پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 489

امیرخان متقي:افغانستان یو نوی فصل پیل کړی او دا د ثبات، امنیت او خپلواکۍ فصل دی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د چین په سیچوان اقتصادي او سودا ګریز فورم کې په خپله وینا کې ویلي چې افغانستان د تیرو ۴۵کلونو جګړو او ناامنیو له امله په سیمه کې خپل رول له لاسه ورکړی و.

ښاغلي متقي ویلي:«افغانستان نن یو نوی فصل پیل کړی. دا د ثبات، امنیت او خپلواکۍ فصل دی.»

مولوي امیرخان متقي ویلي افغان ملت اوس نورو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو لپاره هڅې پیل کړې دي او غواړي له دې لارې د خپل وطن سوله، سوکالي او پرمختګ متداوم وساتي.

مصطفی مستور:د ملګرو ملتونو د “مؤزائیک” طرحه اساسي حل لاره نه ده

د افغانستان د پخواني حکومت د اقتصاد وزیر، مصطفی مستور د ترکیې په انتالیا غونډه کې وویل چې د ملګرو ملتونو د «موزائیک» طرحه، له اوسني وضعیت څخه د افغانستان د وتلو او د یو همه‌شموله حکومت د جوړېدو لپاره مناسبه لار نه ده.

نوموړي وویل چې ملګري ملتونه له طالبانو د بشري حقونو رعایت، له تروریزم سره مبارزه او د همه‌شموله حکومت جوړول غواړي؛ خو دا غوښتنې یې په طرحه کې روښانه نه دي بیان کړي.

د هغه په خبره، سره له دې چې د دوی غوښتنې نه دي واضح شوي؛ خو د طالبانو د بندیزونو لېرې کول، د شتمنیو خلاصون، او دوی ته د ملګرو ملتونو څوکۍ تسلیمولو غوښتنې واضح ذکر شوي دي.

مستور زیاته کړه چې دا طرحه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي، فریدون سینیرلي‌اوغلو، د راپور پر بنسټ چمتو شوې ده.

د ملګرو ملتونو دغه «موزائیک» طرحه، چې په وروستیو میاشتو کې معرفي شوې، له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده.

امرالله صالح:ناسپاس سیاستوال د روان وضعیت مسول دي

د جمهوري نظام پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح کابل پودکاسټ ته په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې له ولسمشر اشرف غني سره دا مهال اړیکه نه لري.

هغه ټینګار کړی چې د نظام د سقوط مسؤلیت یوازې غني ته منسوبول ناسمه محاسبه ده.

صالح وايي، هغه پخواني چارواکي هم مسؤل دي چې طالبانو ته یې لابي کوله او د هغوی د بیا راتګ زمینه‌یې برابره کړه

ایران:غواړو چې سږکال افغانستان ته ۵۰۰ زره ټنه ټرانزیټي توکي د اورګاډي له لارې ولیږو

د ایران د اورګاډي ادارې اجرایوي مشر جبار علي ذاکري وایي پلان لري چې روان کال د ریل پټلۍ له لارې ۵۰۰ زره ټنه ټرانزیټي توکي افغانستان ته واستوي.

نوموړي د ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، د سالار – شادمهر حلقوي سړک په پرانیستلو سره توکي په لږ وخت کې خپل منزل ته ورسوي.

ذاکري زیاته کړې چې اوس د اورګاډي مسیرونه له هرات او سنګان څخه د شهد مطهري تر تمځای پورې بشپړ فعال دي، او پخوانۍ ستونزې هم له منځه وړل شوي دي.

د هغه په وینا، افغانستان دا مهال د ایران پنځم ستر سوداګریز شریک دی.

ټرمپ:له ایران سره د خبرو اترو په برخه کې جدي پرمختګ شوی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د امریکايي پلاوي او د ایران د استازو ترمنځ تازه خبرې “ډېرې ښې” وې او امکان لري چې ژر له دې لوري ښه خبرونه خپاره شي.

ټرمپ دا څرګندونې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې او ویلي یې دي، چې که څه هم د خبرو جزئیات نه‌شي شریکولای؛ خو “جدي پرمختګونه” په‌کې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې: «نه پوهېږم چې په راتلونکو یوه یا دوو ورځو کې به ښه خبر درکړم که بد؛ خو داسې احساس کوم چې ښايي مثبت پرمختګونه وشي.»

د راپورونو له مخې، دغه خبرې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ستیف ویتکوف او د ایران د پلاوي ترمنځ د ایټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شوې دي.

د پروان د عامې روغتیا رئیس؛له موسسې قلنګ اخلي او خپل، خپلوان مقرروي

حماسه میډیا ته رسېدلي اسناد ښيي، چې د پروان ولایت د طالبانو د عامې روغتیا رییس مولوي امدادالله په پراخ اداري فساد ککړ دی.

مولوي امدادالله د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ اوسېدونکی او ویل کیږي چې د کاپیسا د والي قاري بریال نږدې ملګری دی.

