چهارشنبه, جولای 1, 2026
Home Blog Page 555

خیبرپښتونخوا؛په کورمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو برید کې درې پولیس وژل شوي

0

د خیبرپښتونخوا په کورمې ولسوالۍ د علیزۍ په سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو په برید کې درې پولیس وژل شوي دي.

چارواکي وايي، برید کوونکو لومړی د پولیسو پر موټر لاسي بم وغورځاوه او وروسته یې پر هغوی ډزې وکړې.

د پېښې وروسته په سیمه کې د شکمنو د نیولو عملیات پیل شوي دي.

حامد کرزی:پر نورستان د پاکستان بریدونه غندم؛ دوی باید د افغانستان ملي حاکمیت ته ژمن پاتې شي

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر نورستان د پاکستان بریدونه وغندل.

کرزي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې پاکستان باید د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.

د کرزي يه خبره، اسلام اباد باید له کابل سره نیکو اړیکو جوړولو ته را ودانګي.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ د پاکستان له لوري پر نورستان بریدونه شوي وو؛ خو د طالبانو حکومت چارواکو یې په اړه څه ونه ویل.

بل لورته ټولنیزو رسنیو کې د یادو بریدونو په اړه خبرونه لاس په لاس شوي وو.

ایټالیا کې؛د کډوالو د دوو کښتیو د ډوبېدو پېښه کې لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه شوي

0

د ایټالیا د لامپدوسا ټاپو ته نېږدې د کډوالو دوه کښتۍ ډوبې شوي چې له امله یې لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه او ۶۰ نور ژغورل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په وینا، په دواړو کښتیو کې شاوخوا ۹۵ کسان سپاره وو چې له لیبیا نه یې اروپا ته سفر کاوه.

د ژغورل شویو کسانو له ډلې ۵۶ نارینه او څلور ښځې دي.

چارواکي وايي، ښايي نور کسان لا هم ورک وي.

د یادونې ده چې د روان کال له پیل راهیسې په منځني مدیترانه کې د اروپا پر لور د تګ پر مهال لږ تر لږه ۶۷۵ کسان ژوند له لاسه ورکړی دی.

پاشدان بند؛نن د طالبانو حکومت له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ پاشدان بند نن د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نوموړي ویلي، دغه بند د وچکالۍ د کمېدو، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د بزګرانو د ستونزو د حل لپاره مهم دی.

پاشدان بند د ۵۴ میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو، ۱۳ زره هکټاره ځمکو د خړوبولو او دوه میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

ملا برادر د ملي او سیمه‌ییزو پروژو ملاتړ ته د طالبانو د حکومت ژمنتیا څرګنده کړه او پر پانګوالو یې غږ و
کړی چې په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه وکړي.

متقي اسحاق ډار ته:خوشاله یم، چې تا او ورور ولس ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي وایم

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د ازادۍ د ورځې مبارکي ورکړې.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ته په یو لیک کې لیکلي، چې دوی د پاکستان ورور ولس ته د دغې ورځې مبارکي ورکوي.

لیک کې راغلي، چې د طالبانو حکومت له پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

امیرخان متقي دغه راز اسحاق ډار ته د ښه صحت غوښتنه کړې.

امرالله صالح:د پرسونل ضد او د وسایطو ضد ماینونو د پېرلو پلوی وم

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستيال امرالله صالح ويلي چې دی د پرسونل ضد او د وسايطو ضد ماينونو د پېرلو او د طالبانو پر لارو د پراخ ښخولو پلوي و.

نوموړي افغانستان انټرنیشنال ته په يوه ليکنه کې ليکلي چې د جمهوريت پر مهال د امنيتي ځواکونو له سترو کمزورتياوو يو د ماينونو نه کارول وو، ځکه افغانستان د ماين د نه کارولو تړون لاسليک کړی و.

صالح زياته کړې، د ماينونو کارولو وړانديز يې د ناټو له مخالفت سره مخ شو او له بهره د ماين پېرلو هڅې يې ناکامې شوې؛ خو د سقوط لس ورځې مخکې پخواني ولسمشر غني ورته وويل چې د ماين جوړونې وړانديز شوی ماشين فعال کړي.

د ده په وينا، هغه وخت پېښې چټکې شوې او د پلان بشپړېدل پاتې شول.

