چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 480

حلیم فدایي:پاکستان د بهرنیانو سره د افغانستان په سر معامله کوي

د پکتیا پخوانی والي حلیم فدایي د حماسه میډیا ایکس سپیس سره په خبرو کې وویل چې د امریکا په ګډون د ناټو د یوشمیر غړو هیوادونو استخباراتي حضور څو چنده ډیر دی.

ښاغلی فدایي وایي افغانستان د پخوا په پرتله مهم شوی او په هیواد کې د بهرنیانو حضور تر ټولو لوی مخالفین ګاونډیان دي.

حلیم فدایي وایي، چې پاکستان هڅه کوي د ناټو د غړو هیوادونو سره یوې موافقې ته ورسیږي.

سوریه؛د سعودي عربستان لوړپوړی پلاوی دمشق ته رسېدلی

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير فیصل بن فرحان د لوړپوړو اقتصادي چارواکو په مشرۍ دمشق ته رسېدلی دی.

عربي رسنیو ویلي، چې دا سفر د سوريې د بيا رغونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا په هدف ترسره شوی دی.

دغه پلاوی به د سوریې د موقت ولسمشر احمد شرع سره، د سيمه‌ييز ادغام او ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې اترې وکړي.

په پلاوي کې د شاهي دربار سلاکار محمد التویجري، او د ماليې، پانګونې او اقتصادي چارو مرستيالان شامل دي.

نایجریا کې سیلابونه؛تر اوسه لږ تر لږه ۱۵۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور نادرکه دي

په نایجریا کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله تر اوسه لږ تر لږه ۱۵۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د دغه هېواد د بحران مدیریت ادارې ویلي، د وژل شویو شمېر ښايي لا هم لوړ شي.

راپورونه وايي چې تر ۳۰۰۰ زیات کسان بې‌کوره شوي، ۲۶۵ کورونه نړېدلي او دوه پلونه له منځه تللي دي.

چارواکي وايي، ګڼ شمېر خلک لا هم ورک دي او ژغورونکې ډلې د درنو ماشینونو په مرسته د لټون عملیاتو ته دوام ورکوي.

د سره صلیب مشر ویلي چې لږ تر لږه ۷۸ ټپیان روغتون ته انتقال شوي، او په یوه دیني مدرسه کې له ۵۰ ډېر زده‌کوونکي تر اوسه نادرکه دي.

ډونالډ ټرمپ:افغانستان کې مو د میلیاردونو ډالرو پاتې تجهیزات لاهم نه دي هیر شوي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات پاتې شوي دي.

ټرمپ دا څرګندونې له ایلان ماسک او د امریکا اداري موثریت د ادارې له پخواني مشر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې کړې.

نوموړي یو وار بیا له افغانستانه په ۲۰۲۱ کال کې د ځواکونو وتل “شرموونکي” بللي.

سید اکبر اغا:ملګري ملتونه دې د غزې په حق کې غږ پورته کړي او یا دې ومني، چې دا اداره بې واکه ده

پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا ویلي، ملګرو ملتونو ته پکار ده چې د غزې د خلکو پر وړاندې روان بې‌ساري ظلمونه په ښکاره توګه ومني او خپل غږ پورته کړي.

نوموړي په یوه ټویټ کې لیکلي، که ملګري ملتونه دا توان نه‌لري؛ نو باید نړۍ ته دا ومني چې دا اداره بې‌واکه او د استعماري قوتونو تر نفوذ لاندې ده.

د سید اکبر اغا دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تېره ورځ د طالبانو حکومت هم د اسراییلو بریدونه وغندل او له نړیوالو یې هم وغوښتل چې د غزې لپاره غږ پورته کړي.

مظفر علي؛د نجونو له زده‌کړو د ملاتړ لپاره پر بایسکل مزل پیل کړی

یو افغان-اسټرالیایي عکاس، فلم جوړونکی، لیکوال او د بشر حقونو فعال مظفر علي، د مهاجرو ماشومانو او افغان نجونو د زده‌کړو د ملاتړ لپاره ۴ زره کیلومتره په بایسکل سفر پیل کړی دی.

