دوشنبه, جون 15, 2026
Home Blog Page 51

ډونالډ ټرمپ:د لبنان لپاره د اوربند پر موافقې سلا شوې ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د لبنان په اړه د اوربند پر یوې موافقې سلا شوې ده.

ټرمپ ویلي چې له اړوندو خواوو سره د خبرو اترو او ډیپلوماتیکو هڅو په پایله کې د جګړې د درولو او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره پر اوربند توافق شوی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې د اوربند موخه د ملکي وګړو خوندیتوب، د سیمې ثبات او د جګړې د پراخېدو مخنیوی دی.

هغه هیله څرګنده کړې چې ټولې ښکېلې خواوې به د موافقې درناوی وکړي او د سولې د ټینګښت لپاره به عملي ګامونه پورته کړي.

محمد صادق؛د اروپایي ټولنې له چارواکو سره د افغانستانو او سیمې پر امنیتي موضوعاتو خبرې کړي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، د اروپایي ټولنې له لوړپوړو چارواکو سره یې د سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو د خدمتونو د اسیا او سوېل ختیځې آسیا سیمې له عمومي مدیر اریک کورزویل او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي ژیل برتران سره یې لیدلي او په یو لړ موضوعاتو یې بحث کړی دی.

د صادق خان په وینا، په دې لیدنه کې د ترهګرۍ او امنیتي ګواښونو په اړه خبرې وشوې، په ځانګړي ډول د پاکستاني طالبانو یا (ټي‌ټي‌پي) او د بلوڅ ازادۍ غوښتونکې ډلې (BLA) فعالیتونه یاد شول چې د پاکستان په ادعا له افغان خاورې فعالیتونه تنظیمړي.

محمد صادق ویلي، دواړو لورو د سیمې د امنیتي ننګونو د حل لپاره د همغږو او ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی او د اړیکو او تعامل د دوام غوښتنه یې کړې ده.

دا لیدنه او څرګندونې داسې مهال کېږي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغانستان له خاورې د وسله‌ والو ډلو د فعالیتونو په اړه خپلې اندېښنې بیا بیا مطرح کړې دي، خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې ردوي.

روسیه:د رومانیا وروستۍ غير دوستانه پرېکړه به بې ځوابه پاتې نه شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د رومانیا د هغې پرېکړې په غبرګون کې چې د روسیې د قونسلګرۍ د فعالیت لپاره یې خپل رضایت بېرته اخیستی، ویلي چې دغه غیر دوستانه اقدام به حتمي ځواب ولري.

زاخارووا ویلي: «د رومانیايي چارواکو غیر دوستانه ګامونه به خامخا له متقابل غبرګون سره مخ شي. د ځواب ځانګړي اقدامات به په مناسب وخت کې اعلان شي.»

د رومانیا حکومت په دې وروستیو کې د روسیې د قونسلګرۍ د فعالیت د اجازې د لغوه کولو پرېکړه کړې، هغه اقدام چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې ډیپلوماتیک کړکېچ لا زیات کړی دی.

تر اوسه روسیې د احتمالي متقابلو اقداماتو جزئیات نه دي خپاره کړي؛ خو مسکو خبرداری ورکړی چې د رومانیا دا پرېکړه به بې ځوابه پاتې نه شي.

دا به داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې یوه روسي بې پيلوټه الوتکه د رومانيا په يوه اپارتمان ولګېده چې مرګ ژوبله یې هم لرله.

اسراییلو؛د بیروت جنوبي سیمو اوسېدونکو ته د بیړني وتلو امر کړی

د اسراییلو پوځ د لبنان پلازمېنې بيروت د جنوبي سیمو (ضاحیه) اوسېدونکو ته د بیړني وتلو امر کړی او ویلي یې دي چې په دغو سیمو کې به د حزب‌الله پر هدفونو بریدونه ترسره کړي.

د دې اعلان وروسته زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو د وتلو په حال کې لیدل شوي دي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې د لبنان په جنوب او د بیروت په جنوبي سیمو کې به عملیات پراخ شي.

اسراییل ادعا کوي چې حزب‌الله د اوربند له شرایطو سرغړونه کړې او پر شمالي اسراییل یې راکټي بریدونه کړي دي.

د لبنان چارواکو او سیمه‌ییزو سرچینو راپور ورکړی چې د ایستلو امر له خپرېدو وروسته په ضاحیه او نورو سیمو کې پراخې کډوالۍ پیل شوې دي.

د لبنان حکومت د اسراییلو دا ګام غندلی او د جګړې د پراخېدو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

یونیسف؛افغانستان کې د ماشومانو د ښې ودې لپاره د والدینو د روزنې پروګرام پراخوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په خپل تازه بیان کې د نړیوال بانک له ډلې (World Bank Group) سره د ګډ پروګرام یادونه کړې او ویلي یې دي چې د ماشومانو د لومړنۍ ودې پروګرام له لارې په افغانستان کې د مور او پلار د مهارتونو د لوړولو هڅې روانې دي.

دغه سازمان وایي، مور او پلار د ماشومانو لومړني ښوونکي دي او دوی هم ملاتړ او روزنې ته اړتیا لري.

د یونیسف په وینا، د مور او پلار د ملاتړ پروګرام له مخې به په شپږو ولایتونو کې شاوخوا ۱۰ زره مور او پلار وروزل شي، څو د ماشومانو د روزنې مهارتونه ترلاسه او پیاوړي کړي او په دې توګه نږدې ۲۰ زره ماشومان تر پوښښ لاندې راځي.

