چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Home Blog Page 518

مولانا فضل‌الرحمان:افغان مهاجرین باید په زور ونه‌ ایستل شي

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان ویلي، د پاکستان حکومت باید له افغان مهاجرینو سره د انتقام په ډول چلند ونه‌کړي او د هغوی ایستل یې احساساتي پرېکړه وبلله.

هغه په یوه خبري ناسته کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان کډوالو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې باید له افغان متخصصینو، سوداګرو او زده‌کوونکو سره ځانګړی چلند وشي او دوی باید له هېواده په زور ونه‌ویستل شي.

هغه خبرداری ورکړ چې د مهاجرینو ایستل به پاکستان ته اقتصادي او بشري تاوانونه ولري او دواړه هېوادونه باید د هغوی د بېرته ستنېدو لپاره ګډ حل ولټوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر؛عباس عراقچي مسکو ته سفر کړی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پنجشنبې په ورځ مسکو ته سفر کړی او ټاکل شوې چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، عراقچي به په دې سفر کې له روسي چارواکو سره د دوه‌اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو، او همداراز د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو غیرمستقیمو مذاکراتو په اړه خبرې اترې وکړي.

کارپوهان وايي، دا سفر د ایران او روسیې ترمنځ د اړیکو د پراخېدو او د نړیوالو مسایلو په اړه د هماهنګۍ مهم فرصت ګڼل کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ؛د افغان کډوالو د جبري اېستلو غبرګون کې د لاریونونو مهالوېش اعلان کړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ د افغان کډوالو د جبري اېستلو غبرګون کې د لاریونونو مهال وېش اعلان کړ.

د دغه مهالوېش پر اساس به د روانې میاشتې په اتلسمه لورلایي، ۱۹مه فنلنډ هیلسنګي، ۲۰مه
د کاناډا تورنټو، ډنمارک، بلجیم، ۲۱مه جنوبي پښتونحوا ژوب،۲۳ لندن، ولسوالۍ،۲۵مه پشتونخوا پېشور ښار، ۲۷و قلعه سیف الله، ۳۰مه، پښۍ ولسوالۍؤ مۍ دویمه، پشتونخوا دکۍ ولسوالۍ او ۶مه کوېته کې لاریونونه ترسره کېږي.

د یاد غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، چې د کډوالو د اېستلو بهیر د ټولو انساني اصولو خلاف دی.

رویټرز:د ټرمپ له‌خوا د زرګونه بهرنیو محصلینو د ویزو لغوه کېدو لړۍ پیل شوې

0

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت له‌خوا د زرګونو بهرنیو محصلینو د ویزو لغوه کولو بهیر پیل شوی دی.

د راپور له مخې، ګڼ شمېر بهرني محصلین د نیول کېدو او له هېواده ایستل کېدو د مخنیوي لپاره محاکمو ته مراجعه کوي.

د امریکا د مهاجرت وکیلانو اتحادیه وایي، له هغه وخت راهیسې چې ټرمپ د جنورۍ په ۲۰مه بیا واک ته رسېدلی، تر اوسه له ۴۷۰۰ زیات بهرني محصلین د ګمرک او مهاجرت ادارې له ثبت څخه ایستل شوي دي.

د یادونې ده چې د ټرمپ د حکومت دغه پرېکړه د بشر حقونو فعالانو او قانوني بنسټونو له‌خوا له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.

د اختلافونو اوج؛د سراج الدین حقاني مرستیال ملا شیرین ته خپل راپور وړاندې کړی

د طالبانو د حکومت ترمنځ د اختلافونو پر دوام؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال رحمت الله نجیب کندهار ته د سفر پر مهال خپل راپور ملا شیرین ته وړاندې کړی.

د کندهار ولایت مقام ویلي، چې په دغه راپور کې مهم موضوعات وړاندې شوي دي.

په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال د هبت‌الله او سراج الدین حقاني ترمنځ جنجال اوج ته په رسېدو دی.

نورالدین عزیزي:د افغان مهاجرو بېرته ستنولو ته ژمن یوو

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزی د پاکستان له یو شمېر افغان سوداګرو او مهاجرو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت د افغان مهاجرو د بېرته ستنولو بهیر ته جدي پاملرنه لري او له هغوی هر اړخیز ملاتړ کوي.

نوموړي څرګنده کړه چې د دوی حکومت د افغانستان دننه د مهاجرو د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره پراخ اقدامات پیل کړي دي.

