شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 523

خلیلزاد هند ته:مننه چې عبدالروف اظهر مو وواژه

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد له هند مننه کړې، چې پر پاکستان شویو بریدونو کې یې د جیش العدل ډلې مشر عبدالروف اظهر وژلی.

نوموړي ویلي، اظهر په ۲۰۲۲ کال کې د وال سټریټ ژورنال خبریال په قتل رسوولی وو او اوس عدالت پلي شو.

راپورونه وايي، چې اظهر د هند له لوري پر پاکستان د سندور عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.

د هند لومړي وزیر؛د اضطراري حالت لپاره د بشپړ چمتووالي امر کړی

د هند لومړي وزير نریندرا مودي له لوړپوړو چارواکو سره په يوه ځانګړې غونډه کې د بيړني حالت د احتمالي پېښو په وړاندې د بشپړې تيارۍ امر کړی دی.

په دې غونډه کې د ملکي دفاع پر پياوړتيا، د جعلي معلوماتو پر وړاندې مبارزه او د مهمو زېربناوو خونديتوب باندې بحث شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو څو ورځو راهیسې هند او پاکستان پر یو بل بریدونه کوي او ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې.

جي‌ډي ونس:د هند او پاکستان جکړه مونږ پورې هیڅ اړه نه لري

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس له هند او پاکستان څخه غوښتي چې خپل کړکېچ کم کړي.

نوموړي ویلي، که څه هم واشنګتن د تاوتریخوالي کمولو هیله لري؛ خو نه شي کولای دا دوه اتومي هېوادونه کنټرول کړي.

ونس زیاته کړې، چې د اسلام اباد او نوي ډهلي جګړه دوی پورې اړه نه لري.

کاردینال رابرت پرووست؛د لومړني امریکایي په توګه د کاتولیک مذهب مشر وټاکل شو

د کاتولیک کلیسا په دوه زره کلن تاریخ کې لومړی امریکایي پاپ، کاردینال رابرت پرووست، د څوارلسم لئوی» په نوم وټاکل شو.

نوموړی چې د مذهبي خدمت ډېره برخه یې په پېرو کې تېره کړې، د نن ماښام د سیسټین کلیسا له دودکشه د سپین دود له راپورته کېدو سره، د نړۍ د کاتولیکانو د رهبر په توګه اعلان شو.

پِرووست چې پاپ فرانسس په ۲۰۲۳ کال کې د اسقفانو د ځواکمن دفتر مشر ټاکلی و، د کلیسا د مشرتابه لپاره یوه مهمه څېره ګڼل کېده.

دا دفتر د نړیوالو اسقفي نوماندانو د معرفي کولو مسؤلیت لري.

محمد اشرف غني:جمهوریت کې د تخریبي معلوماتو یوه پراخه شبکه فعاله وه، چې د ملي ځواکونو پر ضد لګیا وه

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د افغانستان اسلامي جمهوري نظام د سقوط ترمخه د پرلپسې معلوماتي بریدونو لاندې و، چې ځینو رسنیو او شبکو په لوی لاس د نظام د بدنامۍ لپاره ناسم او تحریف شوي معلومات خپرول.

نوموړي دا څرګندونې په خپل تازه پودکاست کې کړې، چې مخابراتي موضوعاتو ته ځانګړی شوی.

هغه ویلي، دغو شبکو هڅه کوله د ملي ځواکونو روحیه زیانمنه کړي، خلک د نظام پر ضد راوپاروي او ولسي ذهنیت بدل کړي.

ښاغلي غني زیاته کړې د ناسم، فاسد او تخریبي معلوماتو یوه پراخه شبکه فعاله وه، چې په زرګونو پیغامونه یې د ملي ځواکونو پر ضد خپرول.

نوموړي همداراز ویلي، که څه هم په هېواد کې د بیان ازادي موجوده وه؛ خو ډېری رسنیو له مثبتې ازادۍ ناوړه استفاده کوله، د ملي یووالي پر ضد یې فعالیت کاوه، او د ولس او حکومت ترمنځ یې بې‌باوري زیاتوله.

کینیا؛د ظاهر قدیر محاکمه بلې اوونۍ ته ځنډېدلې

یو شمېر راپورونه وایي، چې په کینیا کې د ولسي جرګې د پخواني مرستیال ظاهر قدیر محاکمه بلې اوونۍ ته ځنډېدلې ده.

قاضیانو ویلي، چې د هغه قضیه لا هم چمتو نه ده.

ظاهر قدیر د محاکمې بهیر ته نن حاضر شوی و او وکیل یې وايي، پرې لګیدلي تورونه سیاسي اړخ لري او په وینا یې تر هغه یې امریکا ته نه سپاري تر څو چې لګېدلي تورونه پرې ثابت شوي نه وي.

دی د اپرېل پر ۱۴مه نایروبي کې نیول شوی و.

پر نوموړي تور دی چې د نشه‌یي توکو او وسلو په قاچاق کې لاس لري.

د امنیتي اندېښنو له کبله؛د هند آی‌پي‌ایل نننۍ سیالي ځنډېدلې

د هند درمشاله لوبغالي کې د پنجاب او ډیلي ترمنځ لوبه د امنیتي اندېښنو له کبله وځنډول شوه.

هلته پر نږدې سیمو د پاکستان د برید خبرداری ورکړل شوی دی.

د هند او پاکستان کړکېچ؛پنجاب کې ټولې تعلیمي ادارې د دوه ورځو لپاره بندې شوي

پاکستان کې د خراب امنیتي وضعیت له امله د پنجاب حکومت اعلان کړی چې ټولې تعلیمي ادارې به د جمعې او شنبې ورځې لپاره بندې وي.

حکومتي مسولینو ویلي، چې دا پرېکړه د زده‌کوونکو او ښوونکو د امنیت لپاره شوې ده.

دوی زیاته کړې، چې دا بندیز موقتي دی او تدریسي فعالیتونه به د دوشنبې په ورځ بېرته پیل شي.

پاکستان حکومت اعلان کړی، چې د هند بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر:له پاکستان سره د جګړې نیت نه‌لرو؛ خو هر ډول برید ته به قاطع ځواب ورکړو

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرمنیم جې شنکر وايي، هېواد یې له پاکستان سره د تاوتریخوالي د زیاتېدو لېوالتیا نه لري؛ خو که هر ډول برید وشي، قاطع ځواب به ورکړل شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن په نوي ډهلي کې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره د لیدنې پر مهال وکړې.

په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سلاکار د کړکېچ د کمولو لپاره هند ته تللي دي.

مارکو روبیو:د حماس ملاتړو ته نور په امریکا کې ځای نشته

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې حکومت د هغو کسانو د ویزو وضعیت څېړي چې د کولمبیا پوهنتون کتابتون ته ناقانونه ننوتي او تاوان یې ورته اړولی دی.

هغه زیاته کړې، چې د حماس پلوي نور زموږ په هېواد کې ځای نه لري.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د نیویارک پولیسو لسګونه هغه محصلین ونیول، چې د پوهنتون د کتابتون یوه برخه نیولې وه، طبلونه یې وهل او د فلسطین په ملاتړ شعارونه یې ورکول.

پولیسو ویلي، لږ تر لږه ۴۰ څخه تر ۵۰ محصلین یې له کتابتونه اېستلي دي.