دا سفر چې “د زده‌کړې لپاره بایسکل چلول” نومېږي، پرون د کوینزلند ایالت له مالینی ښاره پیل شوی او تر جنوبي اسټرالیا د اډلېډ ښار پورې به دوام ولري.

ټاکل شوې چې مظفر علي به د دې یو میاشتني سفر پر مهال له خلکو سره وګوري، د فلم نندارې به جوړې کړي او په ښوونځیو کې به ویناګانې وکړي.

دا نوښت د «سیساروا لیرنینګ» په نوم د زده‌کړې له یو بنسټ سره تړاو لري چې مظفر علي په ۲۰۱۴ کال کې په اندونیزیا کې جوړ کړی و، او اوس د نړۍ د کډوالو تر ټولو بریالي زده‌کړیز مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

ملا برادر:«اسلامي امارت» له کورنیو سرچینو د ګټې اخیستنې لپاره جدي هڅې پیل کړي

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، «اسلامي امارت» د کورنیو سرچینو د کارولو لپاره جدي هڅې پیل کړې دي.

نوموړي دا څرګندونې په هرات کې د ۴۳.۲ میګاواټه بادي او ۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دوو پروژو د پرانیستې پر مهال کړې.

هغه زیاته کړې، «اسلامي امارت» هڅه کوي چې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې خوندي چاپېریال برابر کړي.

واشنګټن؛د مچیو لارۍ د چپه کېدو له امله خلکو ته د ځان ساتنې خبرداری ورکړل شوی

د امریکا د واشنګټن ایالت چارواکي وايي چې له یوې چپه شوې لارۍ شاوخوا ۲۵۰ میلیونه مچۍ تښتېدلي دي.

چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې له دې چیچونکو حشراتو څخه ځانونه وساتي.

ویل شوي چې د پېښې ځای به تر هغې تړلی وي، څو د ژغورنې عملیات بشپړ شي.

دمګړی په سیمه کې د ژغورنې عملیات پیل شوي؛ خو دا چې مچۍ زیاتې دي، نو ښايي وخت ونیسي.

ډونالډ ټرمپ:تعرفه زما د خوښې کلیمه ده او هیڅوک ورنه نشي معاف کېدلای

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ اعلان کړی چې د فولادو پر وارداتو به تعرفه له ۲۵ څخه ۵۰ سلنې ته لوړه شي.

نوموړي دا څرګندونې د پنسلوانیا ایالت په یوه فولاد جوړوونکې فابریکه کې د کارګرو پر وړاندې کړې دي.

ټرمپ ویلي، دا اقدام به د امریکا د کورني فولاد صنعت د پیاوړتیا لامل شي، او زیاته یې کړه: «تعرفه زما د خوښې کلمه ده، هېڅوک ترې خلاصېدای نشي.»

هغه وروسته په خپل ټولنیز پلیټفارم “تروث سوشل” کې هم لیکلي چې د المونیمو پر وارداتو به هم تعرفه ۵۰ سلنې ته لوړه شي.

لا هم روښانه نه ده چې کاناډا او مکسیکو ته به په دې برخه کې معافیت ورکړل شي که نه.

نورستان؛ناپیژاندو وسله والو د تیر حکومت یو پولیس وژلی

ځایي سرچینې وایي چې په نورستان ولایت کې د تېر نظام یو پخوانی سیمه‌ ییز پولیس د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.

سرچینې زیاتوي چې یحیی نومی دا کس د جمعې په ورځ د واما ولسوالۍ د ارچڼو سیمې په «پکونا» نومي کلي کې په ډزو وژل شوی دی.

د پېښې د څرنګوالي او عاملینو په اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړل شوي؛ خو د طالبانو حکومت سیمه‌ ییزو چارواکو پېښه تایید کړې ده.

د نورستان د امنیه قوماندانۍ ویاند وایي، یحیی د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی او بریدګر له سیمې تښتېدلي دي.

د ده په وینا، هڅې روانې دي چې عاملین ونیول شي.