جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 486

حامد کرزی:د نجونو پر زده کړو بندیز د طالبانو د رسمیت پېژندې مخه نېولې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې د نجونو پر زده کړو بندیز نه‌ یوازې د طالبانو د حکومت د نړیوال مشروعیت خنډ دی، بلکې د هېواد د هوساینې پر وړاندې هم ستر خنډ جوړ شوی دی.

کرزي دا څرګندونې له یوې روسي رسنۍ سره مرکې کې کړې او ټینګار یې کړی، چې د کډوالۍ د مخنیوي لپاره باید راتلونکي ته هیلې ژوندۍ وساتو او له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې ټینګې کړو.

هغه زیاته کړې چې طالبان هم افغانان دي، او مخالفین یې هم افغانان دي؛ نو اړتیا ده چې ټول یو موټی شو او د هېواد د ښه راتلونکي لپاره ګډ کار وکړو.

کرزي همداراز ویلي، چې د طالبانو حکومت یې دا دریځ ستایلی چې د تېر حکومت تر سقوط وروسته یې له هېواده د تګ پر ځای پاتې کېدو ته لومړیتوب ورکړ.

پاکستان ته د امیرخان متقي سفر؛دغه سفر د پاکستاني چارواکو په بلنه ترسره کیږي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان رسمي بلنه منلې او ټاکل شوې ده چې ډېر ژر اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

که څه هم د سفر دقیقه نېټه نه‌ده څرګنده؛ خو سرچینې وایي دا سفر ښایي د جون په میاشت کې ترسره شي.

سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د سفر پر مهال به د ټي‌ټي‌پي فعالیتونه او دغه ډله کې د افغان جنګیالیو مخنیوی د خبرو مهم ټکي وي.

دا په داسې حال کې ده، چې هند هم له طالبانو سره اړیکې پیاوړې کړې دي او اسلام‌اباد د دې پرمختګونو له امله له نوو سیمه‌ییزو تحولاتو اندېښنه لري.

د طالبانو حکومت:د غزې خلکو ته دعا کوو او د اسرائیلو یرغلونه په کلکو ټکو غندو

د طالبانو د حکومت ریاست‌الوزرا په غزه کې د اسرائیلو له‌خوا روانه نسل‌وژنه په کلکو ټکو غندلې او دا یې یو ستر بشري ناورین بللی دی.

ریاست الوزرا په یوه اعلامیه کې ویلي چې سلګونه ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان وژل کېږي، د بشري مرستو لارې بندې دي او نړیواله ټولنه یا خو چوپه ده یا یې کم اقدامات کړي دي.

اعلامیه کې له ټولو هېوادونو غوښتل شوي، چې د دغه ناورین د پای ته رسولو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

اعلامیه کې له خلکو غوښتنه شوې چې نن د جمعې تر لمانځه وروسته دې په جوماتونو کې د فلسطین له خلکو سره د خواخوږۍ په موخه د قرآن ختمونه وکړي او دعاوې دې وکړي.

صحرا کریمي:کرزی غواړي، چې د خپلې مېرمنې د تصویرونو په خپرولو سره په یو غشي څو ښکاره وکړي

د افغان فلم پخوانۍ رییسې صحرا کریمي ویلي، حامد کرزی چې د جمهوري دورې پر مهال یې مېرمن زینت کرزي یوازې یو یا دوه ځله په رسمي بڼه خلکو ته ښکاره کړې وه، اوس هڅه کوي له خپلې کورنۍ د نرم تصویر د وړاندې کولو لپاره استفاده وکړي.

میرمن کریمي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«کرزی یو ځیرک سیاستوال دی او د خپلې کورنۍ د انځورونو له لارې هڅه کوي له یوه اقدام سره څو سیاسي موخې ترلاسه کړي.
دا یوازې د کورنۍ ننداره نه ده، بلکې یو سیاسي عمل دی.»

نوموړې زیاتوي، کرزي په تېرو کلونو کې څو ځله آلمان ته د درملنې په نوم سفرونه کړي؛ خو د هغې په وینا، دغه سفرونه اکثراً د سیاسي لیدنو او غیر رسمي مذاکراتو لامل شوي دي.

نوموړې دغه راز ویلي، سیاستوال که د خپلو ښځو او اولادونو له عکسونو هم استفاده کوي، باید لږ تر لږه وجداني سیاست وکړي، نه دا چې د طالبانو د مشروعیت لپاره زمینه برابره کړي.

