پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 491

د امریکا سفیر احمد شرع ته:مننه، چې د ډونالډ ټرمپ پالیسي دې پلې کړې

په ترکیه کې د امریکا سفیر او د سوریې لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي، توماس باراک په استانبول کې د سوریې د موقت حکومت له مشر احمد شرع سره لیدلي او له هغه یې د داعش پر ضد اقداماتو، له اسرائیلو سره د اړیکو او د ټرمپ د پالیسۍ د پلي کولو له امله ستاینه کړې ده.

د ښاغلي باراک په وینا، دغه لیدنه تاریخي وه، ځکه چې له سوریې څخه د امریکا بندیزونه لېرې شوي او دواړو خواوو د پانګونې، پراختیا او د یوې نوې سوریې د معرفي کولو ژمنه کړې ده.

هغه زیاته کړې چې احمد شرع د بندیزونو د لغو کېدو ستاینه کړې او دا اقدام یې د امریکا او سوریې ترمنځ د نویو همکاریو لپاره مهم بللی دی.

ټرمپ هم، چې وروستی ځل یې له شرع سره په سعودي عربستان کې لیدلي و، له هغه اغېزمن شوی ښکاري.

هغه خبریالانو ته ویلي وو: «هغه یو ځوان، ښکلی، سخت‌دریځه سړی دی. پیاوړې سابقه لري. ډېر قاطع او جنګیالی دی.»

پاکستان؛شهباز شریف هڅه کوي د هند پر وړاندې د سیمې هیوادونو ملاتړ جذب کړي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ترکیې، آذربایجان، ایران او تاجیکستان ته شپږ ورځنی سیمه‌ییز سفر پیل کړی.

د دغه سفر موخه د هند له خوا د وروستیو بریدونو پر مهال د یادو هېوادونو له ملاتړه مننه او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا بلل شوې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي، شهباز شریف به د دې سفر په ترڅ کې د کوربه هېوادونو له مشرانو سره د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو مسایلو او نړیوالو تحولاتو په اړه خبرې وکړي.

ټاکل شوې، هغه د مې پر ۲۹مه په تاجیکستان کې د یخچالونو نړیوال کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

له بلې خوا، پاکستان یو دیپلوماتیک کمپاین پیل کړی چې د هند د وروستي برید په تړاو نړیوال ملاتړ جلب کړي.

سرګي لاوروف:روسیه د استانبول د سولې خبرو ته ژمنه ده؛ خو لویدیځ د ګډوډۍ هڅې کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې هېواد به یې له اوکراین سره د استانبول د سولې مذاکراتو له لارې شویو توافقاتو ته ژمن پاتې شي.

لاوروف دغه څرګندونې د مسکو په یوه خبري ناسته کې کړې او د اوکراین له خوا پر روسیې د وروستیو بې‌پېلوټه بریدونو غندنه یې کړې ده.

هغه ادعا کړې چې دا بریدونه د بریتانیا، جرمني او فرانسي په ملاتړ ترسره شوي، او هدف یې د سولې د خبرو ګډوډول دي.

لاوروف زیاته کړه: «سره له دې چې پر روسیې بریدونه کېږي، موږ د استانبول د خبرو اترو بهیر ته دوام ورکوو او خپلو ژمنو ته وفادار یو.»

کریم خرم:ښايي افغانستان دا ځل د چین او امریکا د رقابت ډګر وګرځي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس کریم خرم ویلي، چې ۲۱مه پېړۍ د چین او امریکا ترمنځ د نړیوال رقابت داسې پېړۍ ده، لکه ۲۰مه پېړۍ د شوروي او امریکا ترمنځ او ۱۹مه پېړۍ د بریتانیا او روسیې ترمنځ وه.

هغه د امریکا د استخباراتي ادارې (CIA) د ۲۰۲۵ کال د راپور په اړه ویلي، چې چین د امریکا اصلي سیال او حتی دښمن ګڼل شوی.

د نوموړي په خبره، چین یوازینی ځواک دی چې د امریکا نړیواله برتري ننګولی شي.

خرم زیاته کړې، چې افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله تل د سترو قدرتونو د لوبو قرباني شوی، او اوس بیا هم په داسې سیمه کې پروت دی چې ښايي د چین او امریکا ترمنځ د نوي رقابت ډګر شي.

نوموړي ټینګار کړی، که افغانستان په نړیواله کچه د یوه مشروع دولت او متحد ملت په توګه مطرح شي؛ نو کولای شي، چې له دغه رقابت څخه ګټه واخلي.

افغان ژباړن؛جمال ولي امریکايي پولیسو وژلی

د امریکا د ویرجنیا ایالت په فیرفکس ښار کې یو افغان له پولیسو سره د نښتې پر مهال وژل شوی دی.

وژل شوی افغان جمال ولي نومیږي، چې پخوا یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ژباړن دنده ترسره کوله.

پولیسو ویلي، جمال ولي له خپل سرعت څخه په چټکۍ موټر چلوو، چې پولیسو ورته د درېدو امر کړی؛ خو هغه له درېدو سره سم، پر پولیسو ډزې کړې.

نوموړی، چې ۳۶ کاله عمر یې درلود، مېرمن او څلور ماشومان یې بې سرپرسته شول.

امریکا؛کالیفورنیا کې د سوداګریزې الوتکې سقوط ۶ کسان وژلي

د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سن دیکو ښار کې د مونتګومری-ګیبز هوايي ډګر ته څېرمه د «سسنا ۵۵۰» سوداګریزې الوتکې د سقوط له امله لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي دي.

راپورونه وايي، د پېښې اصلي لامل خرابه هوا ښودل شوې؛ خو د سقوط پر مهال هېڅ بېړنی حالت نه و اعلان شوی.

الوتکه د اجازې تر ټاکل شوې کچې ټیټه شوې وه؛ خو لا څرګنده نه ده چې دا پېښه ولې شوې.

ټرمپ:نور به زمونږ ځواکونه د هېوادونو ملت جوړونه کې نه ښکېل کېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ځواکونه به یې تر دې وروسته د نورو هېوادونو په ملت جوړونه کې نه بوختیږي.

هغه د امریکايي ځواکونو له پوځي اکاډمۍ څخه د سرتېرو فراغت غونډې ته ویلي، چې د دوی اوسنی تمرکز پر امریکا دی او هڅه کوي چې امریکا خپل پخواني برم ته ورستنه کړي.

ټرمپ زیاته کړې، چې امریکا پخوا نړۍ کې بې پایلې لومړیتوبونه ترسره کول؛ خو اوس هڅه کوي چې دې هرڅه ته د پای ټکی کېږدي.

د پولیو بنسټ:د ۲۰۲۶ کال لپاره د پولیو له منځه وړلو بودیجه مو ۴۰ سلنه کمه شوې

په داسې حال کې چې افغانستان کې لاهم د پولیو ګواښ په لوړه کچه دی؛ خو ختیځه مدیترانه کې د روغتیا نړۍوال سازمان سیمه ییزې مشرې حنان بلخي ویلي، چې د راتلونکي کال لپاره د پولیو د له منځه وړلو پر وړاندې د مبارزې لپاره د دوی بودجه ۴۰ سلنه کمه شوې.

حنان بلخي جینوا کې د روغتیا نړۍوالې اسامبلۍ ته ویلي، د ۲۰۲۴ کال په پیل کې افغانستان او پاکستان کې د پولیو ویروس نږدې له منځه تللی وو.

د یادونې ده، چې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۳ کالونو کې افغانستان کې د پولیو څو مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

پاکستان؛پنجاب ایالت کې د طوفان له امله ۸ کسان وژل شوي او ۴۵ ټپیان دي

راپورونه وايي، د پاکستان په پنجاب ایالت کې د سختو بادونو او طوفاني بارانونو له امله پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې دي.

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ویاند په وینا، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د جيونیوز د راپور له مخې، ډېره مرګ‌ژوبله د زړو ودانیو د نړېدو له امله رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وینا، ژغورونکې ډلې د ځپل شویو سیمو د پاکولو او مرستندویو عملیاتو لپاره پر هڅو بوختې دي.

هند؛افغانانو ته د انلاین ویزو د ورکړې بهیر پیل کړ

هندي رسنیو ویلي، چې هند د تېرې اپریل میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې افغانانو ته د دغه هېواد د انلاين ویزو د ورکړې بهیر بېرته پیل کړی دی.

هندو ورځپاڼې ویلي، چې دغه انلاين ویزې سوداګرو، ناروغانو، لوبغاړو او هنرمندانو ته ورکول کیږي.

د هند حکومت تر دې مهاله په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د هند د ویزو ورکړې په اړه یو کمپاین هم پیل شوی وو.