پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 500

سوریه؛د نښتو له امله ۱۶ امنیتي سرتېري وژل شوي

0

د سوریې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې نن د پلازمېنې دمشق ته نږدې د وسله‌والو بریدونو له امله ۱۶ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

دغه وزارت ویلي، یاغي ډلو د صحنایا سیمې پر حکومتي پوستو او امنیتي مرکزونو بریدونه کړي دي.

راپورونه وايي، نښتې د سې شنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو او د درزي اقلیت ترمنځ پیل شوې وې.

سره له دې چې سهار وختي د سولې د یوې هوکړې خبر ورکړل شوی و؛ خو نښتې لا هم دوام لري.

طالبان: د عمان له زندانونو مو شپږ تنه افغانان راخوشې کړه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د عمان له زندانونو څخه شپږ افغان بندیان خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت ویلي، چې دا پرېکړه د عمان د پادشاه سلطان هیثم بن طارق آل سعید له خوا د کوچني اختر په مناسبت شوې وه.

خبرپاڼه زیاتوي چې د خوشې شویو بندیانو شمېر نهه و، چې له هغوی شپږ تنه ازاد شوي، او پاتې درې نور به هم ډېر ژر خوشې شي او افغانستان ته ستانه شي.

خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې دغه اقدام د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو ښکارندوي کوي.

د بې سارې ګرمۍ پل؛ پاکستان کې تودوخه ۵۰ سانتي ګراد ته رسېدلې

0

په داسې حال کې چې جنوبي آسیا له سختې ګرمۍ سره مخ ده، پاکستان کې د اپرېل د میاشتې تودوخه ښايي تر نړیوال ریکارډ هم واوړي.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د پاکستان مرکزي او جنوبي سیمو کې تېره اونۍ تودوخه ۴۷ سانتي‌ګراد ته رسیدلې، او د تودوخې له مخې د نوابشاه ښار په ۲۰۱۸م کال کې د ۵۰ سانتي‌ګراد نړیوال ریکارډ هم لري.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې (PMD) له اپرېل ۲۶مې تر ۳۰مې د ګرمۍ خبرداری ورکړی او خلکو ته یې د احتیاطي تدابیرو سپارښتنه کړې.

د منځني ختیځ، افریقا او جنوبي آسیا په شمول، شاوخوا ۲۱ هېوادونه د ۴۳ سانتي‌ګراد یا تر دې زیاتې تودوخې سره مخ دي.

د ویلو ده چې نړیوالو راپورونو ته په کتو، روان کال د تودوخې له پلوه له ۲۰۲۴ وروسته تر ټولو ګرم کال ګڼل شوی، او د اپرېل په میاشت کې د ځمکې ۶۳ سلنه برخو له منځنۍ کچې زیاته ګرمي تجربه کړې ده.

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره:پر افغانو ښځو محدودیتونه به د افغانستان اقتصاد ته تر ۹۲۰ میلیونه ډالرو زیان ورسوي

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې په تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې دوامدار محدودیتونه به د ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۶ پورې د هېواد اقتصاد ته نږدې ۹۲۰ میلیونه ډالره زیان واړوي.

راپور کې ویل شوي چې افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې د سختو محدودیتونو ترڅنګ، له یوه ژور اقتصادي او ټولنیز بحران سره مخ دی.

راپور زیاته کړې، د کار فرصتونو کمښت او پر وارداتو تکیه د اقتصادي ضعف عمده عوامل دي.

راپور همداراز څرګندوي چې د ښځو د زده‌کړې او کار پر وړاندې خنډونه د جنسیت واټن پراخ کړی او هغوی یې فقر او ټولنیز محرومیت ته ورټېل وهلې دي.

عمر داودزی هبت الله ته:‬‫که عمري عدالت وي او عوام فریبي نه وي؛ نو د عابدې د ځان سوځولو قضیه څه ده؟

د جمهوري حکومت د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزي په غور ولایت کې د عابدې د ځان سوزولو قضیې ته په اشارې لیکلي:«تاسې وایئ د قدرت جزیرې ختمې شوي. پاټکونه نشته. زورواکي پای موندلې. د امیر فرمان په ټول هېواد کې نافذ دی.»

