شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 49

امنیتي سرچینې:د طالبانو حکومت د بلوچستان په کچلاغ کې د ایف سي پر قومندانۍ برید کړی

امنیتي سرچینې وایي چې د بلوچستان ایالت د کچلاغ او کوېټې ترمنځ سیمه کې د ایف سي پر عمومي قومندانۍ برید شوی دی.

د سرچینو په وینا، دا عملیات د بلوچستان په کچه د «غزه‌بند» په نوم ترسره شوي چې هدف یې د پاکستان د سرحدي ځواکونو مرکز و.

راپورونه زیاتوي چې د برید په پایله کې د پاکستان د پوځ یو شمېر سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو د تلفاتو کره شمېر لا نه دی څرګند شوی.

ویل کېږي چې دا برید د طالبانو حکومت وروسته له هغې کړی چې د پاکستان پوځ پر کندهار هوایي بریدونه کړي وو.

د امریکا سنا کې؛پر ایران د بریدونو د درولو طرحه رد شوه

د امریکا د سنا جرګې غړو هغه طرحه رد کړه چې غوښتل یې د ډونالډ ټرمپ حکومت دې د کانګرس له اجازې پرته پر ایران بریدونه ودروي.

په سنا کې د ۱۰۰ غړو له ډلې دا طرحه د ۵۲ مخالفو او ۴۷ موافقو رایو په اکثریت رد شوه.

د سنا ډېری سناتورانو د ایران پر وړاندې د پوځي عملیاتو ملاتړ وکړ.

دغه طرحه د ډیموکرات او جمهوري غوښتونکو ځینو سناتورانو له لوري وړاندې شوې وه.

په دې طرحه کې غوښتنه شوې وه چې پر ایران روان هوايي بریدونه دې ودرول شي او که هر ډول پوځي اقدام کېږي، نو باید د کانګرس رسمي اجازه ترلاسه شي.

خو د سنا اکثریت غړو د دې طرحې مخالفت وکړ او له همدې امله طرحه تصویب نه شوه.

اوس مهال په سنا کې د جمهوري غوښتونکي ګوند اکثریت دی چې ۵۳ څوکۍ لري.

د ډیموکرات ګوند ۴۵ څوکۍ لري او دوه خپلواک سناتوران هم شته چې زیاتره وخت د ډیموکراتانو ملاتړ کوي.

د بریټانیا د اسخباراتي ادارې پخوانی مشر:د ایران پر ضد روانې جګړې ته هیڅ اړتیا نه وه او دا جګړه بې ګټې ده

د برېتانیا د استخباراتي ادارې MI6 پخواني مشر جان سوارز ویلي چې د ایران پر ضد روانه جګړه غیر ضروري او بې ګټې ده.

نوموړي له یوه امریکايي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې له ایران سره د جګړې اړتیا نه وه، ځکه د ایران له لوري د برید کوم جدي ګواښ موجود نه و.

د هغه په وینا، که په ایران کې اوس وضعیت ښه هم شي، ښايي د وینزویلا په څېر حالت رامنځته شي؛ خو امکان لري چې وضعیت تر دې هم ډېر خطرناک شي.

بل لور ته ډیموکراټیک سناتور کرس مرفي هم د حکومت پر پرېکړو نیوکه کړې ده.

هغه ویلي چې د ډونالډ ټرمپ خبرې له هغه څه سره سمون نه خوري چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو یې وایي، او دا روښانه نه ده چې امریکا ولې له ایران سره جګړه پیل کړه.

د یادونې ده چې مارکو روبیو ویلي و:«موږ پوهېدو چې که پر ایران برید وشي، ایران به سمدستي پر امریکايي ځواکونو برید وکړي؛ نو موږ نه غوښتل چې لومړی ضربه موږ ته ورسېږي.»

ولادیمیر پوتین:روسیه ښايي اروپا ته د ګازو رسونه بنده کړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، روسیه ښايي اروپا ته د ګازو رسونه بنده کړي، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د جګړو له امله د انرژۍ بیې لوړې شوې دي.

نوموړي ویلي، اروپايي اتحادیه هڅه کوي چې پر روسي ګاز او مایع طبیعي ګاز (LNG) بندیزونه ولګوي.

پوتین زیاته کړې، که پر روسي ګاز او تېلو بندیزونه ولګول شي، نو مسکو به د نورو بازارونو لکه چین لور ته مخه کړي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د روسیې پر انرژۍ د اروپا د تکیې له کمېدو سره، مسکو هڅه کوي خپل صادرات نورو نړیوالو بازارونو ته واړوي.

جنرال خوشال سادات:افغانستان د انساني ځواک او دینې عقیدې له مخې په پاکستان پیاوړی دی

د جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال، جنرال خوشال سادات ویلي چې د پاکستان ډېری جنګي الوتکې او مهمات د امریکا جوړ دي او په اوسني وضعیت کې امریکا او اسراییل خپلو اکمالاتو ته لومړیتوب ورکوي.

د هغه په وینا، که پاکستان ته د بمونو او تخنیکي پرزو رسونه کمه شي؛ نو ښایي د دې هېواد د هوايي ځواک مهمات ژر محدود شي او اړ شي چې خپلې ستراتیژیکې زېرمې وکاروي، هغه څه چې د هند له احتمالي ګواښ سره د مقابلې له امله ورته اسانه نه دي.

سادات زیاتوي چې افغانستان د درنو وسلو پر ځای انساني ځواک او قوي دیني انګېزه لري او د ده په باور، همدا ځواک کولای شي پرته له هوايي بمبار څخه هم پر پاکستان فشار واچوي او امنیتي ستونزې رامنځته کړي.

عاصم منیر:د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوله هغه وخت شونې ده چې افغان طالبان د وسله‌والو ډلو ملاتړ پرېږدي

د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر ویلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارول د منلو وړ نه ده او اسلام‌اباد به د هر ډول ګواښ د له منځه وړلو لپاره لازم اقدامات وکړي.

هغه دا څرګندونې د سویلي وزیرستان د وانا سیمې د سفر پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تلپاتې سوله هغه وخت شونې ده چې افغان طالبان له ترهګرۍ او وسله‌والو ډلو ملاتړ پرېږدي.

د پوځ ویاندویې ادارې زیاته کړې چې نوموړي د پولې پر اوږدو کې د ځای پر ځای شوو ځواکونو د وړتیا ستاینه کړې او پر هغوی یې بشپړ باور څرګند کړی دی.

ماریا زاخارووا:د کابل او اسلام‌اباد نښتې د اندېښنې وړ دي؛ اختلافونه دې د خبرو له لارې حل شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ پر پوله روانې نښتې د مسکو لپاره د جدي اندېښنې وړ دي.

زاخارووا په خپل بیان کې ټینګار کړی چې روسیه له دواړو لورو غواړي له هر ډول پوځي ټکر او کړکېچ څخه ډډه وکړي.

هغې ویلي: «موږ پر کابل او اسلام‌اباد غږ کوو چې خپل اختلافونه د متقابل درناوي او رغنده خبرو اترو له لارې حل کړي.»

د نوموړې په وینا، د سرحدي تاوتریخوالي دوام کولای شي د سیمې پر امنیت منفي اغېز وکړي، نو ځکه اړینه ده چې دواړه هېوادونه له زغم او سیاسي تعامل څخه کار واخلي.

اسماعیل بقایي:د امریکا لخوا د ایران د ډیپلوماټیکو پولیسو پر دفتر برید د ډیپلوماسۍ پر ضد خطرناک عمل دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د امریکا او اسراییلو له لوري په تهران کې د ایران د ډیپلوماټیکو پولیسو پر مرکزي دفتر وروستي بریدونه د نړیوالو قوانینو او ډیپلوماسۍ پر ضد خطرناک او غیرقانوني اقدام وباله.

بقایي په خپله ایکس پاڼه ویلي، دغه دفتر یوازې د بهرنیو سفارتونو او ډیپلوماټیکو ماموریتونو د امنیت ساتنې مسوولیت لاره، او پر داسې یوې ادارې برید د نړیوالو عرفي اصولو ښکاره نقض دی.

نوموړي زیاته کړې چې دا برید د امریکا د هغې تګلارې دوام دی چې په وینا یې په فعاله توګه غواړي ډیپلوماسي کمزورې کړي.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت:د ایران هغه بالستیک توغوندي د ناټو لخوا شنډ شوي، چې د ترکیې له فضایي حریم د تیریدو په حال کې وو

د ترکیې د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، هغه بالستیک توغوندي چې له ایران څخه توغول شوي وو او د عراق او سوریې له هوايي حریم تر تېرېدو وروسته د ترکیې له فضایي حریم د تیریدو په حال کې وو، په ختیځ مدیترانې کې د ناټو د هوايي او توغندیز دفاعي سیستمونو له لوري په وخت هدف وګرځول شول او شنډ کړل شول.

د خبرپاڼې له مخې، د یادو مهماتو یوه ټوټه د هاتای ولایت د دورتیول ولسوالۍ کې لوېدلې، خو څرګنده شوې چې دا د هوايي دفاعي عملیاتو د مخنیوي مهماتو پورې اړه لري چې ګواښ یې په هوا کې له منځه وړی و.

په پېښه کې د مرګ‌ژوبلې یا ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

انقره همداراز ټولو اړخونو ته خبرداری ورکړی چې د شخړو د پراخېدو لامل کېدونکو اقداماتو څخه ډډه وکړي، او زیاته کړې یې ده چې له ناټو او نورو متحدینو سره به خپلې سلا مشورې جاري وساتي.

ضمیر کابلوف:روسیه چمتو ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب رول ولوبوي

په مسکو کې د طالبانو حکومت سفیر ګل حسن حسن د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي دي.

د لیدنې پر مهال کابلوف د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچ ته اشاره کړې او دا یې د اندېښنې وړ بللی دی.

هغه ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید اختلافات د خبرو او سیاسي تعامل له لارې حل کړي.

کابلوف همداراز ویلي چې که اړتیا وي، روسیه چمتو ده د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب رول ولوبوي ترڅو کړکېچ راکم او ثبات ته لاره هواره شي.