شنبه, جون 20, 2026
Home Blog Page 538

غزه؛ملګري ملتونه وايي، ښايي د دوی مرستې تور بازار ته تللې وي

0

ملګري ملتونه او غزې ته مرستې لېږونکې ادارې وايي، نه پوهېږي، چې له غزې سره کېدونکې څومره مرسته تور بازار ته تللې.

دوی وايي، لاهم د غزې خلکو سره د شویو مرستو ارقام په واک کې نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې هلته لوږه تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې او هره ورځ یو شمېر خلک له لوږې مري.

اوس مهال په غزه کې د یو کیلو اوړو بیه له شپیتو ډالرو اوښتې، چې خلک یې د اخیستو توان نه لري.

روسیه؛۸.۸ درجې زلزلې زیانونه اړولي؛ خو وروستي جزیات لاهم نشته

0

د روسیې په ختیځ کې د کامچاتکا ټاپوګانو شاوخوا سیمه د ۸.۸ درجې زورورې زلزلې ولړزوله، چې د سیمې په تاریخ کې تر ټولو شدیده ثبت شوې زلزله بلل کېږي.

د محلي چارواکو په وینا تر اوسه کومه مرګ‌ژوبله نه ده ثبت شوې، خو ځینې عامې ودانۍ او د ماشومانو پارک ته زیان رسیدلی دی.

بل لورته چارواکو بیا د سوېرو-کوریلسک ښار د بیړنۍ تخلیې امر هم ورکړل شوی دی.

په همدې حال کې امریکا او جاپان کې د سونامي خبرتیا سیسټمونو خبرداری ورکړی چې ښايي دا زلزله تر یو متر لوړې سونامې څپې راولي.

معصوم ستانکزی:ملي بیرغ د سیاسي جریانونو، شرکتونو او موسسو له بیرغونو سره ژور توپیر لري

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس محمد معصوم ستانکزي د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې د یوه هېواد ملي هویت د هغه د ملي سمبولونو له لارې تمثیلېږي او ملي بیرغ د ولس د ګډې ارادې استازیتوب کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې ملي بیرغ د سیاسي جریانونو، شرکتونو او موسسو له بیرغونو سره ژور توپیر لري او درناوی یې د هېواد درناوی دی.

ستانکزي زیاته کړې، چې د ملي بیرغ ورځ یوه مبارکه او د ژمنتیا د نوي کولو ورځ ده.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د زمري اوومه د افغانستان د ملي بیرغ له ملي ورځې سره برابره وه.

غزه؛د اسرائيلو د بريدونو له کبله مرګ‌ژوبله ۶۰ زرو ته ورسېده

0

‏د غزې د روغتيا وزارت وايي چې د اسرائيلو په بریدونو کې د وژل شويو شمېر ۶۰ زره او ۳۴ کسانو ته رسېدلی او ۱۴۵ زره او ۸۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د وزارت په وينا، له قربانيانو نيمايي زيات ښځې او ماشومان دي، او يوازې تېره مياشت لږ تر لږه ۱۸۶۰ تر دوو کلونو کم ماشومان وژل شوي دي.

په همدې مهال، د لوږې نړيوال څار سيستم خبرداری ورکړی چې په غزه کې د قحطۍ تر ټولو بد حالت رامنځته شوی دی.

شیخ هبت الله:د احکامو په تطبیق سره د فتنو مخه نیول کېږي؛ خو د فرمانونو نه پلي کېدل اختلاف رامنځته کوي

د طالبانو حکومت مشر، شیخ هبت‌الله اخندزاده، وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې هېڅ اختلاف، جګړه یا او یا ډلبازي نه ده شوې.

نوموړي د هرات د علماوو شورا له غړو سره په کندهار کې لیدنه کې وویل چې علما د دین ساتونکي دي او باید د حکومت له لارې شریعت پلی کړي.

