پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 490

ډونالډ ټرمپ:پوتین لیونی شوی او دا کړنې به د روسیې د زوال لامل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په بشپړ ډول لیونی شوی او اوسني بریدونه‌یې نه یوازې بې‌دلیله دي، بلکې د روسیې راتلونکی هم ګواښي.

ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې روسیې په بې‌ساري توګه په لسګونو ډرون بریدونه پر اوکراین وکړل، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي.

نوموړي په خپله ټولنیزه شبکه «تروث سوشال» کې لیکلي: «ما تل له پوتین سره ښې اړیکې لرلې، خو داسې ښکاري چې اوس یو څه پرې اغېز کړی. هغه بې‌دلیله خلک وژني، نه یوازې سرتېري، بلکې ښارونه‌یې هم په نښه کړي.»

ټرمپ زیاته کړې: «ما تل ویلي چې پوتین ټول اوکراین غواړي، نه یوازې یوه برخه‌یې. که دا پلان عملي کړي؛ نو دا به د روسیې پای وي.»

ولسمشر ټرمپ همداراز د اوکراین پر ولسمشر ولودیمیر زلنسکي هم نیوکه کړې او ویلي‌یې دي، چې د هغه څرګندونې د سولې لپاره ستونزې جوړوي.

ټرمپ ټینګار کړی چې دا جګړه د پوتین، زلنسکي او بایډن ده، نه د هغه، او یوازې دی هڅه کوي چې د نړۍ دا “ستر او بدرنګه اورونه” مړه کړي.

د فرانسې ولسمشر؛د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د اسیایي هېوادونو سفر پیل کړی

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د خپل آسیایي سفر په پیل کې هیله ښودلې چې هېواد به یې وکولای شي له آسیايي هېوادونو سره د دفاع، انرژۍ او تخنیکي نوښت په برخو کې هوکړې ته ورسېږي.

نوموړي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ، د مې ۲۵مه، ویتنام ته تر رسېدو وروسته وکړې، او ویې ویل چې د دې سفر هدف د فرانسې او آسیايي هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراخول دي.

ټاکل شوې چې مکرون له ویتنام وروسته اندونیزیا او سنګاپور ته هم سفر وکړي او د آسیا په یو له مهمو دفاعي کنفرانسونو «شانګریلا ډیالوګ» کې ګډون او وینا وکړي.

هغه په یوه پیغام کې لیکلي: «موږ دلته راغلي یو، څو زموږ اړیکې د دفاع، انرژۍ، نوښت او کلتوري تبادلو په برخو کې لا ژورې کړو.»

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې فرانسه او اروپايي اتحادیه هڅه کوي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سختو سوداګریزو تګلارو په مقابل کې له آسیا سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

د طالبانو د حکومت بهرنۍ پالیسي څوک جوړوي؟

لیکوال: دوکتور هاتف مختار
د یو افغان وګړي په توګه، زه دا بنسټیزه پوښتنه مطرح کوم: د طالبانو د حکومت بهرنۍ پالیسي څوک جوړوي، او ایا دا پالیسي په ریښتیا سره د ټول افغان ملت استازیتوب کوي، لکه څنګه چې دوی یې ادعا کوي؟ دوی په دوامداره توګه د ټولو هېوادونو په اړه د متوازنې بهرنۍ پالیسۍ خبره کوي؛ خو زه په کلکه باور لرم چې دوی نه یوازې د یوې متوازنې پالیسۍ مفهوم او د نړیوالو قوانینو او اصولو پر بنسټ د هغې د جوړولو په اړه کافي پوهه نه لري؛ بلکې د دوی کړنې دا په ډاګه کوي چې دوی د نړیوالو اړیکو د معاصر چوکاټ او د دیپلوماسۍ د اصولو سره سم عمل نه کوي.

