شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 522

پاکستان؛نن تر دولسو بجو پورې د خپل هېواد هوايي حریم د هر ډول الوتنو پر مخ وتړه

د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې اعلان کړی چې نن د سهار له ۳:۱۵ بجو څخه د غرمې تر ۱۲:۰۰ بجو پورې د هېواد هوايي حریم د ټولو الوتنو پرمخ تړل شوی دی.

دا اقدام د امنیتي اندېښنو له امله شوی دی.

پاکستان دا اقدام وروسته تر هغې اخلي، چې هند یې یو شمېر مهم ځایونه په نښه کړل.

د پاکستان پوځ:هند یوازې پاکستان نه؛ بلکې پر افغانستان هم بریدونه کړي

پاکستاني پوځ ادعا کړې، چې هند د افغانستان پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي.

د یاد پوځ ویاند احمد شریف چوهدري ویلي، چې هندي پوځ نه یوازې پاکستان؛ بلکې پر افغانستان هم بریدونه کړي او د دغه هېواد ارضي تمامیت یې هم ګواښلی.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو باور دا دی، چې پاکستان هڅه کوي دې جګړه کې افغانستان هم د ځان ملګری کړي.

امریکا او ایران؛د راتلونکې یکشنبې په ورځ یو وار بیا مذاکرات پیلوي

د واشنګټن دوو باخبره سرچینو د “آکسیوس” ویب‌سایټ ته ویلي، چې د ایران او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د خبرو اترو څلورم پړاو د یکشنبې په ورځ د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره کېږي.

دا خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو د راکمولو او احتمالي تفاهم په موخه کېږي، خو لا هم د ایران او امریکا چارواکو په رسمي ډول د دې ناستې پخلی نه‌ دی کړی.

عمان مخکې هم د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو د منځګړي نقش لوبولی او تمه کېږي چې دا ناسته هم د تاوتریخوالي کمولو لپاره مرسته وکړي.

صادق خان:د تیرو خبرو په دوام کابل کې له طالب چارواکو سره خبرې کوم

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق نن کابل ته رسیدلی.

هغه ویلي، چې د دې سفر پر مهال به له طالب چارواکو سره مهمې لیدنې ولري.

تر دې وړاندې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د حمل میاشتې په ۳۰مه د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی و.

ټي‌ټي‌پي:جنوبي وزیرستان کې مو ۲۰ پاکستاني عسکر ووژل

تحریک طالبان پاکستان ډله وایي، چې د جنوبي وزیرستان شکئ سیمه کې یې پر یوه پوځي کمپ برید کې یې ۲۰ پاکستاني عسکر وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.

دغې ډلې ویلي، برید تېره شپه د ډان‌ګېټ پر کمپ ترسره شوی او په کې یې د لیزري وسلو ترڅنګ درنې وسلې کارولې دي.

دوی زیاتوي چې پنځه ټوپکونه، یو راکټ لانچر او نور تجهیزات یې هم ترلاسه کړي.

د ټي‌ټي‌پي په وینا، برید د هغو طالب وسلوالو د غچ اخیستنې لپاره شوی چې په شمالي وزیرستان کې د یو کمین پر مهال وژل شوي وو.

دوی دغه راز د دغې جګړې پر مهال د خپل یو وسلوال د وژل کېدو خبر هم ورکړی.

د هند حکومت؛پوځ ته د بشپړې تیارسئ امر ورکړی

د هند حکومت د یوې رسمي اعلامیې له مخې، د هېواد د اردو لوی درستیز ته بشپړ صلاحیت ورکړی چې د اړتیا په صورت کې ټول افسران او ځمکني ځواکونه د پوځ د ملاتړ لپاره راوغواړي.

د دفاع وزارت په حکم کې راغلي چې د اردو ۱۴ قطعې به د هېواد په مهمو سیمو کې لکه سويل، ختيځ، لوېديځ، مرکز، شمال، اندامان او نیکوبار ټاپوګانو کې ځای پر ځای شي.

یاد حکم چې د مې په ۶مه صادر شوی، تر ۲۰۲۸ کال د فبرورۍ تر ۹مې پورې به نافذ وي.

دا پرېکړه داسې مهال شوې چې د هند او پاکستان تر منځ پوځي تاوتریخوالی ورځ تر بلې ډېرېږي.

خواجه اصف:امریکا دوه‌ګونی چلند کوي او د خلکو نومونه د ترهګر یا غیر ترهګر په توګه ټاکي یا یې باسي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي، چې اسلام‌آباد له نهم سپتمبر ۲۰۰۱ وروسته د افغانستان د جګړې پر مهال له ترهګرو ملاتړ کړی دی.

هغه له سي‌ان‌ان سره په مرکه کې دا هم منلې چې د امریکا له خوا د شوروي ضد جګړه کې د پاکستان ملاتړ یوه تېروتنه وه.

آصف د امریکا په دوه‌ګوني چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې واشنګټن د خلکو نومونه د ترهګر یا غیر ترهګر په توګه ټاکي یا یې باسي.

اصف د سراج‌الدین حقاني نوم له تور لیسته د لرې کولو په اړه ویلي: «دوه یا درې میاشتې مخکې د حقاني د نیولو لپاره جایزه اعلان شوې وه، اوس نه یوازې دا چې نوموړی آزاد دی، بلکې جایزه هم لغوه شوې. اوس پوښتنه دا ده چې څوک پرېکړه کوي څوک ترهګر وي او څوک نه؟»

هغه دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د هند او پاکستان ترمنځ نښتې دوام لري او دواړه لوري یو بل ته د زیانونو اړولو ادعا کوي.

د امنیتي دلایلو له کبله؛د آی‌پي‌ایل راتلونکې لوبې وځنډول شوې

د هند کرکټ بورډ له پاکستان سره د جګړې له کبله د آی‌پي‌ایل پاتې سیالۍ وځنډولې.

ای‌سي‌سي د هند کرکټ بورډ له قوله ویلي، چې دا سیالۍ به تر بلې خبرتیا پورې ځنډېدلې وې.

د یادونې ده، چې تېره شپه د چینای او پنجاب ترمنځ سیالۍ نیمه کې لغوه شوه او نن کرکټ بورډ پرېکړه کړې، چې ټولې لوبې تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوې دي.

خلیلزاد هند ته:مننه چې عبدالروف اظهر مو وواژه

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد له هند مننه کړې، چې پر پاکستان شویو بریدونو کې یې د جیش العدل ډلې مشر عبدالروف اظهر وژلی.

نوموړي ویلي، اظهر په ۲۰۲۲ کال کې د وال سټریټ ژورنال خبریال په قتل رسوولی وو او اوس عدالت پلي شو.

راپورونه وايي، چې اظهر د هند له لوري پر پاکستان د سندور عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.

د هند لومړي وزیر؛د اضطراري حالت لپاره د بشپړ چمتووالي امر کړی

د هند لومړي وزير نریندرا مودي له لوړپوړو چارواکو سره په يوه ځانګړې غونډه کې د بيړني حالت د احتمالي پېښو په وړاندې د بشپړې تيارۍ امر کړی دی.

په دې غونډه کې د ملکي دفاع پر پياوړتيا، د جعلي معلوماتو پر وړاندې مبارزه او د مهمو زېربناوو خونديتوب باندې بحث شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو څو ورځو راهیسې هند او پاکستان پر یو بل بریدونه کوي او ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې.