چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Home Blog Page 519

ډونالډ ټرمپ؛د اسراییلو له خوا پر ایران د برید مخالفت کړی

0

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د اسراییلو له خوا پر ایران د هستوي تأسیساتو د پلان شوې حملې مخالفت کړی دی.

سرچینې وايي، اسراییلو غوښتل د مې میاشتې په جریان کې پر ایران برید ترسره کړي، څو د دغه هېواد د اتومي وسلو د تولید وړتیا لږ تر لږه یو کال ورو کړي؛ خو ټرمپ ویلي دا اقدام به د ایران سره د مذاکراتو بهیر ته زیان ورسوي.

د راپور له مخې، ټرمپ له اوږدو داخلي بحثونو وروسته پریکړه وکړه چې د نظامي برید پر ځای باید د ایران سره د خبرو له لارې ستونزې حل شي.

یاده دې وي، چې امریکا او ایران تیره اونۍ په عمان کې خبرې وکړې چې دواړو لوریو دا خبرې مثبتې او رغوونکې بللې دي.

د جی‌سي‌سي کمیټې ناسته؛امیرخان متقي له صادق خان سره په کتنه کې د افغان کډوالو په جبري اخراج اندیښنه ښودلې

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د ګډې کمیټې (JCC) په ناسته کې کتلي.

په دې لیدنه کې امیرخان متقي د روان وضعیت، د دواړو هېوادونو د اړیکو، او په ځانګړي ډول د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

نوموړي ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل او له هغو څرګندونو او کړنو ډډه وشي چې د ولسونو احساسات راپاروي.

په دې ناسته کې د پاکستاني پلاوي مشر محمد صادق ویلي، چې افغانستان او پاکستان ژورې تاریخي او د ګاونډيتوب اړیکې لري او باید ګډه هڅه وشي چې شته ستونزې په تفاهم سره حل شي.

هغه زیاته کړې چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي او هیله‌یې څرګنده کړه چې دا سفر به د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل شي.

حامد کرزي؛د ناروې له سفیر غوښتي، چې له افغانستان سره اړیکې پیاوړې کړئ

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ناروې له سفیر پیر آلبرت الساس سره لیدلي.

په دې لیدنه کې حامد کرزي د افغانستان له خلکو سره د ناروې له مرستو مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلي کرزي د نجونو تعلیم د هېواد د پرمختګ او ودې لپاره حیاتي وباله او د تلپاتې سولې او ثبات لپاره یې ملي تفاهم اړین بللی.

اسماعیل بقایي:د امریکا له لوري له ایران سره د مذاکراتو د ځای بدلون د بد نیت نښه ده

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي ویلي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو ځای له مسقط څخه روم ته احتمالي بدلون به د “نه‌جدي‌توب او بد نیت” نښه وګڼل شي.

نوموړي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «په فوټبال کې د ګول دروازې بدلول یوه مسلکي تېروتنه ده.او په دیپلوماتیکو خبرو کې ورته بدلونونه چې اکثر د افراطي کړیو تر فشار لاندې کېږي کولای شي چې هر ډول پرمختګ له خنډ سره مخ کړي.»

بقایي ټینګار کړی چې ایران لا هم د مذاکراتو په “ازمایښتي پړاو” کې دی او د دا ډول بدلونونو دوام به د خبرو اترو پایلو ته زیان ورسوي.

مسعود پزشکیان:د ایران داخلي چارې د مذاکراتو له پروسې سره نه دي تړلې

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، د هېواد چارې په عادي ډول پرمخ روانې دي او د امریکا سره د روانو خبرو اترو له امله یې چارې نه دي اغېزمنې شوې.

پزشکیان د ایران د مشر علي خامنه‌اي د وروستیو څرګندونو یادونه وکړه او ویې ویل چې د مذاکراتو بهیر عادي دی او هېواد خپل طبیعي مسیر تعقیبوي.

هغه زیاته کړې، که یو توافق وشي، موږ به یې هرکلی وکړو؛ خو د هېواد د چارو پر روان بهیر اغېزه نه لري.

پزشکیان زیاته کړې، چې د علي خامنه‌اي له خوا ټینګار شوي موارد به جدي وڅېړل شي او د پلي کېدو لپاره به عملي اقدامات وشي.

علي خامنه‌اي د امریکا سره د خبرو د لومړۍ مرحلې په اړه ویلي وو: «نه باید له حده زیاته خوشبینه و اوسو، او نه هم له حده زیاته بدبینه.»