د نړیوالو اړیکو او نړیوال قانون له مخې، یوه متوازنه بهرنۍ پالیسي هغه ده، چې د ملي ګټو ساتنه وکړي، د نړیوالو تړونونو او کنوانسیونونو درناوی وکړي، د بشري حقونو نړیوالو معیارونو ته ژمن وي او د نړیوالې ټولنې سره د متقابل احترام، شفافیت او همکارۍ پر بنسټ تعامل وکړي؛ خو د طالبانو کړنې لکه پر ښځو او اقلیتونو د سختو محدودیتونو لګول، د رسنیو سانسور، او د نړیوالو بشري حقونو د اصولو څخه سرغړونه دا په ډاګه کوي چې د دوی پالیسي نه یوازې له نړیوالو نورمونو سره په ټکر کې ده؛ بلکې د یوه ټولشموله، عادلانه او مشروع نظام د جوړولو لپاره اړین باور هم نه رامنځته کوي.

د طالبانو بهرنۍ پالیسي، چې ظاهراً د دوی د بهرنیو چارو وزارت او مشرتابه لخوا جوړېږي، تر ډېره د ایډیالوژیکي او محدودو لیدلورو پر بنسټ ولاړه ده، نه د نړیوالو دیپلوماتیکو اصولو، د ملګرو ملتونو د منشور، یا د نړیوالو اړیکو د معاصرو تیوریو پر بنسټ.

د مثال په توګه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا او نورو نړیوالو بنسټونو له خوا د بشري حقونو په اړه راپورونه او غوښتنې، لکه د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار او عامه ونډې د بندیزونو لرې کول، د طالبانو له خوا په دوامداره توګه رد شوي دي.

دا کړنې د نړیوالو قوانینو، په ځانګړي توګه د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې (UDHR) او د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) سره په ټکر کې دي، چې د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو د رسمیت پېژندنې مخه نیسي او د سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو سره د باور پر بنسټ اړیکو جوړولو ته زیان رسوي.

د طالبانو د بهرنۍ پالیسۍ ادعا شوی “توازن” نه یوازې له نړیوالو معیارونو سره سمون نه لري، بلکې په عملي توګه د شعارونو او ظاهري ژمنو په کچه پاتې ده.
د نړیوالو اړیکو تیوریو له مخې، یوه متوازنه پالیسي د متقابل احترام، د دولتونو د خپلواکۍ درناوي، او د نړیوالو تړونونو پر پلي کولو ولاړه وي؛ خو طالبانو نه یوازې دا چې د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار د حقونو په برخه کې له نړیوالو اصولو سرغړونه کړې، بلکې د نړیوالو ترهګرو ډلو، لکه القاعدې، سره د اړیکو په اړه هم جدي نړیوالې اندېښنې راپورته کړي دي.
د بېلګې په توګه، د القاعدې د مشر ایمن الظواهري په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې وژل کېدل د دې ثبوت دی چې طالبانو د دوحې تړون (۲۰۲۰) د ژمنو په ځانګړي توګه د ترهګرۍ ضد مبارزه او ترهګرو ډلو ته د پناه‌ځای نه ورکولو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.

دا کړنې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو (۱۲۶۷ او ۱۳۷۳) او د نړیوالو امنیتي نورمونو سره په مستقیمه توګه په ټکر کې دي، چې د طالبانو د بهرنۍ پالیسۍ اعتبار نور هم کمزوری کوي.

د طالبانو د بهرنۍ پالیسۍ جوړوونکي د نړیوالو اړیکو د پیچلو میکانیزمونو او دیپلوماتیکو نورمونو په اړه کافي تخصص او تجربه نه لري.
دوی د نړیوال قانون پر ځای، د خپل ایډیالوژیکي لید او داخلي اجنډا پر بنسټ عمل کوي، چې دا د یوې اغېزناکې او مشروع بهرنۍ پالیسۍ لپاره کافي نه دی.

د نړیوالو اړیکو د تیوریو له مخې، یو دولت هغه وخت نړیوال مشروعیت ترلاسه کولی شي، کله چې د خپل ملي حاکمیت او داخلي پالیسیو ترمنځ توازن وساتي او د نړیوالو نورمونو، لکه د بشري حقونو، د ښځو د حقونو، او د بیان د ازادۍ د اصولو درناوی وکړي؛ خو د طالبانو د پالیسیو یو اړخیزه او محدودوونکې بڼه لکه د ښځو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض او د اقلیتونو د حقونو سلبول د دوی د بهرنۍ پالیسۍ د ناکامۍ او د نړیوالې ټولنې له لوري د منزوي کېدو لامل شوي دي.

