د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، اوکراین داسې پړاو ته نږدې شوی چې هم د فرصت او هم د خطر احتمال په کې موجود دی.
خلیلزاد په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې اوکراین د روسیې د یرغل پر وړاندې د مقاومت په برخه کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړي او د خپلو ملاتړو له محدودیتونو سره سره یې هم پوځي وړتیاوې پراخې کړې دي.
د هغه په وینا، اوکراین په وروستیو میاشتو کې توانېدلی چې د روسیې پر مهمو اهدافو بریدونه وکړي او پر مسکو د جګړې لګښتونه زیات کړي.
زلمي خلیلزاد زیاته کړې، که اوسنی وضعیت همداسې دوام ومومي، اوکراین به وکولای شي روسیې ته لا زیات زیانونه واړوي او ښايي ځینې نیول شوې سیمې لکه کریمیا بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي.
هغه ټینګار کړی چې اروپا او امریکا باید د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي او د جي۷ هېوادونو ژمنې عملي کړي.
نوموړي همداراز خبرداری ورکړی چې د جګړې د احتمالي پراختیا او د روسیې د احتمالي نوو اقداماتو لپاره باید چمتووالی ونیول شي.
هم مهاله خلیلزاد وړاندیز کړی چې د پوځي ملاتړ ترڅنګ باید د هرې هغې معقولې او متوازنې سیاسي هوکړې له فرصت هم ګټه واخیستل شي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسېدو لامل کېدای شي.