د دغه وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وایي، ښاغلي عزیزي د افغان مهاجرو له پاکستان څخه داوطلبانه او د درناوي ډک بېرته ستنیدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې دا به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د نړیوالو معیارونو مطابق ترسره شي.

اسراییل:د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به هم د غزې په نیول شویو سیمو کې پوځ پاتې شي

0

د اسراییلو د دفاع وزیر، اسراییل کاتز وایي، چې د دغه هېواد پوځ به د غزې په هغو سیمو کې چې پاکې او نیول شوې دي، پاتې شي، حتی که جګړه هم پای ته ورسېږي.

کاتز ویلي، د اوربند د موافقې د بیا فعالولو هڅې ناکامې شوي او اوس اسراییلي پوځ د غزې دننه پراخه امنیتي سیمې رامنځته کړې دي، چې د فلسطینیانو پر ژوند یې جدي اغېز کړی.

اسراییلي پوځ وایي، دوی دا مهال د غزې ۳۰ سلنه برخه تر خپل کنټرول لاندې راوستې او د رفح ښار نیولو وروسته، د مورګ دهلېز پر لور پرمختګ کوي.

دغه دهلېز د غزې له ختیځ څخه تر مدیترانې سمندر پورې غځېدلی دی.

د اسراییلو په وینا، له ۱۸ مارچ راهیسې یې سلګونه حماس جنګیالي وژلي، چې پکې د دې ډلې لوړ پوړي مشران هم شامل دي؛ خو دغه عملیاتو ملګري ملتونه او اروپایي هېوادونو اندېښمن کړي دي.

د سعودي د دفاع وزیر تاریخي سفر تهران ته؛د سیمه‌ییزو اړیکو د تودېدو نوی فصل بلل شوی

0

د سعودي عربستان دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان ټاکل شوې ده چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ تهران ته سفر وکړي.

دا تر اوو کلونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو لوړپوړی رسمي سفر ګڼل کېږي.

ایراني رسنۍ وایي، چې نوموړی به د ایران له لوړپوړو سیاسي او نظامي چارواکو، په ځانګړي ډول د وسله‌والو ځواکونو له لوی درستیز محمد باقري سره وویني.

راپورونه زیاتوي، چې په دې لیدنو کې به د غزې جګړې، د منځني ختیځ د هېوادونو وضعیت او د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي مذاکراتو په اړه بحث وشي.

دا سفر د سیمه‌ییزو اړیکو د تودېدو مهم ګام بلل شوی.

ډونالډ ټرمپ؛د اسراییلو له خوا پر ایران د برید مخالفت کړی

0

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د اسراییلو له خوا پر ایران د هستوي تأسیساتو د پلان شوې حملې مخالفت کړی دی.

سرچینې وايي، اسراییلو غوښتل د مې میاشتې په جریان کې پر ایران برید ترسره کړي، څو د دغه هېواد د اتومي وسلو د تولید وړتیا لږ تر لږه یو کال ورو کړي؛ خو ټرمپ ویلي دا اقدام به د ایران سره د مذاکراتو بهیر ته زیان ورسوي.

د راپور له مخې، ټرمپ له اوږدو داخلي بحثونو وروسته پریکړه وکړه چې د نظامي برید پر ځای باید د ایران سره د خبرو له لارې ستونزې حل شي.

یاده دې وي، چې امریکا او ایران تیره اونۍ په عمان کې خبرې وکړې چې دواړو لوریو دا خبرې مثبتې او رغوونکې بللې دي.

د جی‌سي‌سي کمیټې ناسته؛امیرخان متقي له صادق خان سره په کتنه کې د افغان کډوالو په جبري اخراج اندیښنه ښودلې

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د ګډې کمیټې (JCC) په ناسته کې کتلي.

په دې لیدنه کې امیرخان متقي د روان وضعیت، د دواړو هېوادونو د اړیکو، او په ځانګړي ډول د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

نوموړي ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل او له هغو څرګندونو او کړنو ډډه وشي چې د ولسونو احساسات راپاروي.

په دې ناسته کې د پاکستاني پلاوي مشر محمد صادق ویلي، چې افغانستان او پاکستان ژورې تاریخي او د ګاونډيتوب اړیکې لري او باید ګډه هڅه وشي چې شته ستونزې په تفاهم سره حل شي.

هغه زیاته کړې چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي او هیله‌یې څرګنده کړه چې دا سفر به د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل شي.