د یوې قوي، مشروع او باوري بهرنۍ پالیسۍ لپاره، طالبانو ته اړینه ده چې د نړیوالو اړیکو پر اصولو لکه د دولتونو د خپلواکۍ درناوی، د بشري حقونو ساتنه، او د نړیوالو سازمانونو لکه ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالې شورا سره پر فعاله همکاري عمل وکړي او پرته له دې، د دوی د “متوازنې پالیسۍ” ادعا به یوازې یو خالي شعار پاتې شي، چې نه یوازې د افغان ولس د هیلو او اړتیاوو استازیتوب نه کوي، بلکې د نړیوالې ټولنې له لوري هم د باور وړ نه دی.
که طالبان د نړیوالو قوانینو او اصولو درناوی ونه کړي او د ټولشموله، عادلانه او د ټولو افغانانو استازیتوب کوونکي نظام په جوړولو کې پاتې راشي، نو نه یوازې به د نړیوالې ټولنې له ملاتړ او مشروعیت څخه محروم پاتې شي، بلکې افغانستان به د تلپاتې بې‌ثباتۍ، اقتصادي بحران او نړیوالې انزوا له جدي خطر سره مخامخ شي، چې پایلې به یې د ټول ولس لپاره فاجعه‌بار وي.

په پایله کې، د طالبانو د بهرنۍ پالیسۍ په اړه، دوی باید د نړیوال قانون پر بنسټ یو ټولشموله او مشروع چلند غوره کړي، د بشري حقونو نړیوالو معیارونو ته ژمن وي، او د نړیوالې ټولنې سره د شفافیت او همکارۍ پر بنسټ اړیکې جوړې کړي.

د دوی اوسنۍ پالیسي، چې د ایډیالوژۍ او محدودیت پر بنسټ ده، نه یوازې د نړیوالو اصولو سره سمون نه لري، بلکې د یوې سوله‌ییزې، با ثباته او پرمختللې ټولنې د جوړولو مخه نیسي.
که طالبان غواړي چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي، نو اړینه ده چې د خپلې پالیسۍ بنسټیز اصلاحات راولي او د نړیوالو قوانینو او د ټولنې د ټولو اړخونو د حقونو درناوی وکړي. پرته له دې، د دوی د بهرنۍ پالیسۍ ناکامي به د افغانستان د راتلونکي لپاره ورانوونکې پایلې ولري.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

احمد شریف چودري:افغانستان د پاکستان ورور هېواد دی؛ خو ستونزه له هغوی سره ده چې د هند پیسې د پاکستان ضد کاروي

د پاکستان د پوځ ویاند، احمد شریف چودري، ویلي چې افغانستان باید ترهګرو ته پناه ور نه کړي.

نوموړی وایي، دا عناصر”ترهګر” د پاکستان، سیمې، او اسلام پر ضد فعالیت کوي.

چودري زیاتوي چې افغانستان د پاکستان ورور اسلامي هېواد دی؛ خو ستونزه له هغو کسانو سره ده چې د هند له خوا پیسې اخلي او د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوي.

هغه پر افغانانو غږ کړی، چې خپل هېواد دې د ترهګرو خوندي ځای نه ګرځوي.

کونړ؛څوکۍ ولسوالۍ کې ۳۰ هکټاره ځنګل سوځېدلی

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ ۳۰ هکټاره ځنګلي سیمې د اور له کبله سوځېدلي دي.

ځايي سرچینې وایي، دا اور دوه ورځې وړاندې د «دیوه ګل» او «لام کنده» کلیو په شاوخوا کې د «ناجو» په ځنګلونو کې بل شوی و.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، اور د شنبې په ورځ د غبرګولي ۳مه د سیمې د خلکو په هڅو مهار شوی؛ خو د اور لګېدنې د دقیق لامل په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

طالب چارواکي زیاتوي، چې په دې ډول سیمو کې ډېر کله د شپنو بې‌احتیاطي د اور لګېدو سبب کېږي.

د طالبانو حکومت؛تورخم کې ۳۵ ټنه خراب کچالو بېرته پاکستان ته ستانه کړي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د تورخم له لارې افغانستان ته د ۳۵ مټریک ټنه خرابو کچالو د واردېدو مخه نیول شوې ده.

