پنجشنبه, مې 28, 2026
Home Blog Page 51

اسماعیل بقایي:ایران د امریکا سره د مذاکراتو نوی وړاندیز وړاندې کړ

‏د ایرنا د راپور له مخې، ایران د امریکا سره د مذاکراتو وروستی وړاندیز د پنجشنبې په ماښام د پاکستاني منځګړي له لارې سپارلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه ټلوېزیوني مرکه کې ټینګار کړی چې د جګړې پای او د دوامدارې سولې ترلاسه کول د تهران اساسي لومړیتوب دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تهران د جمعې امام چې د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون غړی دی، مخکې ویلي وو چې د اټومي پروګرام او د هرمز تنګي په اړه خبرې پای ته رسېدلې دي.

الجزیره:د امریکا او اسرائیل لخوا د ایران پر ضد د جګړې لګښت ۵۰ میلیارد ډالرو ته ورسېد

الجزیرې راپور ورکړی چې د امریکا او اسرائیل له لوري د ایران پر ضد د روانې جګړې لګښت شاوخوا ۵۰ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

الجزیرې ویلي چې دا شمېرې د پخوانیو اټکلونو نږدې دوه چنده دي.

په راپور کې ویل شوي چې د لګښتونو د محاسبې بشپړ جزئیات لا له رسمي سرچینو نه دي خپاره شوي.

جګړې تر اوسه پراخ زیانونه اړولي، د زیربناوو ویجاړۍ ترڅنګ زرګونه کسان، چې ځینې یې لوړپوړي ایراني چارواکي هم دي، وژل شوي دي.

په همدې حال کې، د هرمز تنګي کې د تاوتریخوالي زیاتوالي د اقتصادي او امنیتي اندېښنو کچه نوره هم لوړه کړې ده.

بلومبرګ:د ایران جګړه د ټرمپ راتلونکی پوځي چلند تر پوښتنې لاندې راولي

بلومبرګ راپور ورکړی، د ایران جګړه، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري پیل شوې، د امریکا د پخوانیو اسانه پوځي بریاوو لړۍ ماته کړې او اوس د هغه د راتلونکې پوځي تګلارې په اړه جدي پوښتنې راپورته شوي دي.

د راپور له مخې، کارپوهان په دې باور دي چې دا جګړه ښايي د ټرمپ پر چلند اغېزه وکړي—یا به هغه نور محتاط شي او یا به لا ډېر تند او چټک پوځي اقدام ته مخه کړي.

همدارنګه ویل کېږي چې ټرمپ دا جګړه تر ډېره د خپل زیات غرور او د پخوانیو بریاوو د تصور له امله پیل کړې وه؛ خو د ایران د جګړې پیچلتیاوې د امریکا لپاره ستراتیژیکه ننګونه ګرځېدلې ده.

ترکیه؛استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټریک ۱.۵ خبرې پای ته ورسېدې

د ترکیې په استانبول کې د iHH مرستندویه ادارې په کوربه‌توب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د «ټریک ۱.۵» غیر رسمي خبرې پای ته رسېدلې دي.

د راپورونو له مخې، دواړو لورو پر یو شمېر مهمو موضوعاتو د همکارۍ او تفاهم هوکړې کړې دي.

سرچینې وایي چې دا خبرې د باور جوړونې او د اړیکو د ښه کېدو په موخه ترسره شوې وې او تمه ده چې دا بهیر به په راتلونکې کې هم دوام ومومي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د چین په ارومچي ښار کې هم د دواړو لورو ترمنځ رسمي مذاکرات شوي وو، چې د افغانستان او پاکستاني استازو له لوري مثبت ارزول شوي دي.

سي‌اېن‌اېن:پاکستاني منځګړي تمه لري چې ایران د سولې نوې بدله شوې طرحه وړاندې کړي

سي‌اېن‌اېن په یو راپور کې ویلي، چې پاکستاني منځګړي تمه لري چې ایران به د سولې د پخوانۍ طرحې تر رد وروسته یوه نوې او بدله شوې طرحه وړاندې کړي.

راپور وايي چې دا ځواب ښايي تر راتلونکې جمعې پورې اعلان شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران سره د خبرو اترو بشپړ جزئیات یوازې دی او څو محدود کسان یې په اړه معلومات لري.

هغه زیاته کړې چې که څه هم خبرې په ښکاره توګه درېدلې ښکاري، خو په پټه توګه روانې دي.

ټرمپ همدارنګه ویلي چې د ایران سره ځینې خبرې د ټیلیفوني اړیکو له لارې ترسره کېږي، او د هر نوي وړاندیز په اړه به د امریکا پرېکړه د ایران پر اټومي پروګرام د محدودیتونو په کچه پورې اړه ولري.

راپور زیاتوي چې د ایران له خوا وړاندې شوې پخوانۍ طرحه کې لومړی د هرمز تنګي پرانیستل او وروسته د اټومي موضوعاتو حل شامل و؛ خو هغه طرحه رد شوې وه.

ډونالډ ټرمپ د جرمني لومړي وزیر ته:په موږ نېوکې مه کوه، د خپل هېواد ستونزو ته دې پام وکړه

د ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د جرمني پر لومړي وزیر فریدرتش مرتس توندې نیوکې کړې او هغه ته یې ویلي چې د خپل هېواد ستونزو ته پام وکړي او په امریکا دې نېوکې نه کوي.

