چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Home Blog Page 511

نویده خوشبو:طالبان د ماشومانو لپاره د فولکوریکو ترانو د چاپ اجازه نه راکوي

افغانې خبریالې نویده خوشبو د کتاب د ورځې په مناسبت ویلي، چې طالبانو د نوموړې کتاب «سیاسي جاج» د ملي ګټو خلاف بللی او بندیز یې پرې لګولی.

آغلې خوشبو پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې طالبانو د فولکوریکو ترانو د بل کتاب د چاپ اجازه نه ده ورکړې.

نوموړې لیکلي:«د سیاسي جاج په نوم کتاب مې طالبانو د ملي ګټو خلاف بللی؛ او د ماشومانو د فولکوریکو ترانو بل کتاب چې کابو اته کاله زیار مې پرې ویستی د کابل په یوې مطبعې کې بند پاتې او د چاپ اجازه نه لري.»

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو د ګڼو افغان لیکوالو او سیاسي شخصیتونو په کتابونو او یادښتونو په دې موخه بندیز لګولی چې ګوندې د ملي ګټو خلاف دي.

مارکو روبیو:د اوکراین او روسیې په اړه د لندن د سولې خبرو کې ګډون نه‌ کوم

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به په لندن کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره جوړېدونکو خبرو کې ګډون ونه‌کړي.

تر دې وړاندې راپورونو ویل چې ښاغلی روبیو به لندن ته سفر وکړي؛ خو هغه ویلي چې دا سفر به راتلونکو میاشتو ته وځنډوي.

روبیو په خپل ایکس کې لیکلي:«زه د روانو خبرو وروسته د بحثونو د تعقیب په تمه یم او خپل سفر به بیا تنظیم کړم.»

ټاکل شوې چې د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی کیت کلوګ به د روسیې او اوکراین د مسایلو په تړاو په دې خبرو کې ګډون وکړي.

عباس عراقچي؛د چین د لومړي وزیر مرستیال سره لیدلي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن د چین د لومړي وزیر له مرستیال دینګ شوئه شیانګ سره لیدلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د ایران او چین پر اړیکو او همکاریو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې ایراني لوري غزې کې پر روانې نسل وژنې، پر یمن د امریکا بریدونو او په منځني ختیځ کې د اسرائیل په جګړې نیوکه کړې ده.

ورته مهال بیا چینایي لوري د تهران او واشنګټن ترمنځ غیر مستقیمې خبرې ستایلي او زیاته کړې یې ده چې ایران ترخې تجربې لیدلي او تمه لري چې دا خبرې ښې مخ ته ولاړې شي.

اکسیوس:امریکا د سولې د یوې نوې طرحې په جوړولو سره د اوکراین ځواب ته منتظره ده

0

اکسیوس ویب‌پاڼې راپور ورکوي چې امریکا تمه لري د چهارشنبې په ورځ د اوکراین ځواب د سولې د یو نوي چوکاټي وړاندیز په اړه ترلاسه کړي.

دغه طرحه، چې تېره اونۍ وړاندې شوې، په غیر رسمي ډول د روسیې کنټرول پر هغو سیمو تاییدوي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې یې اشغال کړي دي.

د راپور له مخې، په دې وړاندیز کې راغلي چې امریکا به له ۲۰۱۴ راهیسې پر روسیې لګول شوي بندیزونه لېرې کړي او د خارکیف ولایت یوه کوچنۍ برخه به بېرته اوکراین ته ورکړل شي.

اکسیوس ویلي، چې همداراز د زاپوریژیا اټومي بټۍ به د اوکراین برخه وبلل شي؛ خو اداره به یې د امریکا تر مدیریت لاندې وي، او برېښنا به یې دواړو خواوو ته ورکول کېږي.

هند؛پهالګام کې وسله‌والو په یو برید کې ۲۴ تنه سېلانیان وژلي

0

په هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسله‌والو پر سېلانیانو ډزې کړې چې له امله یې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي دي.

برید په پهالګام سیمه کې شوی چې د سرینګر ښار څخه ۹۰ کیلومتره لرې ده.

دا خونړی برید د تېر یو کال تر ټولو وژونکی پېښه بلل شوې.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دا برید غندلی او ژمنه یې کړې چې بریدګر به عدالت ته سپاري.

یوې وسله‌والې ډلې چې ځان “د کشمیر مقاومت” بولي، د برید مسؤلیت منلی او د بهرنیو د مېشتېدو پر ضد یې ناخوښي ښودلې.

چارواکي وايي، په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ۸۴ زرو نا سیمه‌ییزو ته د اوسېدو اجازه ورکړل شوې ده.