نوموړي ټينګار کړی چې غوښتل يې د ماين جوړونې کارخانې جوړې کړي؛ خو وخت او شرايطو يې اجازه ورنه کړه.

د جمهوري نظام د پرځیدو او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د واک ته رسېدو د څلورمې کلیزې په درشل کې ښاغلي صالح په دې لیکنې کې د افغان سیاستوالو، د خلیلزاد په رول او واشنګټن ته د پخواني ولسمشر اشرف غني د سفر په اړه ډېرې ناویلې خبرې کړي.

پاکستان؛کراچۍ کې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو له کبله هوايي ډزو کې ۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اګست ۱۴مې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو پر مهال په بېلابېلو سيمو کې د هوايي ډزو له امله د يوې نجلۍ په ګډون درې کسان وژل شوي او له اويا ډېر نور ټپيان شوي دي.

د ځایي پوليسو د معلوماتو له مخې، ډېری ټپيان د مرميو او د ښيښو د ماتېدو څخه ژوبل شوي دي.

پوليس وايي، د دغو پېښو په تړاو له شلو زيات کسان نيول شوي او پلټنې روانې دي.

د یادونې ده چې د کراچۍ په ګڼ مېشتو سيمو کې هر کال د خپلواکۍ په شپه هوايي ډزې د مرګ‌ژوبلې لامل ګرځي.

ډونالډ ټرمپ:که پوتين د اوکراين سولې ته غاړه کېنږدي، له سختو عواقبو به سره مخ شي

0

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراين کې د سولې له هوکړې سره موافقه ونه کړي، له سختو عواقبو سره به مخ شي.

ټاکل شوې ده ټرمپ او پوتين سبا د الاسکا په ايالت کې د اوکراين د درې نيم کلنې جګړې د پای په اړه خبرې وکړي.

ټرمپ ويلي، که لومړۍ ناسته مثبته وي، ښايي ژر د پوتين او د اوکراين د ولسمشر زلنسکي په ګډون بله درې اړخيزه غونډه هم ترسره شي.

هغه د احتمالي عواقبو جزييات نه دي څرګند کړي.

ولادیمیر زلنسکي؛د ډونالډ ټرمپ سره خبرو کې د جګړې د پای سرې کرښې اعلان کړې

0

د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د امريکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د ويډيويي خبرو پر مهال د جګړې د پای لپاره خپلې سرې کرښې څرګندې کړې دي.

د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون ويلي چې ټرمپ منلې ده چې د ځمکې د هر ډول معاملې خبرې بايد د اوکراين په شتون کې وشي.

زلنسکي د جګړې وروسته د امنيتي ضمانتونو لپاره د ټرمپ له ملاتړ خبر ورکړی او د درې اړخيزې ناستې وړانديز يې کړی دی.

ټرمپ هم خبرداری ورکړی چې که پوتين جګړه ونه دروي، روسيه به له جدي پايلو سره مخ شي.

ټاکل شوې ده چې د ټرمپ او پوتين کتنه د اګست په ۱۵مه په الاسکا کې ترسره شي.

سيګار:طالبان او د ملګرو ملتونو ځينې چارواکي د نړيوالو مرستو په ویش کې تباني کوي

د افغانستان لپاره د امریکا د بيا رغونې ځانګړي څارونکي دفتر (سيګار) ويلي چې طالبان د زور او د ملګرو ملتونو له ځينو چارواکو سره په تباني نړيوالې مرستې د خپلې ګټې لپاره اړوي.

د راپور له مخې، طالبان د مرستندويه ادارو فعاليتونه کنټرولوي، مرستې د زياتره پښتنو سيمو ته اړوي، لږکيو ته د لاسرسي مخه نيسي او له کارکوونکو باج اخلي.

سيګار ادعا کوي چې يو افغان مرستندويه ادارې کارکوونکی د دې موضوع د افشا کولو له امله وژل شوی دی.

د اګست ۲۰۲۱ تر اپرېل ۲۰۲۵ پورې افغانستان ۱۰.۷۲ ميليارده ډالره نړيوالې مرستې تر لاسه کړې چې ۳.۸۳ ميليارده يې د امريکا له خوا ورکړل شوي.

راپور همدارنګه د ملګرو ملتونو د ځينو چارواکو له خوا د قراردادونو په بدل کې د رشوت اخيستو تورونه مطرح کوي.

ملګرو ملتونو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.