شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 499

صدیق صدیقي:له طالبانو سره هر ډول تعامل د افغان ولس سره خيانت دی

د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني وياند صدیق صدیقي د ملګرو ملتونو پر هغو راپورونو سخت غبرګون ښودلی چې ګواکې دا سازمان هڅه کوي د افغانستان څوکۍ سهیل شاهین ته، چې د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو لپاره نوماند شوی، وسپاري.

ښاغلي صدیقي پر خپله ایکس‌پاڼه ليکلي: «هر ډول تعامل، د خبرو اترو پيل او سياسي بهير له طالبانو سره، يوه نامشروع امتياز ورکونه او د افغان ولس سره خيانت دی؛ هغه ولس چې د طالبانو تر استبداد، ظلم او وېرو لاندې ژوند کوي.»

نوموړي زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو څوکۍ مشروعو حکومتونو ته سپارل کېږي، نه ترهګري شبکو ته.

تر دې وړاندې یو شمېر سرچينو رسنیو ته ويلي وو چې په کابل کې د ملګرو ملتونو ځینو ډيپلوماټانو د افغانستان لپاره د يوه نوي سياسي چوکاټ د جوړېدو په لړ کې له سهیل شاهین سره د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په تړاو خبرې کړي دي.

اروپايي اتحادیه:هند او پاکستان دې د تاوتریخوالي له زیاتوالي ډډه وکړي

اروپايي اتحادیې د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتوالي وروسته له دواړو هېوادونو غوښتنه کړې چې زغم وښيي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس د هند د بهرنیو چارو له وزیر سبرامنیم جېشنکر او د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

نوموړې ویلي:«د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدل اندېښمنوونکي دي او زه له دواړو خواوو غواړم چې زغم وښيي او د خبرو له لارې وضعیت ارام کړي.

هبت‌الله:د نړیوالو لخوا د علماوو ګوښه کولو سره سره، د افغانستان چارې زموږ په لاس کې دي

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخندزاده د کابل ولایت مسؤلینو ته په یوه روزنیز سمینار کې وینا کړې ده.

حمدالله فطرت پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې شیخ هبت الله ویلي، نړۍ سلګونه کلونه هڅه وکړه چې علما له سیاست لیرې وساتي؛ خو اوس د افغانستان چارې د علماوو په لاس کې دي.

نوموړي مسؤلینو ته سپارښتنه کړې چې خپل مسؤلیت دې د شریعت د اصولو پر بنسټ ترسره کړي.

هغه زیاته کړې، د شریعت پر وړاندې د هیڅ‌چا مراعات مه کوئ، د دښمن تبلیغاتو ته مه تسلیمېږئ او خپل‌منځي بې‌باورۍ ته لاره مه ورکوئ.

نوموړي د خلکو خدمت هم مهم بللی او ویلې یې دي چې ولس له «اسلامي امارت» سره قربانۍ ورکړې دي، اوس وخت دی چې مسؤلین د ولس صادقانه خدمت وکړي.

شهباز شریف:تېرو څو کلونو کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه مو د ټولې نړۍ د امن لپاره کړې ده

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي عرب سفیر نواف بن سعید المالکي سره د وروستۍ لیدنې پر مهال ویلي، چې پاکستان د پاهلګام پېښې سره تړلي د هند تورونه ردوي او دا ډول بې‌اساسه ادعاوې د منلو وړ نه دي.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې سترې قربانۍ ورکړې او د سولې لپاره یې نه یوازې د خپل هیواد، بلکې د ټولې نړۍ د امنیت لپاره هڅې کړې دي.

هغه یو ځل بیا غوښتنه کړې، چې د پاهلګام پېښې په تړاو دې ناپېیلې نړیوالې پلټنې وشي.

روسیه:طالبان د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې زمونږ ښه ملګري دي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف اعلان کړی چې مسکو به طالبانو ته د داعش خراسان څانګې پر ضد د مبارزې لپاره مرسته ورکړي.

نوموړي دا ډله د روسیې او طالبانو ګډ دښمن بللی او ویلي چې د روسیې اړوند ادارې به د دې هدف لپاره لازمه همکاري وکړي.

کابلوف همداراز څرګنده کړې چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې پرېکړه لا نه‌ده شوې؛ خو د دواړو هېوادونو اړیکې دوام لري.

