راوړنه تاریخي وبلله او هیله یې څرګنده کړه چې لا نورې بریاوې به هم ترلاسه کړي.

بلخوا اظهر علي د پاکستان د بریا ستاینه وکړه او ویې ویل چې عرفات منهاس تر دې ښه پیل نه شو غوښتلی، ځکه په لومړۍ لوبه کې یې پنځه ویکټې واخیست.

سرچینې: په امریکا کې د میرزا کټوازي د نیول کېدو خبرونه بې بنسټه دي

د ولسي جرګې د پخواني مرستیال او افغان ملي سوداګر محمد میرزا کټوازي د نیول کېدو په اړه خپاره شوي راپورونه رد او بې بنسټه وبلل شول.

میرزا کټوازي ته نږدې سرچینو ویلي چې نوموړی څو ورځې وړاندې د یوه سوداګریز سفر لپاره د امریکا واشنګټن ایالت ته تللی و.

د سرچینې په وینا، د امریکا د کډوالۍ او سرحدي کنټرول ادارې له لوري د مسافرو پوښتنې او پلټنې یوه عادي موضوع ده او ډېری بهرني وګړي امریکا ته د ننوتلو پر مهال له دې بهیر سره مخ کېږي.

سرچینې زیاتوي چې ښاغلی کټوازی هم د واشنګټن په هوايي ډګر کې د لنډ وخت لپاره د معمول پوښتنو او امنیتي ارزونو لاندې راغلی و، خو په ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د هغه د نیول کېدو په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم او بې‌ بنسټه دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، محمد میرزا کټوازي خپل سفر بشپړ کړی او اوس بېرته د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار کې خپل استوګنځي ته ستون شوی دی.

قطر: د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ دایمي فیس نه منو

د قطر مرستیال لومړي وزیر شیخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن بن علي آل ثاني د شانګري-لا امنیتي غونډې ته ویلي چې دوی د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ لپاره د دایمي محصول یا ټال اخیستلو سره جوړ نه دي.

نوموړي زیاته کړې که د سمندري لارې د بېرته پرانیستلو او خوندیتوب لپاره موقتي فیس وټاکل شي، لکه د سمندري ماینونو پاکول، نو قطر چمتو دی چې په دې اړه خبرې اترې وکړي.

قطر داسې مهال دا ډول څرګندونې کوي چې د هرمز تنګي د امنیت او نړیوالې سوداګرۍ او دغه راز د خوندي تګ راتګ لپاره د فیس ټاکلو په اړه خبرې او نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالو انرژۍ صادراتو یوه لویه برخه له همدې لارې لېږدول کېږي.

هند غوره لیګ؛له هندي خلکو غوښتل شوي چې د اې ‌پي ‌اېل اتلولي په عامه ځایونو کې ونه لمانځي

د هند غوره لیګ د روان پړاو پایلوبه نن ماښام د احمداباد په نریندرا مودي لوبغالي کې د ګجرات ټایټنز او رویل چلنجرز بنګلور ترمنځ ترسره کېږي.

د هند حکومت او د بنګلور پولیسو له عامو خلکو غوښتي چې د پایلوبې له پای ته رسېدو وروسته په عامه ځایونو کې د اتلولۍ له پراخو جشنونو ډډه وکړي، سړکونو ته ونه وځي، پټاکۍ ونه کاروي، د موټرو او موټرسایکلونو لاریونونه ترسره نه کړي او عامه لارې بندې نه کړي.

چارواکي وايي دا سپارښتنې د خلکو د خوندیتوب لپاره شوې دي ځکه تېر کال د اتلولۍ د نمانځنې پر مهال د سختې ګڼې ګوڼې له امله ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د اروپا اتلانو لیګ پایلوبه او د نړیوال جام چمتووالی؛مینه وال یې په کلکه څاري

د اروپا د فوټبال اتلانو لیګ پایلوبه او د راتلونکي نړیوال جام لپاره د بېلابېلو هېوادونو چمتووالی دا مهال د نړیوالو سپورټي رسنیو تر ټولو ډیر لوستونکي او لیدونکي خبرونه ګڼل کېږي.

مینه‌وال او شنونکي د لویو سیالیو پایلو، د لوبډلو د ترکیبونو او د ستورو لوبغاړو د فعالیتونو په اړه پراخ بحثونه کوي.

په اروپا کې د اتلانو لیګ پایلوبې د میلیونونو نندارچیانو پام ځان ته اړولی، چیرې چې لویو کلبونو د اتلولۍ لپاره سختې سیالۍ پیل کړيدي.

په ورته وخت کې، د نړۍ ګڼ هېوادونه د نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه تمریناتي کمپونه، دوستانه لوبې او د لوبډلو په منظموالي بوخت دي.

سپورتي کارپوهان باور لري چې د نړیوال جام له نږدې کېدو سره به د لوبغاړو د انتخاب، تاکتیکي بدلونونو او د لوبډلو د چمتووالي اړوند خبرونه لا زیات د رسنیو سرټکي وګرځي، او د فوټبال مینه‌وال به د راتلونکو سترو سیالیو هر پرمختګ له نږدې وڅاري.

نړيوال بانک:افغانستان او پاکستان کې د کارموندنې فشار په چټکۍ سره زیاتېږي

نړیوال بانک په خپل تازه اقتصادي راپور کې ویلي چې افغانستان، پاکستان، د منځني ختیځ او شمالي افریقا هېوادونه به په راتلونکو ۲۵ کلونو کې د کارموندنې له پراخ فشار سره مخ شي، ځکه د کار وړ عمر لرونکو وګړو شمېر به شاوخوا ۲۲۰ میلیونو ته ورسېږي.

د راپور له مخې، د ځوانانو د نفوس چټک زیاتوالی که څه هم د دندو غوښتنه لوړوي؛ خو په سمه توګه د مدیریت په صورت کې د اقتصادي ودې او تولیدي ځواک د پیاوړتیا لپاره یو مهم فرصت هم بلل کېږي.

نړیوال بانک ټینګار کړی چې یوازې دولتي ادارې د کافي کاري فرصتونو د رامنځته کولو توان نه لري او خصوصي سکټور باید د اقتصاد او کارموندنې اصلي محرک وګرځي.

راپور وړاندیز کوي چې د کار بازار د پراختیا لپاره باید په زېربناوو، بشري ظرفیتونو، پانګونې او د سوداګرۍ په مناسب چاپېریال تمرکز وشي.

د بانک په اند، د انرژۍ او زېربناوو پراختیا، کرنیز صنعتونه، روغتیايي خدمتونه، ګرځندوی او تولیدي صنعتونه هغه برخې دي چې کولی شي د میلیونونو ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره او د سیمې اقتصادي وده چټکه کړي.