هغه زیاته کړې چې د «اسلامي امارت» د احکامو په تطبیق سره د فتنو مخه نیول کېږي، خو د فرمانونو نه پلي کېدل اختلاف رامنځته کوي.

هه‌نګاو:په ایران کې د دوو افغان بندیانو د اعدام حکم عملي شو

د هه‌نگاو د بشري حقونو سازمان سه‌شنبه راپور ورکړی چې د خراسان جنوبي په مرکز بیرجند زندان کې د دوو افغان بندیانو د اعدام حکم عملي شوی دی.

دا کسان د قتل په تور نیول شوي او د ایران د قضایي نظام له‌خوا د اعدام حکم پرې صادر شوی و.

دغه سازمان زیاته کړې چې یوازې د اسرائیل او ایران ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته په یوه میاشت کې لږ تر لږه شپږ افغان اتباع په ایران کې اعدام شوي دي.

محمد اشرف غني:ملي بیرغ د افغانانو د یوالي او اتحاد په ملي سمبول بدل شوی

د هېواد پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د زمري اوومه د ملي بیرغ د ورځې مبارکي ویلې.

ښاغلي غني پر خپلې ایکس‌پاڼې لیکلي: «د زمري اوومه، د ملي بیرغ ورځ دې نېکمرغه وي.»

د یادونې ده چې د زمري اوومه د درې رنګه ملي بیرغ له ملي ورځې سره برابره ده؛ خو افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیا واک ته رسېدو وروسته ملي بیرغ ښکته شوی او پر ځای یې هر ډول رسمي ناستو او دفترونو کې د دوی سپین بیرغ اېښودل کېږي.

امرالله صالح:ملي بیرغ د افغان ملت د یوالي سمبول دی

د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح وایي، ملي بیرغ وکولای شول ملت یو موټی کړي.

هغه د بیرغ د ملي ورځې په مناسبت لیکلي، چې خلک د همدې بیرغ تر سیوري لاندې واک کې شریک شول، د خپل برخلیک په اړه یې ژور بحثونه وکړل او له کلي نه تر پلازمینې یې خپل رول پیدا کړ.

د هغه په خبره، د دې بیرغ لپاره سرونه قرباني شول او مزارونه یې پرې وپوښل شول.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې دا بیرغ د افغانستان ویاړ او ملي هویت دی.

د یادونې ده چې جمهوري حکومت کې د زمري اوومه د بیرغ د ملي ورځ په نوم لمانځل کېده.

عراق:تر دې وروسته د نجف هوايي ډګر له لارې افغانان خپل هېواد ته نه راپرېږدو

د عراق د کورنیو چارو وزارت تازه ویلي چې له دې وروسته به افغانان د نجف نړیوال هوايي ډګر له لارې دې هېواد ته د ننوتو اجازه ونه لري.

دا پرېکړه له هغه وروسته شوې چې، د چارواکو په وینا، ګڼ شمېر افغانان د مذهبي زیارت په پلمه عراق ته داخلېږي؛ خو بیا هلته د کار لپاره پاتې کېږي.

د “دجله نیوز” له‌خوا ترلاسه شوي رسمي سند پر بنسټ، دغه بندیز پر هغو افغان کورنیو نه عملي کېږي چې د قانوني بېرته ستنېدو ټکټ ولري.

بارک اوباما:دا هیڅ د توجیه وړ نه ده، چې د غزې خلک له لوږې مړه شي

0

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ویلي، چې د غزې بې‌ګناه خلک باید د لوږې له امله ونه مري.

نوموړي ټینګار کړی چې خوراکي مرستې باید غزې ته پرېښودل شي، ځکه د خوړو او اوبو مخنیوی هېڅ توجیه نه لري.

اوباما همداراز د یرغمل شویو خوشې کول او د اسراییلي پوځ د عملیاتو درول د کړکېچ د حل لپاره اړین بللي.

بل‌خوا، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې غزه کې به د خوړو مرکزونه جوړ کړي او اسراییل باید د مرستو لارې خلاصې کړي.