ټرمپ ویلي چې جرمني باید د روسیې او اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې زیاتې کړي او د ایران په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

نوموړي همدارنګه اشاره کړې چې ښايي له جرمني، ایټالیا او هسپانیا څخه د امریکايي ځواکونو شمېر کم کړي.

هغه ویلي چې ځینې اروپايي هېوادونو د ایران په جګړه کې له امریکا سره مرسته نه ده کړې.

ګارډین ویلي چې د جرمني چارواکو هڅه کړې چې دا لانجه کمه وښيي او ویلي یې دي چې دا ډول څرګندونې نوې نه دي او مخکې هم شوې دي.

راپور زیاتوي چې د امریکا او جرمني ترمنځ دا لفظي شخړه وروسته له هغې زیاته شوې چې مرتس ویلي وو، امریکا د ایران په موضوع کې کمزورې شوې او روښانه تګلاره نه لري.

فاکس نیوز:د امریکا د جګړې وزیر او د پوځ لوی درستیز د سنا مجلس کې د ایران جګړې په اړه تر سختو پوښتنو لاندې راغلل

فاکس نیوز په یو راپور کې وایي، چې د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګسټ او د پوځ لوی درستیز ډن کېن د سنا مجلس ته حاضر شوي او د ایران جګړې، پوځي لګښتونو او د ۲۰۲۷م کال بودجې په اړه تر سختو پوښتنو لاندې راغلي دي.

راپور وايي، د ایران پر ضد روانو عملیاتو کې امریکا تر اوسه شاوخوا ۲۸ میلیارده ډالر لګښت کړی او پنټاګون د راتلونکي کال لپاره ۱.۵ ټریلیون ډالرو بودجه غوښتې ده.

بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ښايي له ایټالیا او هسپانیا څخه امریکايي ځواکونه وباسي، او دا پرېکړه لا تر غور لاندې ده.

د راپور له مخې، که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ اوربند اعلان شوی؛ خو لا هم سیمه کې تاوتریخوالی موجود دی.

بل لورته د اسراییلو دفاع وزیر یسراییل کاتز خبرداری ورکړی چې ښايي ژر بیا پر ایران پوځي بریدونه پیل شي.

فاکس نیوز ویلي، چې د هرمز تنګي کړکېچ د نړۍ د تېلو بازارونه اغېزمن کړي، او د ایران اقتصادي وضعیت هم خراب شوی، چې د دې هېواد د اسعارو ارزښت تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

راپور زیاتوي چې امریکا د ایران پر وړاندې اقتصادي او پوځي فشار ته دوام ورکوي، خو په عین حال کې د سولې خبرو ته هم لاره پرانستې ساتي.

اېن‌بي‌سي نیوز:ډونالډ ټرمپ به په نږدې ورځو کې د ایران په اړه مهمه پرېکړه وکړي

د اېن‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې، تمه ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نږدې ورځو کې د ایران په اړه یوه مهمه پرېکړه وکړي.

راپور وايي، سره له دې چې د ایران او امریکا ترمنځ اوربند لا هم روان دی؛ خو امریکايي چارواکي باور لري چې ایران خپل پوځي فعالیتونه بیا زیات کړي دي.

د معلوماتو له مخې، ایران هڅه کوي توغندي او مهمات له پټو او زیانمنو سیمو څخه وباسي او د ډرونونو او توغندیو ځواک بېرته ورغوي.

راپور کې ویل شوي چې واشنګټن اندېښنه لري چې دا اقدامات ښايي د راتلونکو احتمالي جګړو لپاره چمتووالی وي، تر څو ایران وکولای شي په سیمه کې بیا بریدونه ترسره کړي.

اېن‌بي‌سي نیوز:سپینه ماڼۍ او کانګرس د ایران ضد د عملیاتو د قانوني اجازې پر سر خبرې کوي

0

اېن‌بي‌سي نیوز په یو راپور کې وایي، چې د سپینې ماڼۍ یو چارواکي ویلي چې د ډونالډ ټرمپ ادارې چارواکي له کانګرس غړو سره د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو د قانوني اجازې په اړه خبرې کوي.

په همدې حال کې، د استازو جرګې مشر مایک جانسن ویلي چې د ایران پر ضد د عملیاتو لپاره د کانګرس رایې ته اړتیا نشته، ځکه د هغه په وینا امریکا د جګړې په حالت کې نه ده.

دا بحثونه په داسې وخت کې کېږي چې د امریکا د جګړې د صلاحیتونو قانون مهلت پای ته نږدې دی او د حکومت او کانګرس ترمنځ پر قانوني صلاحیتونو اختلافات موجود دي.

عباس عراقچي:د لبنان پر ضد د اسراییلو د بریدونو درول امریکا سره د اوربند مهمه برخه وه

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د لبنان د پارلمان له مشر سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې پر لبنان د اسراییلو د بریدونو درول د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د تفاهم یوه مهمه برخه وه.

هغه ټینګار کړی چې دا موضوع به په راتلونکو خبرو او سیاسي پروسو کې هم د ایران له خوا مهمه وبلل شي.

عباس عراقچي همدارنګه ویلي چې ایران به د حزب‌الله ملاتړ ته دوام ورکړي.