د کابل هوایي ډګر ته څیرمه د چاودنو او ډزو غږونه اوریدل شوي.
د سیمې اوسیدونکو حماسه میډیا ته وویل چې د هوایي ډګر شاوخوا څخه د سختو ډزو او پرلپسې چاودنې اوریدل کیږي.
طالبانو تردې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کابل هوایي ډګر ته څیرمه د چاودنو او ډزو غږونه اوریدل شوي.
د سیمې اوسیدونکو حماسه میډیا ته وویل چې د هوایي ډګر شاوخوا څخه د سختو ډزو او پرلپسې چاودنې اوریدل کیږي.
طالبانو تردې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ازادۍ په نوم جبهې ادعا کړې چې وړمه شپه یې په کابل کې درې طالب سرتېرو ته مرګژوبله اړولې ده.
د یادې جبهې په وینا، دا چریکي برید د کابل د ارزانقیمت په مسیر، د بنایي په سیمه کې ترسره شوی، چې په ترڅ کې یې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، افغانستان دا مهال د اقتصادي بندیزونو، بانکي محدودیتونو، بېکارۍ، فقر او د اقلیمي بدلونونو له امله د بشري کړکېچ له سخت وضعیت سره مخ دی.
نوموړي د مسکو د فارمت اوومې ناستې ته ویلي، له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان نهادغام د سیمې د ثبات او همکارۍ هڅې کمزورې کړې دي.
هغه ټینګار کړی چې د مسکو فارمټ د سولې او ثبات د پیاوړتیا مهم سیمهییز چوکاټ دی، او له ګاونډیو هېوادونو یې غوښتي چې د یوه باثباته افغانستان د ملاتړ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
د جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او ستراتیژۍ پخواني معین صدیق صدیقي ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سفر هند ته د نوې جیوپولیتیکې لوبې پیل ته اشاره کوي.
ښاغلي صدیقي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، داسې ښکاري چې چین، هند او ایران په ظاهر د طالبانو د ملاتړ په لور روان دي؛ خو د هر هېواد تر شا بېلابېل او پټ اهداف پراته دي.
د هغه په وینا، ایران، روسیه او هند غواړي د طالبانو ملاتړ وکړي څو د امریکا د بیا حضور مخه په افغانستان کې ونیسي، او هند هڅه کوي د طالبانو له نفوذ څخه د پاکستان پر ضد د تحریک طالبان پاکستان په مهارولو کې ګټه واخلي.
صدیقي زیاتوي، پاکستان که څه هم د دغو هېوادونو سره په ښکاره د امریکا د نهستنېدو په هدف همنظر دی؛ خو له هند سره په یوه جبهه کې نه شي درېدای.
هغه پوښتنه راپورته کړې چې اوس پاکستان به کومه لاره غوره کړي؟ ایا امریکا به بېرته لوبې ته راکاږي؟
د نوبل جایزې کمیټې د اکتوبر پر ۸مه اعلان وکړ چې ډاکټر عمر یاغي، فلسطیني الاصله ساینسپوه، د جاپاني سوسومو کیتاګاوا او استرالیایي ریچارد رابسن سره په ګډه د کیمیا په برخه کې د ۲۰۲۵ کال نوبل جایزه ترلاسه کړې ده.
ډاکټر یاغي په عمان کې د فلسطیني کډوالو په کمپ کې زېږېدلی او اوس د کالېفورنیا پوهنتون استاد دی.
هغه د جایزې تر اعلان وروسته وویل: «زه په بېوزله کورنۍ کې لوی شوی یم، دا یو اوږد او ستونزمن سفر و.»
د نوبل کمیټې په وینا، درې واړو ساینسپوهانو د فلزي او کووالنټ عضوي چوکاټونو د جوړښت او پرمختګ له لارې د کیمیا په علمي او صنعتي برخو کې بنسټیز بدلونونه رامنځته کړي دي.
