سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 533

سیف الاسلام خیبر:تېر یو کال کې مو د یو زر او ۱۳۳ جبري نکاح‌ګانو مخه نېولې

د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وايي، چې محتسبانو یې په تېر یو کال کې د یو زر او ۱۳۳ اجباري نکاحوو مخنیوی کړی او دا ستونزې یې حل کړې دي.

نوموړي ویلي، چې دوی د ښځو د شرعي حقونو مدافعین دي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم ویلي، چې دوی د ښځو ټول حقونه تامین کړي او واک ته له رسېدو وروسته یې په زرګونه اجباري ودونو مخینوی کړی دی.

دوی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې ډېری طالب مشران کم عمره نجونې د پیسو او واک څخه په ناوړه ګټه اخیستنې ځانته نکاح کوي.

کابل ته د خلیلزاد سفر او د ایران او پاکستان ورخطایي؛نجیب الله علي خیل وایي، ګاونډي هیوادونه په افغانستان د بلې سناریو لپاره اماده کیږي

په اسلام آباد کې د افغانستان پخواني سفیر نجیب الله علي خیل ادعا کړې چې کابل ته د زلمي خلیلزاد له سفر وروسته ایران او پاکستان له دې اړیکو او وضعیت څخه انديښمن شوي دي.

ښاغلي علي خیل په خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې د دواړو هیوادونو استخباراتي ادارو یو شمیر پخوانیو جهادي او سیاسي څیرو او مشخصو افرادو ته د هر ډول احتمالي سناریو د پیل په صورت کې د ګټې اخیستنې لپاره شین څراغ ښودلی دی.

نجیب الله علي خیل لیکلي، چې د ایران او پاکستان له دې کار څخه موخه په افغانستان کې د سیاسي بدلون په صورت کې د خپل رول او اغیز ساتنه ده.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت:افغانستان او ازبیکستان د اوبو لګولو سیسټمونو د پراختیا په برخه کې همکارۍ پراخوي

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري د ازبیکستان د اوبو او انرژۍ وزارت له چارواکو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د اوبو لګولو سیسټمونو د اصلاح، د امو سیند د تحکیماتو، د اقلیمي بدلونونو اغېزو او د اوبو سرچینو د اغېزمنې کارونې پر موضوعاتو بحث کړی.

د وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه هېوادونه به د اوبو سپما په موخه د عصري او مؤثرو سیستمونو، لکه څاڅکي او باراني اوبو لګولو، په برخه کې خپلې همکارۍ پراخوي.

ازبیکستاني لوري د دغو نوې ټکنالوژیو د انتقال او پلي کېدو په برخه کې د مرستې ژمنه هم کړې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر؛د پاکستان له سفیر سره د سوداګرۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګري وزير نورالدين عزيزي کابل کې د پاکستان له سفير عبیدالرحمن نظاماني سره ليدلي دي.

دواړو لوريو په دغه ليدنه کې د دوه اړخيزې سوداګرۍ پر پياوړتيا، ټرانزیټ پر وړاندې د ستونزو حل او ګډو اقداماتو په تړاو خبرې کړي دي.

دوی همداراز د ټرانزیټي بهير د چټکتيا په موخه پر لا ډېرې همکاري ټينګار کړی دی.

د يادونې وړ ده چې تېره میاشت د تورخم لاره د ۲۷ ورځني ځنډ وروسته، چې پاکستاني لوري تړلې وه پکې دواړو لوريو ته ډېری مالي زيانونه واوښتل.

بلوڅ ملتپال پوځ؛د بلوچستان په مهرستان کې د ۸ پاکستاني کارګرانو د وژنې مسؤلیت منلی

0

د بلوڅ ملتپال پوځ په نوم یوې ډلې د سیستان بلوچستان په مهرستان کې پر اته پاکستاني وګړو د برید مسوولیت منلی دی.

په یاد برید کې د پنجاب ایالت اته وګړي وژل شوي وو.

یادې ډلې ویلي، چې دغو کسانو د ای ایس ای لپاره جاسوسي کوله او د دوی پټنځایونه یې په نښه کول.

دوی ویلي، چې دغه کسان یې له اوږدې مودې راهیسې تر څار لاندې وو.

