شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 505

د امریکا دفاع وزیر:راتلونکې چهارشنبه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر ارزونې لومړنۍ پایلې شریکوو

د امریکا دفاع وزیر وایي، ښایي راتلونکې چهارشنبه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر د ارزونې لومړنۍ پایلې اعلان شي.

هغه ویلي، سره له دې، چې دې ارزونې زیات وخت ونیوو؛ خو په خبره یې ټولې خواوې یې څېړل شوې.

نوموړی زیاتوي، ځینې اسناد محرم وو او د هغو د معلومولو لپاره یې ځانګړي کسان ګمارلي.

د یادونې ده، چې د ټرمپ حکومت تل له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر بهیر نیوکه کړې.

اروپایي ټولنې؛پر سوریې د لګېدلو بندیزونو لرې کولو ته چمتووالی ښودلی

اروپايي ټولنې چمتووالی ښودلی، چې پر سوریې به لګېدلي بندیزونه لرې کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا ویلي، چې دا یو مثبت ګام دی.

خلیلزاد ویلي، د سوریې مشران باید له هوښیارۍ کار واخلي او له دغو فرصتونو ګټه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا هم له دغه هېواده بندیزونه لرې کړې دي.

علي خامنه‌يي:ایران خپله سیاسي تګلاره لري او د کوم چا فرمایشونه نه مني

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌يي ویلي، د امریکا دا غوښتنه بې ځایه ده، چې ایران باید د یوراینمو غني کولو بهیر صفر کړي.

هغه ویلي، ایران خپله سیاسي تګلاره لري او په دې برخه کې د هیچا فرمایش نه مني.

خامنه‌ خبرداری ورکړی، چې، امریکايي چارواکي باید په مذاکراتو کې له اضافي خبرو ډډه وکړي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې په یو بل فرصت کې به د ایران ولس ته روښانه کړي، چې ولې امریکا غواړي دا پروسه صفر ته راښکته کړي.

د حماس د سیاسي دفتر مشرانو؛ایراني چارواکو سره د فلسطین په وروستي وضعیت خبرې کړې

دحماس غورځنګ یو شمېر چارواکي ایران ته تللي دي.

د ایران له بهرنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر غړي، باسم نعیم او اسامه حمدان په تهران کې د یاد هېواد بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي سره کتلي دي.

دواړو لوریو د فلسطین په وروستي وضعیت خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چارواکي د تهران د خبرو اترو په فورم کې د ګډون په موخه ایران ته ورغلي دي.

د ترکیې د غالیو ټولنې مسؤلین:د افغاني غالیو د صادراتو برخه کې همکاري کوو

د ترکیې د غالیو ټولنې مسؤلینو له افغانستان سره د افغاني غالیو د صادراتو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، د ترکیې غالیو ټولنې رییس احمد دیلر د یاد وزارت سرپرست سره کتنه کې ویلي، چې په دې برخه کې به پانګونه او ملاتړ وکړي.

دواړو لوریو د ګډو فعالیتونو د پراختیا لپاره هوکړه هم لاسلیک کړې ده.

پاکستان:له چین مننه کوو چې زموږ ملاتړ او ملګرتیا یې کړې

پاکستان له چین مننه کړې، چې د دوی له ملي حاکمیت یې غوڅ ملاتړ کړی.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د چین کمونیست ګوند د نړیوالې ادارې له وزیر سره کتنه کې ویلي، چې دوی د چین له ملاتړ مننه کوي.

ډار په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی.

د یادونې ده چې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه کې چین او ترکیې له پاکستان ملاتړ کړی وو.

چین بیا دغه هېواد ته یو شمېر وسلې هم ورکړې وې.

له درې میاشتې ځنډ وروسته؛غزې ته په مرستو بار لارۍ ورسېدې

له نږدې درې میاشتو ځنډ وروسته؛ د لومړي ځل لپاره غزې ته له مرستو بار لارۍ ورغلې.

اسوشټیډ پریس خبري اژانس ویلي، چې له خوراکي موادو بار پنځه لارۍ د کرم شالوم له لارې غزې ته تللې دي.

په همدې حال کې بیا ملګرو ملتونو ویلي، غزې ته په مرستو رسولو خوښ دي؛ خو زیاتوي چې دا مرستې لاهم بسنه نه کوي.

دوی ویلي، چې دا مرستې باید زیاتې شي.

دیمتري پسکوف:له اوکراین سره د اوربند لپاره وروستۍ نېټه نه ده ټاکل شوې

د کریملین ویاند دیمتري پسکوف وايي، له اوکراین سره د اوربند لپاره هیڅ وروستۍ نېټه نه ده ټاکل شوې.

نوموړي ویلي، دا اوربند پیچلی دی او د هوکړې د یادښت لپاره هم نشو کولای، چې وروستۍ نېټه وټاکو.

پسکوف وايي، دوی له اوکراین سره په جزیاتو کې ستونزه لري او د دې لپاره به د دواړو لوریو ترمنځ د مسودو تر تبادلې وروسته د یو واحد متن لپاره تماسونه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ ویلي و، چې ژر به د اوکراین او روسیې ترمنځ مذاکرات پیل شي.

د کاناډا، برېتانیا او فرانسې مشران:که اسرائیل پر غزې بریدونه بس نه کړي؛ نو بندیزونه پرې ولګوو

د کاناډا، برېتانیا او فرانسې مشرانو خبرداری ورکړی، چې که اسرائیل پر غزې بریدونه بند نه کړي؛ نو دوی به پر دغه هېواد بندیزونه ولګوي.

د رویټرز د خبر له مخې، د دغو هېوادونو مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دوی به د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر وړاندې فشارونه زیات کړي.

دوی پر غزې د مرستو بندیز هم غیر انساني عمل بللی او ویلي یې دي، چې د دې چارې سخت مخالف دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیل یو وار بیا پر غزې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

ټرمپ:ژر به روسیه له اوکراین سره د سولې خبرې پیل کړي

سره له دې، چې ټرمپ وايي، ژر به روسیه او اوکراین د سولې خبرې پیل کړي؛ خو کرملین وايي، له کیف سره د مسکو خبرې وخت نیوونکی بهیر دی.

کرملین زیاتوي، امریکا هم پر دوی له اروپا سره یو ځای نویو بندیزونو ته چمتو نه ده؛ خو اروپايي مشرانو ویلي، چې پر روسیې به د بندیزونو له لارې فشار زیات کړي.

د یادونې ده، چې د اوکراین اوربند په اړه ټرمپ دا څرګندونې له پوتین سره تر خبرو وروسته کړې دي.