نړیوال بانک په خپل تازه اقتصادي راپور کې ویلي چې افغانستان، پاکستان، د منځني ختیځ او شمالي افریقا هېوادونه به په راتلونکو ۲۵ کلونو کې د کارموندنې له پراخ فشار سره مخ شي، ځکه د کار وړ عمر لرونکو وګړو شمېر به شاوخوا ۲۲۰ میلیونو ته ورسېږي.
د راپور له مخې، د ځوانانو د نفوس چټک زیاتوالی که څه هم د دندو غوښتنه لوړوي؛ خو په سمه توګه د مدیریت په صورت کې د اقتصادي ودې او تولیدي ځواک د پیاوړتیا لپاره یو مهم فرصت هم بلل کېږي.
نړیوال بانک ټینګار کړی چې یوازې دولتي ادارې د کافي کاري فرصتونو د رامنځته کولو توان نه لري او خصوصي سکټور باید د اقتصاد او کارموندنې اصلي محرک وګرځي.
راپور وړاندیز کوي چې د کار بازار د پراختیا لپاره باید په زېربناوو، بشري ظرفیتونو، پانګونې او د سوداګرۍ په مناسب چاپېریال تمرکز وشي.
د بانک په اند، د انرژۍ او زېربناوو پراختیا، کرنیز صنعتونه، روغتیايي خدمتونه، ګرځندوی او تولیدي صنعتونه هغه برخې دي چې کولی شي د میلیونونو ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره او د سیمې اقتصادي وده چټکه کړي.