ښاغلي داودزي په خپلې ایکس‌پاڼې لیکلي که واقعا دا هرڅه شته او عوام فریبي نشته؛ نو د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ کې د #عابدې د ځان سوزولو قضیه باید وڅیړل شي.

ښاغلي داودزي لیکلي:«ګورو چې عمري عدالت شته که هسې عوام فریبي ده.»

د یادونې وړه ده چې د عابدې په نوم یوې ځوانې نجلۍ د غور ولایت په تیورې ولسوالۍ کې ځان سوځولی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خیبر پښتونخوا؛په چارسده کې نامعلومو وسلوالو یو پولیس افسر وژلی او یو بل تن یې ټپي کړی

0

د خيبر پښتونخوا په چارسده کې کې د غني خان سړک پر سر نامعلومو وسلوالو د پولیسو یو افسر په ډزو وژلی او د صحت څانګې یو کارکوونکی یې ټپي کړی دی.

پېښه د سټي پولیس تاڼې په ساحه کې رامنځته شوې.

پاکستاني پولیسو د پېښې د پلټنو لپاره سیمه کلابنده کړې.

تر دې دمه د پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی منلی.

د سویلي کوریا استخباراتي اداره:د شمالي کوریا نږدې ۴۷۰۰ سرتېري د اوکراین جګړه کې مړه او ټپیان شوي

0

د سویلي کوریا استخباراتي ادارې راپور ورکړی چې د روسیې په ملاتړ د اوکراین جګړه کې د شمالي کوریا نږدې ۴۷۰۰ سرتېري وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دغې ادارې د پارلمان یوې پټې ناستې ته ویلي چې تر دې دمه ۶۰۰ د شمالي کوریا سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۴۱۰۰ نور ټپیان دي.

شمالي کوریا تازه منلې چې د کورسک په ځینو سیمو کې یې له روسي ځواکونو سره پوځي مرسته کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي هم تر دې وړاندې پر شمالي کوریا تور لګولی و چې پوځیان یې د روسیې په ملاتړ جنګېږي.

امریکایي رسنۍ:په امریکا کې پخوانی افغان سرتېری د لفظي شخړې له امله په ډزو وژل شوی

امریکایي رسنیو په امریکا کې د مېشت پخواني افغان سرتېري، عبدالرحمن وزیري، د وژنې راپور ورکړی دی.

هغه د ټکساس ایالت د هیوستون ښار په یوه استوګنیز کمپلکس کې د موټر پارک کولو پر سر له یوه کس سره لفظي شخړه کړې، چې په پایله کې پرې ډزې شوې او وژل شوی دی.

نوموړی له خپلې مېرمن او دوو کوچنیو لوڼو سره هلته اوسېده.

د هغه ورور وایي، وزیري له ځانګړو ځواکونو سره کار کړی و او دوی امریکا ته د امن لپاره راغلي وو؛ خو اوس هم خوندي نه دي.

پولیسو ویلي، شکمن کس خپله تسلیم شوی، وسله یې ضبط شوې او پلټنې ترې روانې دي.

ډونالډ ټرمپ:که زه نه وای، پوتین به ټول اوکراین نیولی وای

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، سره له دې چې روسیه پر اوکراین بریدونه کوي؛.خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي جګړه پای ته ورسوي.

ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ له ای‌بي‌سي نیوز سره په مرکه کې کړې.

هغه ویلي: «پوتین غواړي سوله راولي، که زه دلته نه وای، هغه به غوښتل چې ټول اوکراین تر کنټرول لاندې راولي.»

نوموړي زیاته کړې چې زما په اند د پوتین اصلي هدف د ټول اوکراین نیول و؛ خو زما له امله به هغه دا کار ونه کړي.

امیرخان متقي؛د قطر د بهرنيو چارو مرستیال وزیر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

د طالباتو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، په قطر کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره لیدلي دي.

دواړو لوریو د افغانستان د روان سیاسي او بشري وضعیت تر څنګ، د اقتصادي ثبات، بشري مرستو، او د سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو د اغېزمنتیا په اړه بحث کړی دی.

په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې باید د سولې د هڅو د پیاوړتیا او د افغانانو د امنیت او دوامدار پرمختګ لپاره ګډه همغږي او همکاري روانه وساتل شي.