د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر او توپ وهوونکي حشمت الله شهیدي د هند پر وړاندې د یو ورځنۍ لوبلړۍ په روانه درېیمه لوبه کې سلیزه ووهله.
دا په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د شهیدي د لوبیز سفر لومړنۍ سلیزه ده، تر دې وړاندې یې په کومه لوبه کې سلیزه نه وه جوړه کړې.
نوموړي همداراز په دغه فارمټ کې ۲۳ نیمه سلیزې یا پنځوسیزې جوړې کړې دي.
په ورته وخت، په ټوله کې د هند پر وړاندې لوبلړۍ کې د افغان لوبغاړو له لوري دا دویمه انفرادي سلیزه ده.
رحمن الله ګربز په لومړۍ لوبه کې سلیزه جوړه کړې.

