یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 558

غزني کې د طالب علماوو پرېکړه؛کونډې ته باید د خاوند ټاکلو حق ورکړل شي او له جبري نکاحو ډډه وشي

د طالبانو حکومت د غزني د علماوو شورا د طلاق، مهر، او نکاح اړوند موضوعاتو په اړه ۱۵ مادییز پرېکړه لیک خپور کړی دی.

دې شورا ویلي، باید له بې‌ضرورته طلاق ورکولو ډډه وشي، ځکه طلاق د اسلام تر ټولو بد خو حلال عمل بلل شوی.

همداراز خبرداری ورکړل شوی چې د ښځو د مخالفت له امله د طلاق خلع رواج غیراسلامي دی او نارینه ته د خلع پیسې ناجایزه دي.

په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې مهر د ښځې شرعي حق دی، باید ورکړل شي، او د مهرو لوړول خلک له ستونزو سره مخ کوي.

شورا د ولسوالیو علماوو ته سپارښتنه کړې چې د خلکو د مصلحت له مخې د مهر حد وټاکي.

همداراز ټینګار شوی چې په نکاح کې باید د ښځې رضا وي، د بدل نکاح مخه ونیول شي، او د کونډې ښځې د نکاح حق ته درناوی وشي.

دوی دغه راز د ودونو پر مهال ډزې، د ښځو ټیکریو لرې کول، عکس‌اخیستل، او ویډیو ثبتول هم منع شوي او مرتکبین یې د سزا وړ بللي دي.

د مقاومت په نوم جبهې لوړپوړی قوماندان:د تالقان ښار د دویمې حوزې د مرستیال موټر مو په نښه کړ

د ملي مقاومت په نوم جبهې لوړپوړي قوماندان حامد سیفي ویلي چې د دوشنبې په شپه، د دوی کسانو د طالبانو د تالقان ښار دوهمې امنیتي حوزې د مرستیال ملا منصور موټر هدف ګرځولی دی.

نوموړي دا څرګندونې په خپل اکس پاڼه کړې او لیکلي يې دي چې «د مقاومت چریکانو د تالقان ښار په تیلی‌فروشي څلور لارې کې پر ملا منصور ځانګړی عملیات ترسره کړل.»

سیفي زیاتوي چې دغه عملیات بریالي وو او چریکي جنګیالیو ته هېڅ زیان نه‌دی اوښتی.

نوموړي دا نه‌دي څرګند کړي چې آیا په دې برید کې ملا منصور یا نور کسان وژل شوي که نه؛ خو یو ویډیو یې خپره کړې چې پکې د شپې له‌خوا د یوې چاودنې او د یو موټر د هدف ګرځېدو صحنه لیدل کېږي.

پاکستان:نریندرا مودي بې پروا څرګندونې کوي او دا چاره به د سیمې د سولې امکان ختم کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي څرګندونې له بې پروايي ډکې بللې او ویلي یې دي، چې دا ډول خبرې د سیمې ثبات ته ګواښ دی.

مودي په ګجرات کې ویلي و چې پاکستانی ولس باید یا سوله وکړي یا د دوی ګولۍ ته ځان تیار کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا دا خبرې د “کرکې خوښوونې هڅه” بللې او ویلې یې دي مودي هڅه کوي، چې د دوی تر کنټرول لاندې کشمېر کې له بشري حقونو سرغړونه پټه کړي.

پاکستان وايي، د هند له کرکې ډکه ژبه به د سولې امکانات ختم کړي.

پاکستانۍ ده‌نشین ورځپاڼه:طالبان له پاکستان سره دوه مخی چلند کوي

د پاکستان د «ده‌نېشن» ورځپاڼې په یوه مقاله کې ویلي، چې طالبان له پاکستان سره دوه مخی چلند کوي او د هند سره یې د پاکستان د بې‌ثباتۍ لپاره لاس یو کړی دی.

مقاله زیاتوي چې طالبان بنسټ‌پال دودونه تعقیبوي چې ښځې له زده‌کړو او ازادیو محروموي او دا کړنې د اسلام خلاف دي.

ورځپاڼې د پاکستان پخوانی پوځي مشر جنرال ضیاالحق د بنسټ‌پالنې او ترهګرۍ اصلي لامل بللی، چې په ۱۹۷۹ کې یې د افغانستان جګړه د بهرنیو ځواکونو په مرسته پیل کړه او د پاکستان لپاره یې اوږدمهاله ناورین رامنځته کړ.

مقاله کې راغلي، ضیاالحق د پاکستان لپاره اتل نه، بلکې یوه تراژیدي وه او باید له هر ډول عزت څخه محروم شي.

د سویډن لومړی وزیر:پر غزې د بریدونو له امله به د اسرائیل سفیر احضار کړو

د سویډن لومړی وزیر، اولف کریسترشون، ویلي چې د غزې د ناورین له امله به د اسراییل سفیر احضار کړي.

هغه ټینګار کړی چې اروپایي ټولنه باید پر اسراییل بندیزونه ولګوي، څو بشري مرستې غزې ته پرېښودل شي.

