شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 521

خواجه اصف:د شهباز شریف په مشرۍ د ملي قومندې ادارې غونډې رابلل حقیقت نه لري

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د ملي قومندې ادارې غونډې رابلل رد کړي دي.

تر دې وړاندې، د رویټرز خبري آژانس د پاکستان د پوځ له قوله راپور ورکړی و چې شهباز شریف غواړي د ملي قومندې ادارې غونډه راوبلي، څو پکې د ځمکنیو، هوایي او سمندري عملیاتو پلانونه او د اټومي وسلو د کارولو یا نه کارولو په اړه پرېکړې وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې هند د پاکستان یو اټومي مرکز هم په نښه کړی وو.

د طالبانو د دفاع وزارت:د پاکستان دا ادعا بې بنسټه ده چې ګواکې هند د افغانستان خاوره په نښه کړې

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د پاکستان هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې هند د افغانستان خاوره هم په نښه کړې.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، چې په دې اړه د پاکستاني چارواکو ادعا له حقیقت لرې ده.

تر دې وړاندې بیا هند هم دا ادعا بې اساسه او خندونکې بللې وه.

پاکستان ویلي وو، چې هند د افغانستان یو شمېر سیمې هم په نښه کړې دي.

هند:د پاکستان دا ادعا بې اساسه او خندونکې ده، چې ګواکې مونږ د افغانستان پر خاوره هم برید کړی

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرم مسري د پاکستان د پوځ هغه ادعا خندونکې بللې چې ګواکې د هند ځینې توغندي د افغانستان پر خاوره لګېدلي دي.

نوموړي د یوې خبري ناستې پر مهال خبریالانو ته ویلي:«د افغانستان خلکو ته مه ور یادوئ، چې په تېر یو نیم کال کې د افغانستان بنسټونه او بې‌ګناه افغانان چا په نښه کړي دي.»

دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان پوځ نن سهار ادعا وکړه، چې د هند د توغندیزو بریدونو د افغانستان خاوره هم هدف ګرځولې ده.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

مارکو روبیو؛له هند او پاکستان د کړکېچ د کمولو غوښتنه کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له خپلو هندي او پاکستاني سیالانو، محمد اسحاق ډار او جې شنکر سره په جلا جلا ټیلیفوني اړیکو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان کړکېچ په اړه خبرې کړې دي.

روبیو له نوې ډیلي او اسلام‌اباد غوښتي چې د ترینګلتیا د کمولو لپاره جدي هڅې وکړي او د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو مخه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز د جګړې د مخنیوي او د وضعیت د ارامولو په موخه د هند او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو لپاره د واشنګټن د همکارۍ وړاندیز هم کړی دی.

زلمی خلیلزاد:د هند او پاکستان جګړه خطرناک پړاو ته داخله شوې

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي، چې د هند او پاکستان ترمنځ روانه شخړه د اندېښنې وړ ده.

نوموړي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا جګړه اوس خطرناک پړاو ته رسېدلې ده.

هغه ویلي: «دواړه هېوادونه اوس خپل حیاتي نظامي تاسیسات د برید د هدفونو په لیست کې شاملوي. دا وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی.»

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې اوس مهال هند او پاکستان په یو بل بریدونو ته زور ورکړی.

پاکستان:د هند درې مهم مرکزونه مو په نښه کړي

پاکستاني حکومت ویلي، چې د هند پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي او د دې هېواد درې مهمې هوايي اډې، یو د توغندیو ډېپواو نور اهداف یې په نښه کړي دي.

دوی ویلي، پنجاب کې پاتنکوټ مرکز، هندي کشمیر کې یې اودهامپور اډه او بیس سیمه کې یې برهموس ډېپو ویشتلې.

دا برید د هند له خوا د راکټي بریدونو په غبرګون کې شوی، چې پاکستان وایي اکثره یې شنډ کړي.

دواړه هېوادونه له تېرې چهارشنبې راهیسې د کشمیر د شخړې له امله په ورځنیو نښتو اخته دي.

شهباز شریف؛د ملي قوماندې ادارې بېړنۍ ناسته رابللې

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملي قوماندې ادارې بېړنۍ ناسته رابللې ده.

دا ناسته د پاکستان پر مهمو ځایونو او یو اټومي مرکز تر برید وروسته رابلل کېږي.

ملي قوماندې اداره په پاکستان کې د اټومي وسلو واک له ځان سره لري.

عمر عبدالله:د پیسو نړیوال صندوق باید پاکستان ته پور نه وی ورکړی؛ دوی یې په تاوتریخوالي لګوي

د جمو او کشمیر اعلی وزیر عمر عبدالله د پیسو نړیوال صندوق (IMF) له لوري پاکستان ته د ورکړل شويو پورونو په اړه سختې نیوکې کړي دي.

نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دا مالي مرستې د اقتصادي پرمختګ پر ځای، د هند پر ضد د اقداماتو لپاره کارول شوې دي.

عمر عبدالله ویلي، پاکستان له IMF څخه ترلاسه شوې پیسې د وسلو په اخیستو لګولي، چې هدف یې د هند ثبات له منځه وړل او تاوتریخوالی زیاتول دي.

هغه دا هم ویلي چې نړیوال مالي بنسټونه باید د پورونو د ورکړې پر مهال د استفادې څرنګوالی په دقیقه توګه وڅاري.

جي۷ هېوادونه:هند او پاکستان باید له زیات زغم څخه کار واخلي

د جي ۷ هېوادونو له هند او پاکستان غوښتنه کړې چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي او د مستقیمو خبرو له لارې یو سوله‌ییز حل ته ورسېږي.

دوی دواړه هېوادونه هڅولي چې تر ټولو زیات زغم وښيي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال دواړه هېوادونه یوې نسبتا سختې جګړې ته دننه شوي.

هندۍ ورځپاڼه:هند ۳۲ هوايي ډګرونه په لنډمهالي ډول تړلي دي

د «ده هندو» ورځپانې د راپور له مخې، د هند د هوایي ډګرونو ادارې د دې هېواد په ۳۲ هوايي ډګرونو کې د موقتي تړل کیدو امر کړی دی.

دغه اقدامات په شمالي او لوېدیځ هند کې د هوايي خوندیتوب لپاره ترسره شوي دي.

د راپور له مخې، د تړل شویو ډګرونو د فعالیت بیا پیلولو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا ډګرونه داسې مهال تړل کېږي، چې پاکستان او هند پر یو بل بریدونو ته زور ورکړی.

پاکستان هم تر غرمې پورې د خپل هېواد هوايي حریم د هر ډول الوتنو پرمخ تړلی دی.