طالبان:یو شمیر کسانو ته به سبا ترینکوټ ښار کې تعزیري سزا ورکول کیږي

د ارزګان د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، یو شمېر کسان چې په بېلابېلو جرمونو کې ښکېل پېژندل شوي، سبا پنجشنبه به د ترینکوټ ښار په ورزشي لوبغالي کې ورته تعزیري سزا ورکول شي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دا ۱۵ کسان د عدلي او قضايي ارګانونو له‌خوا مجرم پېژندل شوي او سزا یې وروستۍ شوې ده.

دغه ریاست له خلکو غوښتنه کړې چې د دغو مراسمو د نندارې لپاره دې ورشي.

عباس عراقچي:د خامنه‌اي ځانګړی پیغام به پوتین ته وسپارم

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د خپل راتلونکي سفر پر مهال به د ایران د مشر، آیت‌الله علي خامنه‌اي ځانګړی پیغام د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وسپاري.

نوموړي د دغه پیغام د محتوا په اړه څه نه دي ویلي.

عراقچي ویلي، که له امریکا سره مذاکرات د متقابل درناوي او برابر دریځ پر بنسټ وي؛ نو پرمختګ ممکن دی؛ خو د فشار له لارې به نتیجه ورنه کړي.

هغه همداراز ټینګار کړی چې ایران د یورانیمو د غني‌سازۍ د بندېدو چمتووالی نه لري؛ خو د باور رامنځته کولو لپاره د ځینو اندېښنو رفع کول امکان لري.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو ته تیاری نیول کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوناما ته:پر شرعي احکامو نیوکه کول مو نامسوولانه او د یوناما د ماموریت خلاف عمل دی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) هغې نیوکې ته غبرګون ښودلی چې د قصاص د سزا په اړه یې کړې وه او ویلي وه چې دغه شرعي حکم د ژوند د حق پر ضد عمل دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې پر شرعي احکامو نیوکه کول نامسوولانه، د یوناما د ماموریت خلاف او د زغم وړ نه ده.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د قصاص پریکړه د درېیو محاکمو له هر اړخیزو څېړنو وروسته کیږي او مجرم ته د دفاع حق هم ورکول کېږي.

دغې وزارت یوناما ته سپارښتنه کړې چې باید خپل ماموریت ته ژمن پاتې شي او د افغانستان د ارزښتونو او شرعي قوانینو درناوی وکړي.

د جمعي امنیت تړون سازمان:د افغانستان د روان وضعیت په اړه ژورې اندېښنې لرو

د جمعي امنیت تړون سازمان (CSTO) ویاندې ناتالیا خاریتونوا، ویلي چې د دې سازمان غړي هېوادونه د افغانستان د روان وضعیت او له منځنۍ آسیا سره پر پوله د امنیتي ګواښونو د زیاتوالي په اړه ژورې اندېښنې لري.

نوموړې له روسي ورځپاڼې “ایزوستیا” سره په یوه مرکه کې ویلي چې د افغانستان شمالي ولایتونه چې د منځنۍ آسیا امنیتي کمربند ته نږدې دي، له جدي ګواښونو سره مخ دي.

نوموړې زیاته کړې چې د دې ګواښونو پر وړاندې، د سازمان غړي د سیمه‌ییزې همغږۍ د پراخېدو غوښتونکي دي، څو د ترهګرۍ او مخدره موادو د قاچاق پر وړاندې اغېزناکه مبارزه وشي.

خاریتونوا ویلي، چې له افغانستان سره د تاجکستان د پولو پیاوړتیا، د سیمې د امنیت لپاره یو له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ذبیح الله مجاهد:کابل کې نن د افغانستان او پاکستان د ګډې همغږۍ کمېټې غونډه جوړیږي

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډې همغږۍ کمېټې غونډه نن (چهارشنبه، ۲۷ حمل) په کابل کې جوړیږي.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې په دې ناسته کې به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي شخړو د حل لارې او د دواړو هیوادونو د سرحدي سیمو د اوسېدونکو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه بحث وشي.

د نوموړي په وینا، د پاکستاني پلاوي مشري به د دغه هېواد د افغانستان لپاره ځانګړی استازی، محمد صادق خان، او د افغان پلاوي مشري به د ملي دفاع وزارت مرستیال، عبدالقیوم ذاکر، پر غاړه ولري.