د پاکستان حکومت له ایمل ولي خان او د هغه له پلار اسفندیار ولي خان څخه امنیتي ساتونکي اخیستي.
ایمل ولي خان وایي، اوس مهال یې خپل ساتونکي ساتنه کوي؛ خو بیا یې هم اندېښنې زیاتي دي.
هغع زیاتوي، چې پر ده که هرڅه کېږي؛ نو مسؤل به یې پاکستان وي.
د پاکستان حکومت له ایمل ولي خان او د هغه له پلار اسفندیار ولي خان څخه امنیتي ساتونکي اخیستي.
ایمل ولي خان وایي، اوس مهال یې خپل ساتونکي ساتنه کوي؛ خو بیا یې هم اندېښنې زیاتي دي.
هغع زیاتوي، چې پر ده که هرڅه کېږي؛ نو مسؤل به یې پاکستان وي.
د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزارت د یوه رسمي سند له مخې، په پوهنتونونو کې د استادانو او هغو کارکوونکو لپاره چې په څلورم بست یا له هغې لاندې رتبو کې کار کوي، د ځیرک ټلیفون کارول منع شوي دي.
په سند کې ویل شوي، د ځیرک ټلیفون کارونه د اداري چارو د بوختیا او پېچلتیا سبب ګرځي، او له استادانو غوښتنه شوې چې د دې وسایلو کارونه په تدریجي ډول راکمه کړي.
د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د وزارت د رهبرۍ شورا کې شوې ده او په رسمي ډول ټولو پوهنتونونو ته استول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخوندزاده له دې وړاندې هم د ځیرک ټلیفون او انټرنېټ کارولو مخالفت څرګند کړی و، او تېرې اوونۍ یې د څو ورځو لپاره د هېواد په کچه مخابراتي او انټرنېټي خدمات بند کړي وو، چې له امله یې د خلکو ورځنی ژوند او اقتصادي فعالیتونه سخت اغېزمن شول.
د ارزګان پخواني والي محمد عمر شېرزاد ویلي، د افغانستان د ستونزو او برخلیک حل د بهرنیو ځواکونو په بیا راتګ کې نه، بلکې د افغانانو په خپلو ملي او رښتینو هڅو کې نغښتی دی.
نوموړي په یوه لیکنه کې د هغو اوازو په اړه غبرګون ښودلی چې ګواکې بهرني ځواکونه بېرته د بګرام اډې ته ستنېږي، او ټینګار یې کړی چې دا یوازې دروغجنه او بې بنسټه ادعا ده.
شېرزاد ویلي، دا ډول اوازې د خلکو ذهنونه ګډوډوي او د ملت سیاسي شعور ته زیان رسوي.
ده له سیاسي فعالانو، رسنیو او ټولنیزو شبکو غوښتي چې د خبرونو په خپرولو کې مسؤلانه چلند وکړي او بې بنسټه معلومات له خلکو سره ونه شریکوي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان ثبات د زور په کارولو یا د یو ځانګړي سیاسي مکتب په تطبیق نه شي راتلی، بلکې د مشروع ملي ادارې، سیاسي اجماع، جمهوري ارزښتونو او د خلکو په ملاتړ پورې تړلی دی.
شېرزاد ټینګار کړی، د افغانانو د ستونزو یوازینی حل د بینالافغاني خبرو او د یو ټولشموله حکومت په جوړېدو کې دی، هغه غوښتنه چې د افغان ملت او نړیوالې ټولنې ګډه اجنډا ده.
د ایران د میزان خبري آژانس د راپور له مخې، د شنبې په سهار په اهواز ښار کې د ایران د عدلي او قضايي ارګان له لوري د شپږو بندیانو د اعدام حکم عملي شوی دی.
چارواکي وايي، دغه کسان د «تجزیهطلبۍ، د اسراییل سره د اړیکو، بمښودنې او وسلهوالو بریدونو» په تور محکوم شوي وو.
د بشري حقونو سازمان «ههنگاو» د دغو اعدام شوو کسانو هویتونه علي مجدم، محمدرضا مقدم، معین خنفري، حبیب دریس، عدنان غبیشاوي او سالم موسوي یاد کړي او ویلي یې دي چې هغوی په پټه او له کورنیو سره د وروستي ملاقات پرته اعدام شوي دي.
