افغان چټک توپ اچوونکی فضل حق فاروقي د کورنیو لېسټ اې سیالیو د لوبغاړو نوملړونو تر اعلان وروسته د انګلستان د ویټلایټي بلاسټ سیالیو کې د ګډون لپاره انګلستان ته تللی و.
فاروقي په پیل کې د کورنیو لېسټ اې سیالیو کې د نه ګډون پرېکړه کړې وه خو د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د جدي اخطاریې او احتمالي انضباطي اقداماتو له خبرداري وروسته بېرته هېواد ته راستون شو.
نوموړی څو ورځې وړاندې افغانستان ته راورسېد او نن د کورنیو لېسټ اې سیالیو کې د خپلې لوبډلې لپاره لوبېږي