کریسترشون ویلي، د فشار زیاتېدل، د توجیه وړ دي.

اسراییل د نړیوال فشار له امله یوازې لږو مرستندویه موټرونو ته اجازه ورکړې؛ خو مرسته کوونکي وایي دا بسنه نه کوي.

د غزې د چارواکو په وینا، د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه ۵۳ زره کسان وژل شوي او خلک له لوږې او سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

ندا محمد ندیم:اوسنی نصاب ستونزې لري او ځینې کتابونه زمونږ له عقیدې سره ټکر کې دي

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي، د افغانستان ښوونیز نصاب له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې له ستونزو ډک دی او هر بهرنی ځواک چې هېواد ته راغلی، د نصاب په منځپانګه کې یې بدلون راوستی دی.

نوموړي دغه څرګندونې په هرات پوهنتون کې له استادانو او زده‌کړیالانو سره د یوې غونډې پر مهال کړي دي.

ندیم ویلي، چې د نصاب د اصلاح لپاره یې یوه ځانګړې کمیټه هم ګومارلې ده.

هغه زیاته کړې، چې د اوسني نصاب په یو شمېر کتابونو کې داسې مفکورې شته، چې له اسلامي عقایدو سره اړخ نه لګوي.

ندیم زده‌کړیالانو ته ویلي، چې نړیوال ځواکونه هڅه کوي د افغانستان د خلکو او د اوسني نظام ترمنځ بې‌باوري پیدا کړي؛ خو هغه له زده‌کړیالانو وغوښتل، چې د «دښمن» تبلیغاتو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

رویټرز:د هند او پاکستان جګړې په جنوبي اسیا کې د وسلو نوې سیالي پیل کړې

رویټرز د ۱۵ امنیتي سرچینو، صنعتي مشرانو او شنونکو له قوله ویلي، چې د هند او پاکستان ترمنځ وروستي نښتې چې پکې بې پیلوټه الوتکې په پراخه توګه وکارول شوې، د جنوبي اسیا هېوادونو ترمنځ د وسلو نوې سیالي پیل کړې ده.

دا راپور زیاتوي چې د دواړو اټومي وسله‌والو قدرتونو د دفاعي لګښت اندازه تېر کال شاوخوا ۹۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.

شنونکي وایي، تمه ده هند او پاکستان نور هم په بې‌پیلوټه الوتکو تمرکز ډېر کړي.

د دوی په باور، دا ډول بریدونه د عسکرو د تلفاتو خطر کموي.

د المان لومړی وزیر:اسرائیل باید داسې کارونه ونه کړي، چې د دوی ملګري یې هم نه شي زغملی

د المان لومړي وزیر د اسراییل پر کړنو نیوکه کړې او وایي چې په غزه کې د اسراییلي پوځ اقدامات د نړیوالو بشري قوانینو خلاف دي.

فریدریش مرتس زیاته کړې چې د ولسي وګړو تاوان نور د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نوم نه‌شي توجیه کېدای.

نوموړي ویلي، اسراییل باید داسې کار ونه کړي، چې ان د دوی نږدې ملګري یې هم نشي زغملی.

هندوکش:طالب سرتیرو بدخشان کې د مقاومت جبهې قوماندان چې داعش سره یې اړیکه درلوده وژلی

هندوکش د خپلو باخبره سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د طالبانو حکومت ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت په شهدا ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې یو مهم غړی زیدالله وژلی او یو بل ملګری یې ژوندي نیول شوی دی.

هندوکش لیکلي زیدالله د کراچۍ ښار یوه بدخشاني داعشي، صبغت الله، سره په اړیکه کې و، چې د داعش له لوري له مقاومت جبهې سره د همکارۍ لپاره ګمارل شوی و.

هندوکش لیکلي:«دوی غوښتل په بدخشان کې یو لړ تخریبي کړنې ترسره کړي چې مخکې له مخکې کشف او د «اسلامي امارت» د ځانګړو ځواکونو له لوري په یوه نښته کې له منځه یوړل شو.»

هندوکش پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي ادعا کړې چې د مقاومت جبهه د داعش د خراسان څانګې له استازو سره د افغانستان په یوه ګاونډي هېواد کې ليدنې ترسره کړې او د داعش ډلې د بريدونو لپاره د لوجستیکي امکاناتو د برابرولو ژمنه کړې.

د طالبانو حکومت بیا وايي، داعش خراسان په افغانستان کې ځپل شوی او اوس له پاکستانه د بریدونو هڅه کوي.

د سیمې هیوادونو ته د شریف سفر؛علي خامنه‌یي او شهباز شریف په غزې د اسرایيلو بریدونه غندلي

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌یي د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو په اړیکو خبرې کړي دي.

ایراني رسنۍ وایي، په دې لیدنه کې ایراني مشر د پاکستان د هغه دریځ ستاینه کړې چې د اسراییلو پر وړاندې یې درلود.

شهباز شریف تیره ورځ د سیمې هیوادونو ته خپل سفر پیل کړی دی او تر دې وړاندې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په دوه اړخیزو اړیکو غږیدلی دی.