چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 479

متقي او اسحق ډار؛د کابل او اسلام اباد ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا په اړه غږېدلي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ډیپلوماټیکو ماموریتونو د کچې لوړولو په اړه خبرې کړې دي.

دواړو خواوو دا ګام مثبت بللی او هیله‌یې څرګنده کړې چې دا پرمختګ به د همکاریو د پراختیا لامل شي.

د یادونې ده چې پاکستان کابل کې د خپل دیپلوماتیک ماموریت کچه تر رسمي سفیر پورې لوړه کړې.

رویټرز:حماس په غزه کې د لنډمهاله اوربند په اړه د امریکا د طرحې د بدلون غوښتنه کړې

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې حماس په غزه کې د لنډمهاله اوربند او بندیانو د خوشې کولو لپاره د امریکا د طرحې په اړه د بدلون غوښتنه کړې؛ خو د منځني ختیځ لپاره د ډونالډ ټرمپ استازي دغه غوښتنې رد کړي دي.

رویټرز وایي، حماس د بندیانو تبادلې ته چمتو دی؛ خو غوښتنه یې کړې چې جګړه باید دایمي پای ته ورسېږي او اسراییلي ځواکونه باید له غزې ووځي، چې ټرمپ استازي یې د منلو وړ نه ګڼي.

د امریکا طرحه کې ۶۰ ورځنی اوربند، د ۱۲ فلسطیني بندیانو په بدل کې د ۲۸ اسراییلي بندیانو تبادله او غزې ته د بشري مرستو لېږد شامل دی.

کارولین لیویت:امریکا ایران ته د اټومي تړون لپاره د منلو وړ یو وړاندیز استولی

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي ستیو ویتکاف ایران ته د اټومي تړون لپاره یو “مفصل او د منلو وړ” وړاندیز استولی دی.

نوموړې زیاته کړې چې د دې وړاندیز منل د ایران په ګټه دي او ټینګار یې کړی چې ولسمشر ټرمپ نه غواړي ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي.

هغې تایید کړې چې وړاندیز له ایراني چارواکو سره شریک شوی؛ خو نور جزییات یې نه دي څرګند کړي.

ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و، چې له ایران سره د نوي تړون احتمال شته.

کان شبکه:اسرائیل پر ایران د برید چمتووالی زیات کړی

اسرائیل په دې وروستیو میاشتو کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي برید لپاره چمتووالی زیات کړی دی.

د کان شبکې په وینا، دا چمتووالی د هوايي تمرینونو او د یمن وروستیو بریدونو ته د ورته عملیاتو له لارې ترسره شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ځینې پوځي تجهیزات د امریکا له لارې اسرائیل ته انتقال شوي دي.

اکسیوس هم راپور ورکړی چې اسرائیل د حملې سناریوګانې جوړوي او که د ایران او امریکا خبرې ناکامه شي، ژر عملي کېدای شي.

د سپاه پاسداران ویاند، علي‌محمد نائینی بیا پر ایران برید حماقت بللی او ګواښ یې کړی که اسرائیل کومه تېروتنه وکړي، له سخت ځواب سره به مخ شي.

نوموړي زیاته کړې، تر څو چې اسرائیل له منځه نه وي تللی، سیمه ثبات نه مومي.

امرالله صالح:طالبانو ته ژېړې بوشکې او ترانې تاریخ ښکاري

د جمهوري حکومت پخوانی لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، که د دوحې تړون پټ ضمایم د افغانستان د ملي ګټو خلاف نه وي؛ نو طالبان ولې دا پټ ساتي.

هغه ویلي، امریکا له طالبانو سره د دغو ضمایمو له لارې پټې اړیکې لري او د افغانستان اقتصادي او مالي سیستم کنټرولوي.

صالح د نجونو د زده کړو پر بندیز نیوکه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان له علمه تشېږي، نظام نشته، فرهنګ ځپل شوی، او طالبان د تاریخ، قانون او ملي ارزښتونو درناوی نه کوي.

هغه زیاتوي، طالبان له فرهنګي اړخه هېڅ تولید نه لري، ژېړې بوشکې او ترانې ورته تاریخ ښکاري.