نوموړي ویلي، چې د روسیې سترې محکمې له خوا له تور نوملړ څخه د طالبانو د نوم لېرې کېدل، د پراخو همکاریو دروازې پرانیزي.

کابلوف د لویدیځ له هېوادونو، په ځانګړي ډول امریکا سره د همکارۍ چمتووالی هم ښودلی او ویلي چې امریکا باید د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي.

پاکستان:له هند څخه د اندس د اوبو تړون د ځنډ په اړه وضاحت غواړو

د پاکستان حکومت غواړي، چې نږدې راتلونکي له هند څخه د اندس د اوبو تړون ځنډولو په اړه وضاحت وغواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو، اوبو سرچینو او قانون جوړونې وزارتونو چارواکو په دې اړه لومړنی چمتووالی نیولی او ژر به هند ته یو رسمي دیپلوماتیک خبر ورکړي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، پاکستان غواړي، چې دا مسئله په نړیواله کچه هم راپورته او پر سیمې د دغو اوبو د بندیدو اغېز په اړه بحثونه راپورته کړي.

جی ډي وانس:هیله لرو پاکستان له هند سره د ترهګرو پر ضد همکاري وکړي

د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي ونس ویلي، امریکا هیله لري چې پاکستان به له هند سره د خپلې خاورې مېشتو وسله‌والو د پیژندلو او مخنیوي لپاره همکاري وکړي او هند هم باید له کشمیر وروسته د رامنځته شوي برید په غبرګون کې له تاوتریخوالي ډډه وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له مرګوني برید وروسته د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی راپورته شوی.

په دغه برید کې ۲۶ کسان وژل شوي، او هند یې پړه پر پاکستان اچولې.

بل لورته اسلام‌آباد دا تورونه رد کړي او د ناپېیلو څېړنو غوښتنه یې کړې.

د پاکستان او هند د تاوتریخوالي کمولو دپاره؛ عاصم افتخار له ګوتریش سره کتلي

د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان دايمي استازي عاصم افتخار په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره کتلي او د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د وروستي برید وروسته د پاکستان او هند ترمنځ زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه یې خبرې کړې دي.

دواړو چارواکو د جنوبي اسیا د امنیتي وضعیت، د تاوتریخوالو د کمولو، او د ثبات د راوستلو لپاره د روانو ډیپلوماټیکو هڅو په اړه مفصل بحث کړی دی.

سفیر افتخار د سیمې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان ژمنتیا څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې اسلام‌اباد د خبرو اترو او ډیپلوماټیک حل لارو ملاتړ کوي.

پاکستان:د هند له لوري د ویزو د لغوه کېدو له امله ګڼ ناروغان د واګه پوله کې بند پاتې دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند له لوري د ویزو ناڅاپي لغوه کولو له امله د رامنځته شویو انساني ستونزو پر وړاندې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه وزارت ویلي، ګڼ شمېر ناروغان د واګه له پولې بېرته راستانه شوي؛ خو درملنه‌یې نیمګړې پاتې شوې او روغتیایي حالت‌یې نازک دی.

یاد وزارت زیاتوي، چې راپورونه ښيي چې ځینې کورنۍ بېلې شوې، ماشومان له خپلو مور او پلار څخه جلا شوي او یو شمېر پاکستانیان لا هم د اتاري په پوله کې بند پاتې دي.

دې وزارت دغه راز ویلي، که هند اجازه ورکړي، پاکستان چمتو دی خپل وګړي بېرته راولي، او واګه پوله به د بېرته راستنېدونکو لپاره پرانیستې پاتې شي.

ټرمپ؛مایک والټز له دندې لیرې او مارکو روبیو یې د ملي امنیت سلاکار وټاکه

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په خپله اداره کې د یوه بیساري بدلون په ترڅ کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز له دندې لیرې کړ او پر ځای یې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ټاکلی دی.

ټرمپ ویلي، والټز به ملګرو ملتونو ته د امریکا د سفیر په توګه معرفي کړي.

دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې والټز د امنیتي معلوماتو د افشا کېدو په یوه رسوایۍ کې ښکېل شو.

د ملي امنیت د سلاکار مرستیال الکس وونګ هم له دندې لیرې شوی دی.