د یادونې ده چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د دغو کسانو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ پر ضد د همغږې ستراتیژۍ د جوړولو غوښتنه یې کړې ده.

حال‌وش:ایراني پولیسو له میرجاوه سیمې څخه ۱۵ تنه نامعلوم لوري ته وړي دي

0

حال‌وش راپور ورکړی، چې ایراني پولیسو د سیستان او بلوچستان له میرجاوه سیمې څخه ۱۵ تنه، چې هیڅ پېژندپاڼې یې نه لرلې وړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا کسان، چې د افغانستان د وګړو په نوم وړل شوي، څلور ښځې هم پکې شاملې وې.

راپور کې راغلي، چې نیول شوي کسان نامعلوم لوري ته وړل شوي.

سرچینه زیاتوي، چې دا خلک له اوږدې مودې راهیسې په دغه سیمه کې اوسېدل.

ملاهبت الله:د شریعت له پلي کولو یو قدم هم نه شاته کېږم

د طالبانو حکومت مشر ملاهبت الله اخندزاده ویلي، چې غربي ټولنه مسلمانان د شریعت پلي کېدو ته هم نه پرېدي.

هغه د قصاص په اړه د غبرګونو دوام ته په اشارې ویلي، چې دوی به هیڅ وخت د شریعت له دې امر نه شاته نه شي.

نوموړي زیاته کړې، چې که د ده سر هم لاړ شي؛ نو بیا به هم د شریعت حکم له پلي کولو یو ګام شاته نه شي.

د یادونې ده، چې بادغیس، نیمروز او فراه کې د قصاص د حکم پلي کېدو په غبرګون کې یوناما او یو شمېر نورو بنسټونو د دغه ډول اعدامونو د درېدو غوښتنه کړې وه.

د امریکایي ـ اسلامي اړیکو دفتر:د افغان او کامروني مهاجرو خوندیتوب باید پاتې شي

د امریکايي-اسلامي اړیکو دفتر د امریکا د حکومت هغه پرېکړه غندلې چې له مخې یې د افغانانو او د کامرون د وګړو لنډمهالی خوندیتوب پای ته رسېږي.

دغه دفتر دا اقدام “ظالمانه او ګواښوونکی” بللی او له کانګرس او محکمو یې غوښتي چې د دې پرېکړې مخه ونیسي.

تر دې مخکې د امریکا د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې د مې په میاشت کې به د افغان مهاجرو او د جون په میاشت کې د کامروني وګړو د اوسېدو لنډ مهالی خوندیتوب پای ته ورسېږي.

ډونالډ ټرمپ؛له واک ته رسېدو وروسته له ۲۶ هېوادونو امریکایي بندیان ازاد کړې

واک ته د ټرمپ له بیا رسېدو راهیسې له بېلابېلو هېوادونو ۲۶ امریکایي بندیان ازاد شوي.

امریکایي رسنیو ویلي، چې دا بندیان له افغانستان، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو ازاد شوي او دغه راز ځینې یې بیا د حماس ډلې سره بندیان وو.

تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ ویلي وو، چې دوی به نړۍ کې د خپل وروستي امریکایي بندي د خلاصون لپاره هم چوپ پاتې نه شي.

ډونالډ ټرمپ:له ایران سره خبرې اترې ښه روانې دي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره خبرې اترې ښه روانې دي؛ خو ټینګار یې کړی چې تر بشپړې هوکړې وړاندې هیڅ‌شی مهم نه دی.

نوموړي دغه څرګندونې د ایرفورس وان الوتکې کې خبریالانو ته کړې.

له دې مخکې، سپینې ماڼۍ ویلي وو چې د امریکا استازي سټیو ویتکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ مستقیم تماس یو مثبت ګام و.

ایران بیا ویلي، دا خبرې اترې غیرمستقیمې وې او د درناوي فضا کې ترسره شوې.

ټاکل شوې چې د خبرو دوهم پړاو د حمل په ۳۰مه ترسره شي.

دغه خبرې د عمان په منځګړیتوب پیل شوې وې، او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر دا خبرې دوستانه او جوړښتیزې بللي دي.