نوموړي د طالبانو سخت دریځ غندلی او ویلي یې دي چې د ښځو د تعلیم، کار او ازادۍ محدودیتونه، د کادرونو فرار او د کاري فرصتونو کمښت هېواد له بحران سره مخ کړی؛ خو نړیوالو غبرګونونو هم د طالبانو دریځ نه دی بدل کړی.

خالد حنفي:انسان غلام پیدا شوی؛ خو پوهنتونونه هڅه کوي، چې فردي ازادي ورکړي

د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي ویلي، انسان په اسلام کې غلام دی او فردي ازادي یوازې د شریعت په چوکاټ کې معنا لري.

هغه د طالبانو له روحانیانو سره په ناسته کې د نجونو پر تعلیم، عصري زده کړو، جامو او ټولنیزو ازادیو سخت مخالفت څرګند کړی، او عصري پوهنتونونه یې د «ازاد ذهنیت» خپرونکي بللي دي.

حنفي پتلون، دریشي، نکټايي او ږېره خریل هم د اسلامي اصولو خلاف بللي او له علماوو یې غوښتي چې د «فکري جګړې» پر وړاندې کلک ودرېږي.

نوموړي د وزارت د سختو مقرراتو دفاع کړې او خبرداری یې ورکړی که اسلامي احکام نرم شي، طالبان به د الله پر وړاندې ملامت وي.

په وزیرستان او چترال کې نښته؛۴ پاکستاني سرتېري او ۷ وسله‌وال وژل شوي

د پاکستان پوځ وايي، چې د شمالي وزیرستان او چترال په عملیاتو کې ۴ سرتېري، چې مشري یې دانیال اسماعیل کوله، وژل شوي دي.

پوځ زیاتوي چې په جګړه کې ۷ وسله‌وال هم وژل شوي او عملیات لا هم روان دي.

پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې دغه بریدونه د ټي‌ټي‌پي له لوري د افغان طالبانو په ملاتړ له افغان خاورې پلان شوي دي.

حنیف پشتین:د پي‌ټي‌ایم مشران د پاکستاني جنرالانو په امر نیول شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی حنیف پشتین وایي، د پي‌ټي‌اېم مخکښ مشران علي وزیر، صمد لالا او ملک نصیر کوکي‌خېل له میاشتو راهیسې د پاکستاني جنرالانو په امر نیول شوي، او په بېلابېلو زندانونو کې ګرځول شوي دي.

نوموړی زیاتوي، عدالتونه د دوی په قضیو کې بې وسه ښکاري، ځکه قاضیان د جنرالانو له امر پرته څه نشي کولی.

د هغه په خبره، پوځ هڅه کوي چې د پښتنو د حق غږونه خاموش کړي؛ خو ولس به هېڅکله چوپ نه شي.

هغه وایي، د جنرالانو پالیسۍ د نسلي تعصب پر بنسټ دي، او د هغو خلکو پر ضد کارول کېږي چې د پښتنو د مظلومۍ غږ پورته کوي.

سرګي لاروف:ښایي ناټو ځواکونه بیرته افغانستان ته را وګرځي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا افغانستان ته د ناټو د بیرته راستنیدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.

سرګي لاروف ویلي چې ناټو یو ځل بیا له افغانستان څخه د “شرمناک وتلو” څخه څلور کاله وروسته دې هیواد ته د ننوتلو لپاره نوې لاره لټوي.

تیره میاشت، سرګي لاوروف د طالبانو له حکومت سره د لویدیځو هیوادونو “شکمن تعامل” باندې نیوکه وکړه او ویې ویل چې د لویدیځ له لورې د مختلفو بهانو له لارې “افغانستان ته د ناټو د پوځي تاسیساتو بیرته راستنیدل” د منلو وړ نه دي.

حلیم فدایي:پاکستان د بهرنیانو سره د افغانستان په سر معامله کوي

د پکتیا پخوانی والي حلیم فدایي د حماسه میډیا ایکس سپیس سره په خبرو کې وویل چې د امریکا په ګډون د ناټو د یوشمیر غړو هیوادونو استخباراتي حضور څو چنده ډیر دی.

ښاغلی فدایي وایي افغانستان د پخوا په پرتله مهم شوی او په هیواد کې د بهرنیانو حضور تر ټولو لوی مخالفین ګاونډیان دي.

حلیم فدایي وایي، چې پاکستان هڅه کوي د ناټو د غړو هیوادونو سره یوې موافقې ته ورسیږي.