جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 485

د ازادۍ جبهه:کابل کې په یو توغندیز برید کې مو درې طالبان وژلي

د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې تېره شپه یې د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند شهدای صالحین سیمه کې د طالبانو پر یوې امنیتي پوستې توغندی توغولی دی.

یادې جبهې ویلي، چې په دغه برید کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا دفاع وزیر:چین هڅه کوي چې تایوان لاندې کړي؛ خو موږ به اجازه ورنکړو

د امریکا دفاع وزیر پیت هگست خبرداری ورکړی چې چین یو جدي ګواښ ګڼل کېږي او له متحدانو یې وغوښتل چې د هند-ارام سمندر په سیمه کې د خپلو دفاعي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره بودیجې لوړې کړي.

هگست دا څرګندونې نن په سینګاپور کې د شانگری-لا امنیتي غونډې ته په خپله لومړنۍ وینا کې کړې.

هغه ویلي، چې د چین له لوري پیدا شوی ګواښ واقعي دی او ښايي ډېر ژر عملي شي.

نوموړي خبرداری ورکړی، که چین هڅه وکړي تایوان لاندې کړي، دا به د هند-ارام سمندر او نړۍ لپاره ویجاړونکي پایلې ولري.

د امریکا دفاع وزیر دغه راز ویلي، چې د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال چین به پر تایوان برید ونه کړي.

پاکستان له افغانستان سره؛د اړیکو د پراختیا لپاره د چین منځګړیتوب منلی

وروسته له هغې چې چین د نړیوال منځګړیتوب سازمان جوړ کړ، د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د دغه نوښت د اغېزمنتیا په اړه خبرې کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي، د پاکستان له لوري له افغانستان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو لوړول به د اعتماد، همکاریو او اړیکو د پراختیا سبب شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم د چین دا نوښت پر وخت بللی او ویلي یې دي چې هېواد یې د چین د منځګړیتوب وړاندیز منلی او له همدې امله غواړي له افغانستان سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې د سفیر تر کچې لوړې کړي.

ډار زیاته کړې چې د بیجینګ وروستۍ درې‌اړخیزه ناسته له افغانستان سره بریالۍ وه او د راتلونکو همکاریو لپاره ښه فُرصتونه برابروي.

ډونالډ ټرمپ:اسراییل او حماس غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند توافق ته نږدې شوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د اسراییلو او حماس تر منځ د ۶۰ ورځني اوربند موافقه وروستي پړاو ته رسېدلې او ښايي ډېر ژر اوربند اعلان شي.

امریکایي چارواکي د دې وړاندیز په هکله د حماس رسمي ځواب ته انتظار باسي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو د غزې د بشري بحران د زیاتېدو خبرداری ورکړی.

ایلن ماسک؛په سپینه ماڼۍ کې له ډونالډ ټرمپ سره وروستۍ ناسته کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له میلیاردر ایلن ماسک سره د هغه د استعفا په مناسبت ناسته کړې.

ماسک، چې د حکومت د موثریت د څانګې مشري یې کوله، خپله موقتي دنده پای ته ورسوله او بېرته خپلو خصوصي شرکتونو ته ستنېږي.

ټرمپ د ماسک هڅې ستایلې او ویلي چې هغه په فدرالي ادارو کې د مهمو بدلونونو لامل شوی دی.

ټرمپ دا هم ویلي، چې د ماسک تر مشرۍ لاندې زرګونه دولتي کارکوونکي له دندو لرې کړل شول.

ماسک په دغه لیدنه کې ویلي، چې که څه هم خپله رسمي دنده پرېږدي؛ خو ټیم به یې کار ته دوام ورکړي او دی به هم د ادارې له چارو څخه څارنه وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:پاکستان هم د سفارت د شارژدافیر کچه سفیر ته لوړوي

‏د طالبانو حکومت د پاکستان د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې غواړي په کابل کې د خپلو سفارتي اړیکو کچه له چارسمبالي، څخه په سفیر بدل کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی هم په ورته اقدام سره غواړي په اسلام اباد کې د سفارت د شارژدافیر کچه سفیر ته لوړه کړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه اقدام په د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او نورو ګڼو برخو کې د همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي. ‎

ډونالډ ټرمپ:پر اوکراین د روسیې ناڅاپي بریدونو ډېر حیران کړی یم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د روسیې له خوا پر اوکرایني ښارونو وروستي بریدونو هغه ډېر حیران کړی دی.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې ویلي، داسې صحنې یې ولیدې چې ډېرې حیرانوونکې وې.