نوموړي مخکې له دې، د کاپیسا د عامې روغتیا ریاست د سمع شکایاتو له ریاست څخه د ادارې فساد په تور له دندې لیرې شوی وو.

د پروان د عامې روغتیا ریاست یو شمیر مامورین وایي مولوي امدادالله د یاد ریاست په تشکیلاتو کې د فساد پرته، د جېک موسسې له بودجې یې ځان او خپل ساتونکي ته شخصي معاشونه اخیستي، او په روغتونونو او کلینیکونو کې یې درمل کم کړي او هغه ډاکټران یې له دندو لرې کړي، چې د ده نه خوښېدل.

د ګڼو کارکوونکو او مراجعینو له شکایتونو سره سره نوموړی لاهم خپل کار ته دوام ورکوي او ویل کیږي چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي له خوا یې ملاتړ کېږي.

لغمان‌-الینګار؛د طالبانو د امربالمعروف منسوبینو د موسیقۍ لسګونه الات سوځولي

د طالبانو حکومت د امربالمعروف ریاست چارواکو د لغمان په الینګار کې د موسیقي لسګونه الات سوځولي دي.

دوی ویلي، چې دا الات له تېرو څو میاشتو راهیسې د بېلابېلو ودونو له پروګرامونو راټول شوي دي.

په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي، چې په یادو الاتو کې لوډسپیکر، ایم پي تري او نور ګڼ توکي دي.

د یادونې ده، چې د طالبانو حکومت نه یوازې لغمان؛ بلکې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې هم ورته کړنې ترسره کړي دي.

ټي‌ټي‌پي:د پاکستاني پوځ د ویاند هغه څرګندونې شرموونکې دي چې د یو پاکستاني وینه یې له زرو افغانانو غوره ګڼلې

تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري هغه څرګندونې شرموونکې بللي، چې پکې یې د یوه پاکستاني وینه د زرو افغانانو څخه ارزښتناکه ګڼلې وه.

دغه وسله‌والې ډلې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ډول څرګندونې د افغانانو د وینې ښکاره سپکاوی دی او دا به افغان ولس ته هېڅکله د منلو وړ نه وي.

ټي‌ټي‌پي همداراز هغه خبرې هم غندلي چې ګوندې افغانان د هند د سیاستونو وسیلې ګرځېدلي دي.

دوی د بلوڅ ملتپالو او د بشري حقونو فعالانو پر ضد د پوځ د ویاند څرګندونې هم غندلي او ویلي یې دي چې پوځ خپلې اصلي دندې له پامه غورځولي او د سیاسي او کرنیزو چارو په ګډون په بېلابېلو برخو کې لاسوهنې کوي.

د یادونې وړ ده چې احمد شریف چودري د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي وو چې د یوه پاکستاني وینه تر زرو افغانانو ورته ارزښت لري.

نوموړي له افغانانو غوښتي وو چې د هند د پالیسۍ وسیلې نه شي او له ترهګرو ملاتړ ته د پای ټکی کېږدي.

اورزولا فون درلاین:اروپايي اتحادیه له امریکا سره د سوداګریزو خبرو د چټک پرمختګ هوډ لري

د اروپايي اتحادیې د کمېسیون مشره اورزولا فون‌ در لاین وایي، اروپايي اتحادیه چمتو ده چې له امریکا سره سوداګریزې خبرې ژر او قاطعانه پرمخ یوسي.

نوموړې دا څرګندونې تېره ورځ له ولسمشر دونالډ ټرمپ سره تر یوه تلیفوني تماس وروسته کړي دي.

فون‌ در لاین په خپل پیغام کې لیکلي چې د دواړو لورو ترمنځ «ښه تماس» ترسره شوی او اروپايي اتحادیه ژمنه ده چې تر جولای نهمې پورې د یو اغېزمن توافق لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ولسمشر ټرمپ اروپايي اتحادیې ته ګواښ کړی که موافقې ته ونه رسېږي، نو پر ټولو اروپايي وارداتو به ۵۰ سلنه تعرفه ولګوي.

فون‌ در لاین خبرداری ورکړی که خبرې اترې ناکامه شي، بروکسل به د ۱۰۰ میلیارد یورو په ارزښت د امریکایي توکو پر وارداتو تعرفې ولګوي.

ایکسپریس ټریبون:د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره د پاکستان په خوښه د ټي‌ټي‌پي یو شمېر غړي نیولي

د پاکستان “ایکسپریس ټریبیون” ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د طالبانو حکومت د اسلام اباد په غوښتنه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) یو شمېر غړي نیولي دي.

سرچینې وایي، نیول شویو کسانو کې هغه غړي هم شامل دي چې د ډلې لپاره یې د جلب و جذب مسؤلیت درلود.

راپور زیاتوي، دا لومړی ځل دی چې طالبان د پاکستان د غوښتنو له مخې پر ټي‌ټي‌پي داسې پراخ اقدامات کوي.

یادې ورځپاڼې ویلي، چې دا اقدامات کابل ته د پاکستان د ځانګړي استازي د سفر په پایله کې شوي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.