د ټاس مقاله؛مسکو چمتو دی، چې په رسمي ډول د افغانستان اقتصادي پروژو کې برخه واخلي

د روسیې د ټاس خبري آژانس یوه مقاله کې ویلي، چې د دې هېواد سترې محکمې له لوري له تور نوملړ څخه د طالبانو تر وتلو وروسته، اوس مسکو چمتو دی چې په رسمي ډول د افغانستان په اقتصادي پروژو کې برخه واخلي.

مقاله کې دا پرېکړه یو مهم تحول بلل شوی او دا د منځنۍ آسیا په سیمه کې د روسیې د فعال نقش د بېرته راګرځېدو لپاره یوه زمینه برابروونکی ګام یاد شوی دی.

مقاله کې راغلي، د طالبانو پر فعالیت د بندیز تعلیق کولی شي روسیې ته دا فرصت ورکړي چې په لويو اقتصادي پروژو کې ګډون وکړي.

یاده مقاله کې د نړیوالو مطالعاتو د مشر الکسي کوپریانوف، له قوله ویل شوي چې له طالبانو سره تعامل اوس یوه ستراتیژیکه اړتیا ده، ځکه روسیه هڅه کوي چې خپل اقتصادي موقعیت وساتي او د سختدریځو ډلو د نفوذ له پراخېدو مخنیوی وکړي.

ولفګنګ پیتریش:نړیواله ټولنه باید طالبان مجبور کړي چې له خپلو مخالفو لوریو سره خبرو ته کیني

د اتریش د نړیوالو چارو د انسټیټیوټ مشر ولفګنګ پیټریش ویلي چې نړیواله ټولنه باید طالبان دې ته مجبوره کړي چې له خپلو مخالفینو سره خبرې پیل او سیاسي حل لارې ومني.

پیتریش همداراز له طالبانو سره د مخالفت کوونکو ډلو غوښتنه کړې چې د ویانا په ناسته کې ګډون وکړي او د افغانستان د سیاسي راتلونکې په اړه د پرېکړو په کولو کې فعاله ونډه واخلي.

د اتریش د نړیوالو چارو د انسټیټیوټ مشر او د ویانا د ناستې کوربه، د طالبانو د مخالفو ګوندونو او سیاسي څېرو پر ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانان باید د افغانستان په اړه د پرېکړو په کولو کې دخیل وي.

رسول سنایي:سپاه پاسداران جګړې ته ګوته په ماشه دي؛ خو د حکومت له پرېکړو ملاتړ کوو

0

د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌يي د سیاسي او عقیدتي دفتر مرستیال رسول سنايي راد ویلي، چې سپاه پاسداران ډله د ایران د مذاکراتو له ډلې ملاتړ کوي.

نوموړي ویلي، سپاه پاسداران تل ګوته په ماشه دي؛ خو دا چې خبرې د حکومت پالیسي ده؛ نو دوی هم له همدې ملاتړ کوي.

د هغه په خبره، نظامي ځواکونه د دیپلوماسۍ ملاتړ کوي، ترڅو وکړای شي، د ایران اهداف تر لاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا سره د خبرو دوه پړاوه پای ته رسېدلي او ټاکل شوې، چې درېیم پړاو مذاکرات د راتلونکې شنبې په ورځ پیل شي.

شیخ هبت‌الله:د شرعي نظام لپاره باید په سل کاله قربانۍ هم ستړي نه شو

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده ویلي، چې کافرانو په فزیکي جګړې کې ماتې وخوړه او اوس د دوی پر وړاندې یې رواني جګړه پیل کړې.

هغه کندهار کې د پوهنتونونو له استادانو سره جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې افغانانو د اوسني نظام لپاره شل کاله قرباني ورکړه.

نوموړي ویلي، چې د شرعي نظام لپآره باید په سل کاله قربانۍ هم ستړي نه شو.

هبت الله اخندزاده دغه راز د علم او پوهې پر ارزښت هم ټینګار کړی.

ډونالډ ټرمپ:له ملانیا ټرمپ سره د پاپ فرانسس په جنازه کې ګډون کوم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې له خپلې مېرمنې سره به یو ځای د پاپ فرانسس په جنازه کې ګډون وکړي.

هغه ویلي، چې په دې اړه بې صبرانه منتظر دی، چې واتیکان ته ولاړ شي.

نوموړي دغه راز یو فرمان ورکړی، چې د امرکیا ټولو ایالتو کې باید د فرانسس د مړه کېدو لپاره بیرغونه نیمه ځوړند وي.