چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Home Blog Page 510

حامد کرزی:د هند تر کنټرول لاندې کشمېر کې شوې پېښه غندم

پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې شوې پېښه غندلې.

هغه د هند خلکو، حکومت او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي شریکه کړې.

بل لورته بیا د هند حکومت په دې اړه امنیتي غونډه پیل کړې ده.

د هند حکومت وایي، پر درې پاکستاني پوځیانو یې شک دی او هیڅ وخت به دا پېښه له غچ اخیستلو پرته پرېنږدي.

د یادونې ده چې د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې تېره ورځ وسله‌والو پر سېلانیانو ډزې کړې چې له امله یې لږ تر لږه ۲۶ تنه وژل شوي دي.

ډونالډ ټرمپ:د مهاجرو د پاتې کېدو برخه کې د محکمې پرېکړې کولی شي امریکا یو خطرناک هېواد کړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که محکمې د هغه د ادارې د مهاجرتي تګلارو، په ځانګړې توګه د ناقانونه مهاجرو د شړلو مخه ونیسي؛ نو دا کار به امریکا یو ډېر خطرناک هېواد کړي.

نوموړي د سپینې ماڼۍ په غونډه کې ویلي، ادارې یې هڅه کوله چې ډېر خراب خلک له هېواده وباسي؛ خو ځینې محکمې د دې مخه نیسي، چې د هغه په وینا، د هېواد امنیت ته جدي خطر پېښوي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی چې چین باید له امریکا سره یو اقتصادي تړون لاسلیک کړي.

ټرمپ زیاته کړې چې په یو شمېر هېوادونو د تعرفو د لوړولو له امله د امریکا اقتصاد لا پیاوړی شوی دی.

سراج الدین حقاني:د مسکو له لوري زمونږ سفیر منل د افغانستان د واقیعتونو د منلو په اړه مهم ګام دی

‏د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست، خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف او په کابل کې د دغه هېواد له سفیر، دیمېتري ژېرنوف سره کتلي.

د دغه وزارت ویاند، عبدالمتین قانع پر اېکس لیکلي، چې په دغه کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د ګڼو نورو مسایلو ترڅنګ سفارتي کچې ته د ډيپلوماټيکو اړیکو د رسولو په اړه هم خبرې وشوې.

قانع زیاته کړې چې په دغه کتنه کې سراج الدین حقاني د افغانستان په تړاو د مسکو وروستي اقدامات د افغانستان د سیاسي واقعیتونو د منلو لور ته مهم ګام وباله.

د متقي او کابلوف لیدنه؛کابل له مسکو مننه کړې، چې د سفیر په کچه د دوی دیپلومات مني

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزير امیرخان متقي کابل کې د روسيې ځانګړي استازي ضمیر ګابلوف سره په لیدنه کې له مسکو مننه کړې ده چې خپل هېواد کې د افغانستان لخوا ليږل کېدونکی د سفیر په کچه ډيپلومات مني.

امیرخان متقي دغه ګام د دواړو اړيکو د لا پراختيا لپاره مهم بللی دی‌.

د یاد وزارت ویاند ویلي چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د کچې پر پیاوړتیا خبرې کړې.

په دې لیدنه کې ضمیر کابلوف ویلي، راتلونکې مۍ میاشت کې به د کازان فورم په څنډه کې د روسیې او افغانستان د دوه اړخیز دایمي کمیسیون د کار د پیل لپاره ځانګړې غونډه هم ترسره شي.

د طالبانو له لورې په کتابونو د بندیز دوام؛حلیم فدایي وایي فکري جګړه دومره زوروره ده چې د ښځینه لېکوالې نه هم وېره لري

د کتاب نړۍ والې ورځې په مناسبت د افغانې خبریالې نویده خوشبو د کتاب په چاپ بندیز او د هغې له غبرګون وروسته حلیم فدایي لومړنی افغان سیاستوال دی چې د کتابونو د بندیزونو په اړه یې د طالبانو په سیاست نیوکه وکړه.

ښاغلي فدایي، په خپلې ایکس پاڼې په تونده لهجه طالبان مخاطب کړي او لیکلي، هغوې چې د استدلال او منطق زور نه لري په کتابونو بندیز لګوي.

حلیم فدایي لیکلي:« فکري جګړه دومره زوروره ده چې د ښځینه لېکوالې نه هم وېره لري.»

په کتابونو د طالبانو بندیز ګڼ غبرګونونه راپارولي.

ذبیح الله مجاهد:د حکومتي جوړښت په تشکیلاتو کې مو په لویه کچه کموالی راوړی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تائید کړې چې دوی په ملکي او نظامي برخو کې تشکیلات کم کړي دي.

نوموړي ویلي، دا ګام یې د کارونو د ښه والي او بیروکراسي د مخنیوي لپاره کړی دی.

نوموړي د تنقیض د اراقامو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

هغه ویلي، دا چاره د خلکو په ګټه او د اندېښنې وړ نه ده.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله په امر په ټولو ملکي او نظامي ادارو کې تنقیض روان دی.

عباس عراقچي:چین زمونږ تر شا د یو دوست هېواد په څېر ولاړ دی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، چین او روسیه د دوی نږدې ملګري او په سختو حالاتو کې د دوی تر شا و.

نوموړي چین ته د سفر پر مهال ویلي چې بیجنګ تر دې وړاندې هم د ایران اټومي پروګرام په اړه مهم نقش لوبولی او دوی اوس هم ورته اړتیا لري.

د هغه په خبره، دوی له چین سره د یو مهم شریک هېواد په توګه په دې برخه کې مشورې کوي.

د یادونې ده چې عراقچي له امریکا سره د اټومي پروګرام په سر تر دوه پړاوه خبرو وروسته چین ته تللی.

مایک والتز:ترهګرې ډلې په امریکا د برید پلان لري

د امریکا د ملي امنیت مشاور وایي، د القاعده، الشباب، داعش او نورې ترهګرې ډلې پر امریکا د برید پلان لري.

مایک والتز ویلي، چې دوی په دې اړه یوه طرحه هم چمتو کړې.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې د ټرمپ حکومت ټوله نړۍ کې د ترهګرو ډلو ۷۴ مشران له منځه وړي.

مایک والتز پر امریکا د برید د طرحې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د هند تر کنترول لاندې کشمېر کې برید؛نریندرا مودي سعودي ته پلان شوی سفر لنډ او بېرته خپل هېواد ته راستون شو

0

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې تر خونړۍ حملې وروسته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سعودي عربستان ته خپل سفر لنډ او بېرته ډهلي ته راستون شو.

هغه دا پېښه غندلې او ټینکار یې کړی، چې عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپاري.

د یادونې ده چې د هند دننه یو شمېر هندیانو له حکومت غوښتي چې د دغې پېښې غچ له پاکستان واخلي.

پاکستان:د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې د شوي برید په اړه اندېښمن یوو

0

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند تر کنترول لاندې کشمېر کې پر سیالانیانو د شوي برید په اړه اندېښنه ښودلې.

په داسې حال کې، چې هند، پاکستان په دغه برید کې پر لاس لرلو تورنوي، پاکستان وایي، د یاد برید په اړه اندېښمن دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي ویلي، چې دوی د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي شریکوي.

د یادونې ده چې دغه برید کې ۲۵ هندیان او یو نیپالی وژل شوی دی.

په ورته مهال بیا د کشمیر مقاومت په نوم یوې ډلې د برید مسؤلیت منلی.