شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 495

حلیم فدایي:طالبان یوازې یوه ایډیالوژیکه ډله ده او نه باید د پښتون قوم استازولي ور په غاړه شي

وروسته له هغې چې د سویس یو شمېر افشا شویو اسنادو څرګنده کړه، چې دا هېواد غواړي د طالبانو تر واک لاندې د کم ګواښ له امله پښتانه پناه‌غوښتونکي له خپلې خاورې وباسي، پراخ غبرګونونه راپارېدلي دي.

د جمهوري نظام پخواني والي محمد حلیم فدايي دا طرحه توپیري، خطرناکه او د بشري حقونو خلاف بللې ده.

نوموړي ویلي، چې طالبان یوازې یوه ایډیالوژیکه ډله ده او نه باید د پښتون قوم استازولي ور په غاړه شي.

ښاغلی فدايي زیاتوي، چې طالبانو د پښتنو مخکښ مشران وژلي او د جمهوري نظام پر ضد یې جګړه کړې ده.

بل لورته ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ له سویس د یادې پرېکړې وضاحت غوښتی او دا یې د بشري او کډوالۍ نړیوالو کنوانسیونو خلاف بللې ده.

د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ؛د دواړو هېوادونو ځواکونو یو ځل بیا پر یو بل ډزې کړې

د پاکستان پوځ ویلي چې د هند ځواکونو بې له کوم دلیل څخه د دغه هېواد د تلاشۍ پوستو پر لور ډزې کړې دي، چې د پاکستان پوځ ورته مناسب ځواب ورکړی دی.

د پاکستان رسنیو، په ځانګړي ډول جیو نیوز، د پوځ له قوله راپور ورکړی چې دا نښته د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ له دوام سره هممهاله ده.

د پوځ په وینا، دا ډول یرغليز اقدامات د سیمې د ثبات لپاره ګواښ ګڼل کېږي، خو دوی د هر ډول برید پر وړاندې د دفاع توان لري.

تر اوسه د پېښې د دقیق ځای او مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د مایک والتز پر ځای؛د ملي امنیت د سلاکارۍ دندې لپاره اسټیون میلر مهم نوماند بلل شوی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ولسمشرۍ دفتر مرستیال، اسټیون میلر د ملي امنیت د سلاکارۍ دندې لپاره له مهمو نوماندانو څخه دی.

په ورته وخت کې رویټرز خبري آژانس په یو راپور کې ویلي، چې میلر به د مایک والتز پر ځای وټاکل شي، هغه څوک چې تازه له دې دندې لرې شوی دی.

ولسمشر ټرمپ په یوه بیان کې وضاحت ورکړی چې مایک والتز یې له دندې نه دی لرې کړی، بلکې ټاکل شوې چې هغه به ډېر ژر د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا د استازي په توګه وګمارل شي.

ټرمپ دا دنده د ملي امنیت د سلاکار له مقامه هم لوړه ګڼلې ده.

ډونالډ ټرمپ:د ایران اټومي پروګرام باید په بشپړ ډول ختم شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران سره یوازینی د منلو وړ توافق دا دی چې خپل اټومي پروګرام په بشپړ ډول ختم کړي.

ټرمپ له ان‌بي‌سي نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې که څه هم د ایران پرمختګ او بریا ته درناوی لري؛ خو د اټومي وسلو درلودل د ایران لپاره د منلو وړ نه دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ایران د سوله ییز اټومي پروګرام د ملاتړ کوونکو دلایلو اورېدو ته چمتو دی.

اسرائیل؛د غزې د ځمکنيو عملیاتو د پراخولو پلان منظور کړ، پلي کېدل یې د ټرمپ له سفر وروسته ټاکل شوي

د اسرائیل امنیتي کابینه د غزې په سیمه کې د ځمکني عملیاتو د پراخولو لپاره د اسرائیل د پوځ پلان تایید کړی دی.

د اکسیوس خبریال باراک راوید د اسرائیلي مقاماتو په حواله ویلي چې دغه عملیات یوازې وروسته له دې پیل کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ سفر بشپړ کړي.

د اسرائیلي چارواکو په وینا، د ټرمپ سفر دوه اوونۍ وروسته پای ته رسېږي او تر هغې پورې د اوربند د ترلاسه کولو هڅې دوام لري.

ډونالډ ټرمپ:پر بهرنیو فلمونو به ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګول شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې پر هغو فلمونو چې له امریکا بهر تولیدېږي، ۱۰۰ سلنه تعرفه به وضع کړي.

نوموړي ویلي، د امریکا د فلم صنعت له سختو ګواښونو سره مخ دی، ځکه چې نور هېوادونه فلم جوړونکو ته مالي امتیازونه ورکوي او دا چاره د امریکايي سینما زوال ته لاره هواروي.

ټرمپ ټینګار کړی چې دا اقدام به د امریکا فلمي صنعت له سقوطه وژغوري.

د هند او پاکستان کړکیچ؛ عباس عراقچي اسلام اباد ته په رسمي سفر تللی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یو رسمي سفر په ترڅ کې اسلام‌اباد ته رسیدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ټاکل شوې چې نوموړی به د پاکستان له لومړي وزیر، د لومړي وزیر له مرستیال او ولسمشر سره مهمې لیدنې وکړي.

یاد سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او سیمه‌ییزو مسایلو د بحث لپاره ترسره شوی دی.

سرګي لاوروف:مسکو چمتو دی چې د هند او پاکستان تر منځ د کړکېچ د حل لپاره منځګړی شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په تلیفوني خبرو کې څرګنده کړې چې مسکو تیار دی تر څو د اسلام‌اباد او نوي‌ډیلي ترمنځ د کشمیر پر سر د رامنځته شوي کړکېچ د حل لپاره منځګړیتوب وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د کړکېچ د زیاتېدو موضوع ته جدي پاملرنه شوې ده.