نوموړی به خپله جایزه د ډسمبر پر ۱۰مه د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم کې ترلاسه کړي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون اعلان کړی چې د هېواد نوی صدراعظم به د راتلونکو ۴۸ ساعتونو په موده کې وټاکي.
د رویټرز د راپور له مخې، پخواني صدراعظم سباستین لکورنو د دوشنبې په ورځ استعفا ورکړه، او له دوه ورځنیو سیاسي مشورو وروسته هم د ګوندونو ترمنځ وروستۍ موافقه ونه شوه.
د مکرون دفتر ویلي، د پارلمان ډېری استازو د هغه د منحلېدو مخالفت کړی او د بودجې د تصویب لپاره سیاسي زمینه برابره ده، نو ولسمشر به ډېر ژر نوی صدراعظم معرفي کړي.
په همدې حال کې د افراطي ښي او چپ لوریو مشران، لکه مارین لوپن او ژان لوک ملانشون، د مکرون د استعفا غوښتنې زیاتې کړې دي. د چپلوري ګوندونو مشران غواړي راتلونکی حکومت رهبري کړي او د مالیاتو اصلاحات او د تقاعد د قانون لغوه کول غواړي.
نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د سیاسي چارو پر شنونکي سلیم پیګیر وسلهوال برید شوی دی.
یو شمېر سرچینو ویلي چې هغه د برید وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی.
د دغه برید د انګیزې او حالت په اړه نور جزئیات نه دي څرګند شوي.
په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین وایي، د هند او افغانستان ترمنځ د اړیکو لوړولو مسئله د امیرخان متقي د سفر اصلي محور دی.
هغه د CNN سره په مرکه کې ویلي چې د هند لهخوا د “اسلامي امارت” د رسمیت پېژندنه به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم عادي کړي.
شاهین زیاته کړې، “اسلامي امارت” هېچا ته د افغانستان د خاورې د نېولو اجازه نه ورکوي، او د بشري حقونو په اړه نړیوال تبلیغات له حقیقت لرې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امکان لري د روانې اوونۍ په پای کې د غزې د اوربند د هوکړې د پلي کېدو او پرمختګ لپاره منځني ختیځ ته سفر وکړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې ویلي، خبرې د هوکړې د ترلاسه کېدو ډېرې نږدې مرحلې ته رسېدلې دي او کېدای شي د شنبې په ورځ دغه سفر ترسره کړي.
هغه زیاته کړې چې د ده د مذاکرې ټیم دا مهال په مصر کې د هوکړې د وروستیو جزئیاتو د بشپړولو لپاره له لورو سره لیدلي دي.
د حماس او اسراییل جګړه چې له تېر اکتوبر راپدېخوا روانه ده، د منځني ختیځ له خونړیو بحرانونو څخه ګڼل کېږي، او په دې وروستیو کې مصر او قطر د امریکا په ملاتړ د اوربند او د بندیانو د خوشې کېدو لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د لومړۍ مرحلې او د بنديانو د خوشې کولو د هوکړې هرکلی کړی او له دواړو لورو یې غوښتي چې په بشپړ ډول دې هوکړې ته ژمن پاتې شي.
ګوترېش ټینګار کړی چې جګړه باید «یو ځل او د تل لپاره» پای ته ورسېږي، او د بشري مرستو د بېځنډه او ازاد لاسرسي ترڅنګ یې د تجارتي توکو د استولو غوښتنه هم کړې ده.
هغه له لورو وغوښتل چې له دې فرصت څخه د دوو دولتونو د حل لارې د پلي کېدو، د فلسطیني ولس د خپلواکۍ حق د پېژندنې او د دواړو ملتونو د امن او سولهییز ژوند لپاره ګټه واخلي.
ګوترېش د دې موافقې د ترلاسه کولو په برخه کې د امریکا، قطر، مصر او ترکیې هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې اوسنی وضعیت «تر بل هر وخت ډېر حساس» دی.