د یاد ریاست مشر محمد ولي محسن ویلي، دغه کچالو د نباتي قرنطین مدیریت له لوري د تورخم په ښارګوټي کې بې‌کیفیته او خوسا تشخیص شوي او بېرته پاکستان ته لېږل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې دا اقدام د خوراکي توکو د کیفیت ساتلو او د عامې روغتیا د خوندیتوب په موخه ترسره شوی دی.

هرات؛په ادرسکن ولسوالۍ کې یو سړي خپله مېرمن، پلار او مور وژلي

د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې یو سړي د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي دي.

د هرات د طالبانو امنیې قوماندانۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه سړي تېره شپه له خپلې مېرمن سر پرې کړی او خپل پلار او مور یې د چاقو په وسیله وژلي دي.

سیمه‌ییزې سرچینې هم دا پېښه تاییدوي او وايي، قاتل له پېښې وروسته تښتېدلی دی.

امنیتي چارواکي وايي، د دې پېښې لامل تر اوسه څرګند نه دی او د قاتل د نیولو هڅې روانې دي.

کویټ؛د لسګونه زرو کسانو تابعیت لغوه کړی

د کویټ دولت د یو بې‌ساري اقدام په ترڅ کې د لسګونو زرو کسانو تابعیت لغوه کړی، چې لږ تر لږه ۲۶ زره ښځې پکې شاملې دي.

دغو کسانو زیاتره د واده له لارې کویټي تابعیت ترلاسه کړی و؛ خو په دې اړه د کویټ د تازه کړنلارو پر اساس، اوس له دغه تابیعت څخه محروم شوي دي.

راپورونه وايي، ځینې دا ښځې له څو لسیزو راهیسې په کویټ کې ژوند کوي.

باور دا دی، چې کویټ هڅه کوي په دې کار سره د خپل تابیعت باور نور هم لوړ کړي.

د امریکا سفیر احمد شرع ته:مننه، چې د ډونالډ ټرمپ پالیسي دې پلې کړې

په ترکیه کې د امریکا سفیر او د سوریې لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي، توماس باراک په استانبول کې د سوریې د موقت حکومت له مشر احمد شرع سره لیدلي او له هغه یې د داعش پر ضد اقداماتو، له اسرائیلو سره د اړیکو او د ټرمپ د پالیسۍ د پلي کولو له امله ستاینه کړې ده.

د ښاغلي باراک په وینا، دغه لیدنه تاریخي وه، ځکه چې له سوریې څخه د امریکا بندیزونه لېرې شوي او دواړو خواوو د پانګونې، پراختیا او د یوې نوې سوریې د معرفي کولو ژمنه کړې ده.

هغه زیاته کړې چې احمد شرع د بندیزونو د لغو کېدو ستاینه کړې او دا اقدام یې د امریکا او سوریې ترمنځ د نویو همکاریو لپاره مهم بللی دی.

ټرمپ هم، چې وروستی ځل یې له شرع سره په سعودي عربستان کې لیدلي و، له هغه اغېزمن شوی ښکاري.

هغه خبریالانو ته ویلي وو: «هغه یو ځوان، ښکلی، سخت‌دریځه سړی دی. پیاوړې سابقه لري. ډېر قاطع او جنګیالی دی.»

پاکستان؛شهباز شریف هڅه کوي د هند پر وړاندې د سیمې هیوادونو ملاتړ جذب کړي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ترکیې، آذربایجان، ایران او تاجیکستان ته شپږ ورځنی سیمه‌ییز سفر پیل کړی.

د دغه سفر موخه د هند له خوا د وروستیو بریدونو پر مهال د یادو هېوادونو له ملاتړه مننه او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا بلل شوې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي، شهباز شریف به د دې سفر په ترڅ کې د کوربه هېوادونو له مشرانو سره د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو مسایلو او نړیوالو تحولاتو په اړه خبرې وکړي.

ټاکل شوې، هغه د مې پر ۲۹مه په تاجیکستان کې د یخچالونو نړیوال کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

له بلې خوا، پاکستان یو دیپلوماتیک کمپاین پیل کړی چې د هند د وروستي برید په تړاو نړیوال ملاتړ جلب کړي.