لاوروف ویلي، که هند او پاکستان دواړه وغواړي، روسیه اماده ده چې د کشمیر د پهلګام تروریستي پېښې وروسته رامنځته شوې سیاسي وضعه حل کړي.

دغه تلیفوني خبرې له هغه وروسته ترسره شوې چې لاوروف دوه ورځې مخکې د هند د بهرنیو چارو له وزیر سوبرامانیام جېشنکر سره هم خبرې کړې وې.

له سویس څخه د پښتنو کډوالو ایستنه یو خطرناک او غیرقانوني عمل دی

لیکواله: مېشل نیازۍ

د پښتنو پر بنسټ د سوېس د حکومت د ایستلو پرېکړه: یو خطرناک او غیرقانوني اقدام

د سوېس د فدرالي حکومت لخوا دا وروستی وړاندیز چې غواړي افغان پښتانه مهاجر د هغوی د قومیت پر بنسټ افغانستان ته وشړي، نه یوازې یو خطرناک اقدام دی، بلکې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه هم ده. د “Neue Zürcher Zeitung (NZZ)” راپورونه ښيي چې د سوېس چارواکو د آلمان د بریدونو وروسته، داسې یو پلان تر غور لاندې نیولی چې له مخې یې غواړي پښتانه مهاجر، یعنې هغه افغانان چې د پښتون قوم سره تړاو لري، بېرته طالبانو ته وسپاري.

دا پریکړه د انسان حقونو، د مهاجرت نړیوالو تړونونو او د ژغورنې د نړیوال سیستم ضد ده. د 1951 کډوالو تړون او د هغه 1967 پروتوکول، چې سوېس هم ورته ژمن دی، واضحه وایي چې هېڅوک باید هغه هېواد ته ونه لېږل شي چیرته چې د هغوی ژوند، ازادي یا عزت له خطر سره مخ وي — که دا خطر د قوم، مذهب، سیاسي نظریې یا ټولنیز هویت له امله وي.

پښتون معنا د طالبانو پلوي نه لري
د دې تصور خپرول چې هر پښتون د طالبانو ملاتړی دی، نه یوازې بې بنسټه تور دی، بلکې له پښتني ولس سره د یو لوی ناانصافي برابره ده. زرګونه پښتانه نارینه او ښځې د طالبانو له ظلم، تهدید او وژنو تښتېدلي. ډېر پښتانه ژورنالېستان، ښوونکي، مدني فعالان او د پخواني دولت کارکوونکي طالبان د خپلو دښمنانو په توګه پېژني. اوس هغوی ته دا ویل چې “تاسو ځکه واپس ځئ چې پښتانه یاست” یو ډول ظالمانه سزا ده، چې یوازې د هغوی د قومیت له امله ورکول کېږي.

د غیرقانوني شړلو ضد نړیوال قوانین
د UNHCR او ګڼو نړیوالو محکمو پرېکړې دا تصدیقوي چې افغانستان — په ځانګړې توګه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه — د اجباري ایستنې لپاره مناسب نه دی. د non-refoulement اصل، چې د نړیوالو قوانینو برخه ده، وایي چې هېڅ دولت نه شي کولای یو انسان هغه ځای ته واستوي چې هلته یې ژوند یا ازادي له خطر سره مخ وي.

د بشري حقونو نړیوال میثاق (ICCPR) هم د هر ډول قومي تبعیض، جبري شړلو، او شکنجې پر ضد صریحاً بندیز لګوي. د پښتنو د شړلو دا پلان د همدغو ټولو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

یو خطرناک نړیوال مثال
که چېرې سوېس د قوم پر بنسټ د مهاجرو شړلو دا پلان عملي کړي، نو دا به نورو اروپايي هېوادونو ته هم دا پیغام ورکړي چې هغوی هم کولی شي انسانان د قوم، ژبې یا رنګ له مخې طبقه بندي او شړي. دا یو شاتګ دی، چې د دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته د جوړ شوي نړیوال نظم بنیادي اصول له منځه وړي.

پایله: باید دا پلان ودرول شي
موږ د بشري حقونو سازمانونو، د اروپایي اتحادیې، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) او د سوېس د فدرالي ادارو څخه دا غوښتنه کوو چې دا غیرقانوني، تبعیضي او خطرناک پلان بنده کړي. باید هر افغان، که هغه پښتون وي که غیر پښتون، د خپل انفرادي وضعیت له مخې قضاوت شي نه د خپل قوم له مخې.

پښتانه د طالبانو نماینده نه دي، بلکې ډېر یې د همدې رژیم قربانیان دي. هغوی شړل نه، بلکې ساتنه او عدالت غواړي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

نیلوفر ایوبي:د ۱۹۵۱ کنوانسیون له مخې د کډوالو سره هر ډول تبعیض منع دی

د بشري حقوقو د برخې فعاله او خبریاله نیلوفر ایوبي له سویس څخه د پښتنو کډوالو د ایستلو د طرحې په غبرګون کې ویلي دا ښکاره تبعیض او د نړیوالو قوانیو څخه سرغړونه ده.

میرمن ایوبي د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون دریمه مادې ته په اشارې ویلي چې د نژاد، مذهب یا هیواد پر بنسټ ښکاره تبعیض منع دی.

د سویس د یوې ادارې له لورې د افغان کډوالو په ځانګړې ډول د پښتنو کډوالو د ایستلو طرحه له ګڼو غبرګونو سره مخ ده.۰