شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 494

د آزادۍ جبهه:د سویس له لوري د پښتنو کډوالو ایستل د بشري حقونو خلاف عمل دی

د ازادۍ جبهې د سویس له‌خوا د قوم پر بنسټ د افغان کډوالو د ایستلو طرحه غندلې ده.

یادې جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کډوالو سره یواځې د قومي تړاو پر بنسټ چلند د بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دی.

دغې جبهې له سویس څخه غوښتي چې د دې مسلې په تړاو شفاف وضاحت ورکړي، او له خپلو بشري ژمنو سره سم، دې ته پام وکړي چې دا ډول اقدامات د افغانانو په نړیوال ذهنیت کې اندېښنې او مغشوشي پیدا کوي.

د یادونې ده چې د سویس د یوې ادارې له لورې د افغان کډوالو په ځانګړې ډول د پښتنو کډوالو د ایستلو طرحه له ګڼو غبرګونو سره مخ شوې ده.

فرید حمیدي:طالبان د ټولو افغان قومونو دښمنان دي او د دوی له تاوتریخوالي هېڅ څوک خوندي نه‌ دي

د هېواد پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د سویس له‌خوا د قوم پر بنسټ د افغان کډوالو د ایستلو طرحه اندېښمنوونکې بللې ده.

نوموړي ویلي، چې دا اقدام نه یوازې له نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده، بلکې انساني کرامت ته سپکاوی دی.

حمیدي زیاتوي، د قوم پر بنسټ د پناه‌غوښتونکو بې‌ځایه کول یو نژادي تبعیض دی چې د عدالت نړیوال ارزښتونه تر پوښتنې لاندې راولي.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې طالبان د ټولو افغان قومونو دښمنان دي او د دوی له تاوتریخوالي هېڅ څوک خوندي نه‌ دي.

د حمیدی په باور، د سویس دا ډول طرحې کولی شي د طالبانو له ظلمونو تښتېدلي کسان یو ځل بیا له مرګ او شکنجې سره مخ کړي.

د هند او پاکستان کړکېچ کمولو لپاره؛عباس عراقچي تر اسلام اباد وروسته نوي ډهلي ته ځي

ټاکل شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي به د روانې میلادي میاشتې په ۸مه نېټه هند ته سفر وکړي.

هند کې د ایران د سفارت ویلي چې عراقچي به په دې سفر کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ د سیمې پر حالاتو هم خبرې اترې وکړي.

بل‌خوا عراقچي دا مهال په پاکستان کې دی او هلته یې د خپلو څرګندونو پر مهال ویلي، چې ایران چمتو دی ترڅو د اسلام‌اباد او نوي ډیلي ترمنځ روانو کړکېچونو کې د منځګړي رول ولوبوي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې؛د پنځوس اوريزه سياليو په لېست کې اووم مقام خپل کړی

د کرکټ نړېوالې شورا د تازه درجه بندي له مخې، افغان کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوريزه سياليو په لېست کې اووم مقام خپل کړی دی.

افغان لوبډله په دغه لېست کې له انګلينډ، مخکې او له هند، نيوزيلنډ، اسټراليا، سريلانکا، پاکستان او سویلي افريقا ورسته ده.

تر دې وړاندې افغان لوبډله په نهم او کله لسم مقام کې وه؛ خو سږکال بیا دا یو بې‌ساری پرمختګ دی.

پاکستاني متخصصین:نریندرا مودي رواني ناسم توازن لري او سیمه‌ییزې روغتیا ته ګواښ پېښوي

په اسلام‌اباد کې د روانپوهانو ملي کنفرانس کې د پاکستان متخصصینو د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي څرګندونې جګړه‌پارونکې بللې او ویلي چې هغه ذهني ناسم توازن لري او باید رواني ارزونه یې وشي.

دوی خبرداری ورکړ چې د مودي ویناګانې د سیمې د میلیونونو خلکو رواني سلامتۍ ته خطر پېښوي.

د کنفرانس ګډونوالو ټینګار کړی چې د پاکستان ولس له پرله‌پسې طبیعي ناورینونو، ترهګرۍ، اقتصادي ستونزو او نورو رواني ټپونو سره سره، لا هم پیاوړی زغم ښودلی؛ خو دوامدار رواني ملاتړ ته اړتیا لري.

دوی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په پهلګام کې له ترهګریز برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ زیات شوی او پاکستان وارخطا دی چې هند پرې برید ونه کړي.