یونیسف ویلي د دې هڅو موخه دا ده چې ماشومانو ته په ژوند کې غوره پیل ورکړل شي او هغوی ته د ودې، زده‌کړې او روغتیا ښه فرصتونه برابر شي.

ایران؛د لبنان پر ضد د اسراییلو د بریدونو له امله له امریکا سره غیرمستقیم تماسونه ودرول

د ایران له سپاه پاسداران سره تړلې خبري اژانس تسنیم راپور ورکړی چې تهران د لبنان پر ضد د اسراییلو د روانو بریدونو له امله له امریکا سره د منځګړو له لارې د پیغامونو تبادله درولې ده.

ایران ویلي چې تر هغه وخته به هېڅ ډول خبرې او ډیپلوماتیک تماسونه ونه شي، څو چې په لبنان او غزه کې د اسراییلو پوځي عملیات ونه درېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعيل بقايي ویلي چې د امریکا متضاد دریځونه او د اسراییلو دوامدار بریدونه د خبرو اترو بهیر ټکنی کړی دی.

هغه ټینګار کړی چې د سیمې د هر ډول احتمالي توافق یوه مهمه برخه باید په لبنان کې د اوربند عملي کېدل وي.

سعودي عربستان؛پر لبنان د اسرائیلو بریدونه وغندل

سعودي عربستان د لبنان پر ضد د اسرائیلو وروستي بریدونه غندلي او د لبنان خاورې ته د اسرائیلي ځواکونو ننوتل یې د دغه هېواد د ملي حاکمیت سرغړونه بللې ده.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې ریاض د لبنان پر وړاندې د اسرائیلو پوځي اقدامات ردوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دې بریدونو د درولو او د لبنان خاورې ته د اسرائیلو د پوځي پراختیا مخه ونیسي.

سعودي عربستان د لبنان د حاکمیت او د لبناني ولس د حقونو پر ساتنې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا چاره باید د نړیوالو اصولو او تړونونو له مخې خوندي شي.

اعلامیه زیاتوي چې د لبنان د سیاسي جوړجاړي د تړون پلي کېدل مهم دي، څو د لبنان دولت وکولای شي پر خپلې ټولې خاورې بشپړ واک ولري.

سعودي چارواکو همداراز د لبنان د حکومت د هغو پرېکړو ملاتړ کړی چې له مخې یې وسلې باید یوازې د دولت او رسمي امنیتي بنسټونو په واک کې وي.

د دوی په وینا، دا کار به په لبنان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره مرسته وکړي.

د کرکټ نړیوالې شورا؛د کاناډا پر کرکټ بورډ بشپړ بندیز ولګاوه

راپورونه ښیي چې د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د کاناډا په کرکټ بورډ بشپړ بندیز ولګاوه او غړیتوب یې هم ترې واخیست.

د معلوماتو له مخې، د کاناډا کرکټ بورډ د آی سي سي اسوسیېټ غړی و خو د پراخ مالي او اداري فساد له امله ترې غړیتوب واخیستل شو.

خو د کاناډا کرکټ ملي لوبډلې وضعیت له بندیز سره نه دی بدل شوی، لا هم د آی سي سي په نړیوالو ټورنمټونو کې د لوبېدو اجازه لري.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې آی سي سي پر یاد کرکټ بورډ د شپږو میاشتو لپاره مالي بندیز هم ولګاوه.

په دې وروستیو کې د کاناډا کرکټ بورډ د اداري او مالي درغلۍ او فساد له تورونو سره مخ دی، په تېر شل اووریز نړیوال جام کې د دغه هېواد د ملي لوبډلې یوه لوبه لا هن د فکسېنګ د شک له امله د آی سي سي د فساد ضد څانګې تر څارنې لاندې ده.

حزب‌الله:د اسراييلو کریات شمونه ښارګوټی مو په توغندیو وویشت

د لبنان حزب‌الله ویلي چې د اسرائیلو په شمال کې یې د کریات شمونه ښارګوټی د توغندیز برید هدف ګرځولی دی.

حزب‌الله په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بریدونه یې د اسرائیلو د پوځي اقداماتو او د اوربند د سرغړونو په غبرګون کې ترسره کړي دي.

د دې ډلې په وینا، پر کریات شمونه څو توغندي توغول شوي، خو د بریدونو د پایلو او احتمالي زیانونو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

تر اوسه اسرائیلي چارواکو د حزب‌الله د دې ادعا په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي؛ خو د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله په سرحدي سیمو کې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی.

امریکا: په کویټ کې مو دوه ایراني بالستیک توغندي شنډ کړي

د امریکا پوځ ویلي، تېره شپه یې دوه بالستیک توغندي شنډ کړي چې د ایران له لوري توغول شوي او په کویټ کې مېشت امریکایي ځواکونه یې هدف ګرځولي وو.

د امریکا د مرکزي پوځي قوماندانۍ یا سېنټکام په وینا، دغه توغندي سمدستي له منځه وړل شوي او په پېښه کې هیچا ته زیان نه دی اوښتی.

سېنټکام ویلي، امریکایي ځواکونه په بشپړې بیدارۍ کې دي او د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د خپلو ځواکونو د دفاع لپاره چمتووالی لري، په داسې حال کې چې د روان اوربند د ټینګښت ملاتړ هم کوي.

تر اوسه د ایران له لوري د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.