هند:افغانانو ته مو د ویزو ورکولو سیستم فعاله کړی

هند وایي، افغانانو ته یې د بېړنیو ویزو سیستم لغوه کړی او پرځای یې بل جلا سیستم رامنځته کړی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهر جیسوال ویلي، دا سیستم د تېرې اپریل میاشتې پر ۲۹مه فعال شوی.

د دغه سیستم پر اساس، ناروغانو، محصلینو او د ملګرو ملتونو دیپلوماتانو ته ویزې ورکول کېږي.

جیسوال ویلي، هند کې میشت افغانان باید خپلې ویزې نوې کړي.

شمالي وزیرستان؛ټي‌ټي‌پي څلور پاکستاني پوځیان وژلي

د پاکستان پوځ ويلي، چې په شمالي وزيرستان کې د وسله‌والو سره نښته کې یې څلور پوځيان وژل شوي دي.

د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا نښته وروسته له هغه رامنځته شوه، چې د تحريک طالبان پاکستان ټي ټي پي وسله‌والو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.

په نښته کې د ټي‌ټي‌پي شپږ غړي هم وژل شوي دي.

تر اوسه ټي‌ټي‌پي د پوځ د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

شیخ هبت‌الله:طالب مسؤولین دې له اختلاف او قوم‌پالنې ډډه وکړي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د پکتیکا ولایت د مسؤولینو د ښوونیز سمینار په غونډه کې چې په کندهار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ او د ګډونوالو هڅې یې وستایلې.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپل ایکس لیکلي، چې شیخ هبت‌الله په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې باید له فردګرايۍ، اختلاف، قوم‌پالنې او جاه‌طلبۍ څخه ډډه وشي.

نوموړي د اسلامي اصولو پر بنسټ د اتحاد، همغږۍ، شریعت ته د ژمنتیا، د مشرانو د اطاعت، د جهاد د اهدافو د تحقق او عدالت او اصلاح لپاره د ګډو هڅو غوښتنه کړې.

نوموړي له طالب مسؤولینو غوښتي چې له علماوو سره ناستې او مشورې وکړي، تقوا خپله کړي او له خلکو سره په نرمه او اسلامي رویه چلند ولري.

نتنیاهو؛فلسطین کې د اوربند لپاره د امریکا نوې طرحه منلې

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا د استازي استیفن ویتکاف له خوا د غزې د اوربند وړاندې شوې نوې طرحه منلې ده.

د دې پلان له مخې، که حماس موافقه وکړي، نو ۶۰ ورځنی اوربند به وشي او په بدل کې به ۱۰ ژوندي یرغمل شوي او د ۱۸ مړو جسدونه اسرائیل ته وسپارل شي.

حماس تایید کړې چې طرحه‌یې ترلاسه کړې، خو سرچینې وايي چې حماس له هغې ناراضه دی، ځکه دا د اسرائیل په ګټه دی او دایمي اوربند ته پکې هیڅ تضمین نه شته.

دغه وړاندیز په اسرائیلي حکومت کې دننه هم بیلابیل غبرګونونه راپارولي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت:عباس عراقچي په ایټالیا کې له حامد کرزي سره لیدلي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدنه کړې ده.

د یاد وزارت په وینا، دا کتنه د حامد کرزي په غوښتنه ترسره شوې ده.

تر دې وړاندې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي و چې حامد کرزي جرمني ته د خپل وروستي سفر پر مهال د پنځو لوېدیځو هېوادونو له استازو او د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره کتلي دي.

د یادونې ده، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د بحران د حل لپاره پر ټول‌شموله حکومت جوړېدو خبرې شوي دي.

حامد کرزی:هېله لرم، ملالۍ د نورو نجونو سره یوځای په هیواد کې لوړو زده کړو ته لاس رسی ومومي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دولسم ټولګې څخه د میرویس خان کرزي د فراغت په اړه خوښې ښودلې؛ خو د خپلې لور ملالۍ د لومړنیو زده کړو د بشپړیدو وروسته یې هېله ښودلې چې هغه او نورې افغانې نجونې وکړای شي په هیواد کې تر دولسم ټولګي زده کړې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د هغه زوی میرویس کرزی هم له دولسم ټولګي فارغ شو.

هېواد کې له ښوونځي څخه د میرویس کرزي فراغت ټولنیزو رسنیو کې ستایل شوی.

د یادونې ده چې ښاغلي کرزي تر دې وړاندې ډېر ځله د طالبانو له حکومت غوښتي، ترڅو د نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګی پورته ښوونځي پرانیزي.