شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 535

ندا محمد ندیم زده‌کړیالانو ته:د ملا عمر ژوند او افکار مطالعه کړئ

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم زده‌کړیالانو ته سپارښتنه کړې چې د ملا عمر ژوند او افکار دې مطالعه کړي او د هغه په څېر عادتونه دې خپل کړي.

نوموړي ویلي چې د عصري علومو ترڅنګ باید دیني زده‌کړو ته هم پاملرنه وشي.

هغه زیاته کړې، د عصري علومو لرونکي هغه کسان ورته هېڅ ارزښت نه لري چې د خپل هېواد خپلواکي نه پېژني.

د یادونې ده چې ترې وړاندې د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي هم ویلي و، چې عصري زده‌کړې «مباح عمل» دی او کوم ځانګړی ارزښت نه لري.

اسراییلو؛تېرو ۲۴ ساعتونو کې غزه کې ۳۹ تنه وژلي

په غزه کې د اسرائیلو هوایي بریدونو په پایله کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۳۹ کسان، چې درې ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.

هم‌مهاله، د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر له قطر، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ له مهمو منځګړو هېوادونو څخه دی، غوښتي چې له دوګوني لوبې لاس واخلي او د تمدن اړخ او د حماس د وحشت اړخ ترمنځ یو انتخاب وکړي.

قطر دا څرګندونې رد کړې او تحریکوونکې یې بللې دي.

سره له دې چې مصر او قطر هڅې کوي چې په غزه کې اوربند بېرته راولي، نه اسرائیل او نه حماس له خپلو اساسي غوښتنو څخه تېر شوي دي.

دواړه خواوې یو بل د هوکړې د ناکامۍ مسؤل بولي.

زلنسکي؛د روسیې لخوا درې ورځنی اوربند رد کړی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د روسیې درې ورځنی اوربند “نمایشي هڅه” بللې او رد کړی یې دی.

زلنسکي ټینګار کړی چې اوکراین یوازې واقعي او دوامداره سولې ته ژمن دی.

په عین وخت کې روسي بریدونو په دونیتسک او خرسون کې درې تنه وژلي دي، او مسکو د نووروسیسک برید پړه پر اوکراین اچولې.

امریکا هم خبرداری ورکړی که د سولې پرمختګ ونه شي، نو د اوربند هڅې به پای ته ورسوي.

د امریکا او اوکراین ترمنځ؛د کانونو د استخراج تړون له جدي ننګونو سره مخ شوی

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې د امریکا او اوکراین ترمنځ د کانونو د استخراج او پانګونې تازه تړون د امنیتي ستونزو، د زیربناوو نشتون او د پانګوالو د بې‌باورۍ له کبله له جدي خنډونو سره مخ دی.

د راپور له مخې، تمه نه کېږي چې دا تړون به په لنډمهاله ډول کومه ستره پایله ولري، او د امریکایي شرکتونو لیوالتیا هم د اوکراین د تیلو او ګازو سکتور ته کمه ده.

د تړون له مخې، ټول عواید به د امریکا او اوکراین ګډ صندوق ته ولاړ شي، خو دا صندوق به د لسو کلونو لپاره ګټه نه وېشي او بېرته به د اوکراین دننه پانګونه کېږي.

د ایران پر ضد د برید اختلافات؛ مایک والټز له دندې استعفاء وکړه

واشنګټن پوسټ خبر ورکړی چې د ډانلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د استعفاء لامل پر ایران د اسرائیل له نظامي برید سره همغږي وه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، والټز د اسرائیل لومړي وزیر سره په ګډه د دې ملاتړ کاوه چې پر ایران دې اسرائیل نظامي برید ترسره کړي؛ خو سپینې ماڼۍ دا پلان نه دی منلی.

د یادونې ده چې د مایک والټز استعفاء ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

حامد کرزی:د تل‌پاتې سولې او ثبات لپاره ملي تفاهم اړین بولم

پخواني ولسمشر حامد کرزي، په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره په کتلي.

کرزي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې یې د افغانستان او جاپان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د جاپان مرستو د دوام پر اړتیا خبرې کړې دي.

کرزي په دې لیدنه کې د نجونو د تعلیم پر اهمیت ټینګار کړی او د تلپاتې سولې او ثبات لپاره یې ملي تفاهم اړین بللی دی.

کرزي تر دې وړاندې هم د نجونو زدکړې مهمې بللې دي.

هرات‌؛پاشدان بند ته د موټر غورځېدو له امله شپږ تنه وژل شوي

د هرات پاشدان بند کې د یو موټر د غورځېدو له کبله شپږ تنه وژل شوي دي.

په یادو کسانو کې پنځه یې مېرمنې دي.

د هرات د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي، موټر له یو موټرسایکل سره د ټکر له کبله له خپل مسیر اوښتی وو.

نوموړی زیاتوي، چې په دې پېښه کې دوه تنه ژغورل شوي دي.

فوزیه کوفي:د افغانستان په اړه د بندو دروازو تر شاه پریکړې نه منو

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي ویلي، هغه پلان به د افغانستان لپاره بریالی وي چې واضح، ټولشموله او د خلکو پر محوریت وي.

هغې ویلي، چې افغانان نور له هغه پرېکړو ستړي شوي دي، چې د بندو دروازو تر شاه کېږي او یوناما باید د افغانانو د حقونو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړې دا څرګندونې طالبانو ته د ملګرو ملتونو د استازولۍ څوکۍ د سپارلو د راپورونو په غبرګون کې کړې دي.

د یادونې ده چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان اوسني استازي نصیراحمد فایق هم ویلي چې تر اوسه له طالبانو سره د افغانستان دایمي استازولۍ د څوکۍ د سپارلو په اړه نه کومه توافق شوی او نه هم کومه طرحه شته.

د بخښنې نړیوال سازمان:د بیان ازادۍ له پلوه افغانستان په بدترین ځای کې دی

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبانو لاهم د رسنیو پر وړاندې بندیزونو او دغه راز د خبریالانو ځورولو او نیولو ته دوام ورکړی.

یاد سازمان ویلي، چې افغانستان د بیان ازادۍ په برخه کې د ټولو هېوادونو ترمنځ په بدترین ځای کې دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې، ګڼې رسنۍ دغې ډلې د دې لپاره تړلي، چې د دوی پر سیاستونو یې نیوکه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې پر ټلویزوني رسنیو د ساکښو تصویر بندول هم رسنۍ له ستونزو سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال په افغانستان کې د رسنیو سیاسي خپرونې هم تر امر ثاني بندې دي.

اتونبایوا:طالبانو خبریالان د جدي ګواښ، شکنجې او بد چلند سره مخ کړي

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې روزا اتونبایووا ویلي، د افغانستان روان اقتصادي بحران د رسنیو پر فعالیتونو ژور اغېز کړی، او د عایداتو کمېدو له امله ګڼ شمېر رسنۍ خپل فعالیتونه بند کړي دي.

هغې زیاته کړې چې د طالبانو د حکومت له خوا د بیان پر ازادۍ محدودیتونه زیات شوي، چې له کبله یې د رسنیو کارکوونکي له جدي ګواښونو، نیونې، شکنجې او بد چلند سره مخ دي.

اتونبایووا په ځانګړي ډول د ښځینه ژورنالیستانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي چې دوی له ځانګړو خطرونو او خنډونو سره مخ دي.

نوموړې د رسنیو د خوندي فعالیت لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.