دا سازمان دغه اعدامونه «غیرانساني» بللي او له نړیوالو ادارو یې د مداخلې غوښتنه کړې ده.
راپورونه ښيي، یوازې په تېرو نهه میاشتو کې له زر ډېر کسان په ایران کې اعدام شوي، چې په هغوی کې یو شمېر افغانان هم شامل دي.
ځايي سرچینې وايي، د جمعې په ورځ د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په يوه غرنۍ سيمه کې څلور طالبان هغه مهال وژل شوي، چې د يو ځایي اوسېدونکي له لوري مېلمستيا ته بلل شوي وو.
سرچینې زياتوي، کوربه وروسته پر دغو طالبانو ډزې کړې او دوی یې وژلي او د وژل شويو وسله یې هم له ځانه سره وړې ده.
بريدګر تر پېښې وروسته تښتېدلی او تر اوسه هېڅ ډلې د دې پېښې مسئوليت نه دی منلی.
د طالبانو حکومت چارواکو هم لا تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له پلاوي سره د کابل او اسلاماباد د اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د علماوو ترمنځ د نږدې اړیکو پر اړتیا ټینګار کړی او د شته سیاسي خنډونو د حل لپاره یې د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

مولوي عبدالکبیر ویلي، د افغان ولس د جهاد له برکته په سیمه کې ثبات رامنځته شوی؛ خو په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند او پوځي اقدامات د اندېښنې وړ دي او باید تکرار نه شي.
کرملېن اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د اکتوبر په نهمه نېټه تاجکستان ته سفر وکړي او هلته به د دغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره د سیمهییز امنیت او افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړي.
د روسیې سفیر سمیون ګریګوریف ویلي، د افغانستان موضوع د مسکو او دوشنبې دواړو لپاره حیاتي ارزښت لري او دواړه هېوادونه د امنیتي همغږۍ د پیاوړتیا لپاره نږدې کار کوي.
هغه زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونه د تاجکستان د وسلهوالو ځواکونو د عصري کولو او د روسیې د ۲۰۱مې پوځي اډې د ظرفیت د لوړولو په اړه هم بحث کوي.
د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور وايي، اسلاماباد یې له کابل سره د خبرو لپاره طرحه منلې ده.
نوموړي د پاکستان د ملي دفاع پوهنتون د جګړې او امنیت د ۲۶مې دورې ګډونوالو ته ویلي، چې د تلپاتې ثبات لپاره له افغانستان سره خبرې اړینې دي.
تر دې وړاندې بیا عمران خان هم ويلي وو، چې له کابل سره باید د خبرو لپاره یو مرکچي پلاوی ور ولېږل شي.
اسراییلي رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد چارواکو پوځ ته امر کړی چې د غزې د نیولو عملیات ودروي او یوازې په دفاعي حالت کې پاتې شي.
دا پرېکړه د اسراییلي او امریکایي چارواکو تر وروستیو خبرو وروسته شوې ده.
راپورونه ښيي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسراییل غوښتي چې بریدونه ودروي او د سولې د پلان عملي کول پیل کړي.
د ټرمپ د پلان مهمې برخې د اوربند ټینګښت، د بنديانو تبادله او د جګړې بشپړ پای ته رسول دي.
د اسراییلي شبکو په وینا، د دې پلان په اړه به ډېر ژر رسمي خبرې اترې پیل شي.
د «ګلوبل ایشوز» په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو بندیز د جبري ودونو او ماشومو نجونو د ودونو د زیاتېدو یو مهم لامل ګرځېدلی دی.
د بشري حقونو ډلو د اټکل له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې له پنځه زرو ډېرو نجونو ته په زور ودونه شوي دي.
ملګري ملتونه او د بشري حقونو سازمانونه خبرداری ورکوي چې دا بندیز د کورني تاوتریخوالي، فقر او ځانوژنو سبب شوی او افغانستان یې نوره هم له نړۍ وال انزوا سره مخ کړی دی.
د یونیسف او نړیوال بانک د شمېرو له مخې، د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل وروسته تر یوه میلیونه ډېرې نجونې له زدهکړو بېبرخې پاتې دي.