جنرال سمیع سادات:پښتانه تل د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې په لومړۍ کرښه کې وو

د افغانستان د ملي پوځ پخواني جنرال سمیع سادات د سویس له لوري د پښتنو د اېستنې غبرګون کې ویلي، چې پښتانه د ترهګرۍ پر ضد مبارز ولس دی او له سویس څخه د دوی ایستل یو نژادپال عمل دی، چې د توجیه وړ نه دی.

نوموړي ویلي، چې د دوی دا کړنه غیراخلاقي، غیرقانوني او غیرانساني عمل دی.

نوموړی وایي، پښتانه تل د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په لومړۍ لیکه کې ولاړ دي، او له دغه قوم سره یوازې د قومیت پر اساس چلند د نژادپرستۍ ښکاره بڼه لري.

هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، یوازینی لوری چې د افغانانو له ایستنې خوښي کوي، طالبان دي؛ ځکه دوی له هغو افغانانو وېره لري چې له وطنه بهر دي او د بدلون هیله ورسره تړلې ده.

سادات زیاتوي، د طالبانو ظلم ته د پای ټکی اېښودل یوازې د افغانانو په ځانګړي ډول د پښتنو له‌خوا ممکن دی، ځکه دوی تر ټولو زیات قرباني شوي او مقاومت یې کړی.

د قابله‌ګانو نړیواله ورځ؛اروپایي ټولنه وایي، قابلو د افغانستان روغتیایي وضعیت ژوندی ساتلی

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازولۍ د می پنځمه د قابله‌ګانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان قابله‌ګانو له هڅو ستاینه کړې ده.

یادې استازولۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د قابله‌ګانو پیاوړتیا د روغتیایي نظام د بنسټونو د تقویت سبب ګرځي او د مړینې کچه راټیټولی شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ټولو نجونو او ښځو لپاره، په ځانګړي ډول طبي زده‌کړو ته لاس‌رسی، د افغانستان د روغتیایي سیسټم لپاره حیاتي ارزشت لري.

د پاکستان او هند ترمنځ د کړکیچ دوام؛پاکستان د فتح په نوم یو بل توغندی ازمویلی

پاکستان د «فتح» په نوم یو ۱۲۰ کیلومتره واټن‌لرونکی ځمکنی توغندی ازمایلی، چې دا د روانې اوونۍ دوهم ازمایښتي توغندی دی.

دا ازموینه د هند سره د زیاتېدونکو کړکېچونو په منځ کې شوې.

د پاکستان پوځ وايي، هدف‌یې د ځواکونو عملیاتي چمتووالی او د توغندي دقت ارزول دي.

پاکستاني پوځ د شنبې په ورځ هم یو بل ۴۵۰ کیلومتره واټن‌لرونکی توغندی ازمایلی و.

دغه نظامي خوځښتونه داسې مهال ترسره کېږي چې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته له هغې کړکېچنې شوې، چې په کشمیر کې د تفریح لپاره تللي ۲۶ سیلانیان ووژل شول.

د صالح په مشرۍ زرغون بهیر:ټول پښتانه طالبان نه دي او ډېرو د طالبانو پر ضد مبارزه کې نه هېرېدونکې قربانۍ ورکړې

د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر په یوې اعلامیې کې له سویس او نورو هېوادونو غوښتي، چې ټولو پښتنو ته د طالبانو په سترګه ونه ګوري.

اعلامیه کې ویل شوي، چې ټول پښتانه طالبان نه دي او له پښتون سره د طالب د کلیمې تړل نه یوازې دا، چې یو نامناسب کار دی؛ بلکې ناوړه پایلې هم لري.

د اعلامیې پر اساس، پښتنو د طالبانو ضد مبارزه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې او اوس د طالبانو په نوم د دوی اېستل د ټولو موازینو خلاف دی.

دا په داسې حال کې ده چې سویس ویلي، پښتانه به له خپل هېواد وباسي.

بلوچستان؛په نوشکي کې د تېلو ټانکر چاودنې له امله د مړو شمېر ۱۹ تنو ته لوړ شوی

د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د تېرې ورځې د تېلو ټانکر چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ تنو ته رسېدلی دی.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پېښې له ځایه ۲۴ تنه د شدیدو سوځېدنو له امله د کراچۍ روغتون ته انتقال شوي وو، چې له ډلې یې یو شمېر د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

چارواکي وایي، مړي خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې خلک د یوه خراب شوي ټانکر د فلزکارۍ نندارې ته راټول شوي وو او ناڅاپه چاودنه رامنځته شوه، چې له امله یې له ۶۰ زیات کسان ټپیان شول.