هغه زیاته کړې، چې په داسې وخت کې پر کییف بریدونه وشول، چې د سولې خبرو جریان درلود.

هغه زیاته کړې چې د مې له ۲۴مې تر ۲۶مې، روسیې پر ښارونو سخت بریدونه وکړل، چې پکې سلګونه ډرونونه او توغندي وکارول شول.

ټرمپ دا بریدونه د اندېښنې وړ بللي او ویلي چې دا ډول ناڅاپي پېښې سوله له ګواښ سره مخ کوي.

فضل محمود فضلي:۱۳۶۷ کال کې د جلال اباد محاصره هم کټ مټ همداسې وه لکه اوس چې د غزې ده

د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي د ۱۳۶۷ کال د جلال‌ آباد د شپږ میاشتني محاصرې خونړۍ کیسه له نننۍ غزې سره پرتله کړې او وايي، د غزې فاجعه هغه څوک ښه درک کولای شي، چې د جلال‌آباد د جګړې تجربه یې لرلې وي.

فضلي وایي، چې د جلال‌ آباد ښار د مجاهدینو، د پاکستان د آی‌اېس‌آی، عرب جنګیالیو او لوېدیځو ملاتړ لرونکو ځواکونو له خوا له څلورو خواوو محاصره شوی و، په ښار زرګونه راکټونه وورېدل، لوږه او قحطي خپره وه، درمل او طبي امکانات نه ول، او تبلیغاتي جګړه هم هممهاله روانه وه.

نوموړي لیکلي، چې د ښار دفاع یوازې د ۱۵۰۰۰ افغان ځواکونو له خوا کېده، او هغوی د شاوخوا ۱۸۰۰۰ بهرنۍ ملېشو یرغل شنډ کړ.

فضلي پر دې ټینګار کوي، چې د جګړې تر شا یوازې افراد نه، بلکې نړیوال سیاستونه ولاړ دي.

دی وايي، هماغه کسان چې د جګړو او محاصرو په تبلیغ کې بوخت وو، له ۲۰۰۰ کال وروسته د «بشر د حقوقو» او «دموکراسۍ» استازي وبلل شول.

هغه د خپلواک، ایډیالوژیک او اوږدمهال سیاسي حرکت اړتیا مهمه ګڼي او وايي، که افغانان ژور سیاسي تحلیل ته مخه نه کړي، تاریخي فاجعې به بیا تکرار شي.

قزاقستان:ډېر ژر به په کابل کې خپل سوداګریز مرکز پرانیزو

د قزاقستان لومړي وزیر، اولژاس بکتنوف، اعلان کړی چې هېواد به یې ډېر ژر په کابل کې د سوداګرۍ مرکز پرانیزي، ترڅو له افغانستان سره اقتصادي او تجارتي اړیکې پراخې کړي.

نوموړي دا خبرې د آستانې په نړیواله ناسته کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره خبرو کې کړې دي.

په ناسته کې د ترانسپورت، کرنې، ډیجیټلي کېدو او روغتیا په برخو کې د همکاریو تر څنګ، د تورغونډي-هرات د اوسپنې پټلۍ پروژه هم یاده شوې.

د یادونې ده چې په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۵۴۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلې، چې ډېری یې د قزاقستان صادرات وو.

حامد کرزی:د نجونو پر زده کړو بندیز د طالبانو د رسمیت پېژندې مخه نېولې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې د نجونو پر زده کړو بندیز نه‌ یوازې د طالبانو د حکومت د نړیوال مشروعیت خنډ دی، بلکې د هېواد د هوساینې پر وړاندې هم ستر خنډ جوړ شوی دی.

کرزي دا څرګندونې له یوې روسي رسنۍ سره مرکې کې کړې او ټینګار یې کړی، چې د کډوالۍ د مخنیوي لپاره باید راتلونکي ته هیلې ژوندۍ وساتو او له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې ټینګې کړو.

هغه زیاته کړې چې طالبان هم افغانان دي، او مخالفین یې هم افغانان دي؛ نو اړتیا ده چې ټول یو موټی شو او د هېواد د ښه راتلونکي لپاره ګډ کار وکړو.

کرزي همداراز ویلي، چې د طالبانو حکومت یې دا دریځ ستایلی چې د تېر حکومت تر سقوط وروسته یې له هېواده د تګ پر ځای پاتې کېدو ته لومړیتوب ورکړ.