چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 481

ډونالډ ټرمپ:تعرفه زما د خوښې کلیمه ده او هیڅوک ورنه نشي معاف کېدلای

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ اعلان کړی چې د فولادو پر وارداتو به تعرفه له ۲۵ څخه ۵۰ سلنې ته لوړه شي.

نوموړي دا څرګندونې د پنسلوانیا ایالت په یوه فولاد جوړوونکې فابریکه کې د کارګرو پر وړاندې کړې دي.

ټرمپ ویلي، دا اقدام به د امریکا د کورني فولاد صنعت د پیاوړتیا لامل شي، او زیاته یې کړه: «تعرفه زما د خوښې کلمه ده، هېڅوک ترې خلاصېدای نشي.»

هغه وروسته په خپل ټولنیز پلیټفارم “تروث سوشل” کې هم لیکلي چې د المونیمو پر وارداتو به هم تعرفه ۵۰ سلنې ته لوړه شي.

لا هم روښانه نه ده چې کاناډا او مکسیکو ته به په دې برخه کې معافیت ورکړل شي که نه.

نورستان؛ناپیژاندو وسله والو د تیر حکومت یو پولیس وژلی

ځایي سرچینې وایي چې په نورستان ولایت کې د تېر نظام یو پخوانی سیمه‌ ییز پولیس د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.

سرچینې زیاتوي چې یحیی نومی دا کس د جمعې په ورځ د واما ولسوالۍ د ارچڼو سیمې په «پکونا» نومي کلي کې په ډزو وژل شوی دی.

د پېښې د څرنګوالي او عاملینو په اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړل شوي؛ خو د طالبانو حکومت سیمه‌ ییزو چارواکو پېښه تایید کړې ده.

د نورستان د امنیه قوماندانۍ ویاند وایي، یحیی د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی او بریدګر له سیمې تښتېدلي دي.

د ده په وینا، هڅې روانې دي چې عاملین ونیول شي.

ننګرهار؛د جلال اباد ښار په کابل هډې سیمه کې يو ځوان لومړی خپل مور او پلار او وروسته ځان وژلی

تېره شپه د جلال اباد ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند کابل اډې سيمه کې د “ضياءالله” په نوم يو ځوان خپل مور او پلار په چاړه وژلي دي.

د ننګرهار د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد هم دغه پېښه تایید کړې او ویلي چې دغه ځوان د خپل مور او پلار له وژلو وروسته خپل ځان هم وژلی دی.

حماد زیاتوي چې د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.

د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې ضياءالله د طبي ټکنالوژۍ فارغ شوی و او په دې وروستيو کې له جدي عصبي ستونزو سره مخ و.

د ازادۍ جبهه:کابل کې په یو توغندیز برید کې مو درې طالبان وژلي

د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې تېره شپه یې د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند شهدای صالحین سیمه کې د طالبانو پر یوې امنیتي پوستې توغندی توغولی دی.

یادې جبهې ویلي، چې په دغه برید کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا دفاع وزیر:چین هڅه کوي چې تایوان لاندې کړي؛ خو موږ به اجازه ورنکړو

د امریکا دفاع وزیر پیت هگست خبرداری ورکړی چې چین یو جدي ګواښ ګڼل کېږي او له متحدانو یې وغوښتل چې د هند-ارام سمندر په سیمه کې د خپلو دفاعي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره بودیجې لوړې کړي.

هگست دا څرګندونې نن په سینګاپور کې د شانگری-لا امنیتي غونډې ته په خپله لومړنۍ وینا کې کړې.

هغه ویلي، چې د چین له لوري پیدا شوی ګواښ واقعي دی او ښايي ډېر ژر عملي شي.

نوموړي خبرداری ورکړی، که چین هڅه وکړي تایوان لاندې کړي، دا به د هند-ارام سمندر او نړۍ لپاره ویجاړونکي پایلې ولري.

د امریکا دفاع وزیر دغه راز ویلي، چې د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال چین به پر تایوان برید ونه کړي.

پاکستان له افغانستان سره؛د اړیکو د پراختیا لپاره د چین منځګړیتوب منلی

وروسته له هغې چې چین د نړیوال منځګړیتوب سازمان جوړ کړ، د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د دغه نوښت د اغېزمنتیا په اړه خبرې کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي، د پاکستان له لوري له افغانستان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو لوړول به د اعتماد، همکاریو او اړیکو د پراختیا سبب شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم د چین دا نوښت پر وخت بللی او ویلي یې دي چې هېواد یې د چین د منځګړیتوب وړاندیز منلی او له همدې امله غواړي له افغانستان سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې د سفیر تر کچې لوړې کړي.

ډار زیاته کړې چې د بیجینګ وروستۍ درې‌اړخیزه ناسته له افغانستان سره بریالۍ وه او د راتلونکو همکاریو لپاره ښه فُرصتونه برابروي.

ډونالډ ټرمپ:اسراییل او حماس غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند توافق ته نږدې شوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د اسراییلو او حماس تر منځ د ۶۰ ورځني اوربند موافقه وروستي پړاو ته رسېدلې او ښايي ډېر ژر اوربند اعلان شي.

امریکایي چارواکي د دې وړاندیز په هکله د حماس رسمي ځواب ته انتظار باسي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو د غزې د بشري بحران د زیاتېدو خبرداری ورکړی.

ایلن ماسک؛په سپینه ماڼۍ کې له ډونالډ ټرمپ سره وروستۍ ناسته کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له میلیاردر ایلن ماسک سره د هغه د استعفا په مناسبت ناسته کړې.

ماسک، چې د حکومت د موثریت د څانګې مشري یې کوله، خپله موقتي دنده پای ته ورسوله او بېرته خپلو خصوصي شرکتونو ته ستنېږي.

ټرمپ د ماسک هڅې ستایلې او ویلي چې هغه په فدرالي ادارو کې د مهمو بدلونونو لامل شوی دی.

ټرمپ دا هم ویلي، چې د ماسک تر مشرۍ لاندې زرګونه دولتي کارکوونکي له دندو لرې کړل شول.

ماسک په دغه لیدنه کې ویلي، چې که څه هم خپله رسمي دنده پرېږدي؛ خو ټیم به یې کار ته دوام ورکړي او دی به هم د ادارې له چارو څخه څارنه وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:پاکستان هم د سفارت د شارژدافیر کچه سفیر ته لوړوي

‏د طالبانو حکومت د پاکستان د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې غواړي په کابل کې د خپلو سفارتي اړیکو کچه له چارسمبالي، څخه په سفیر بدل کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی هم په ورته اقدام سره غواړي په اسلام اباد کې د سفارت د شارژدافیر کچه سفیر ته لوړه کړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه اقدام په د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او نورو ګڼو برخو کې د همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي. ‎

ډونالډ ټرمپ:پر اوکراین د روسیې ناڅاپي بریدونو ډېر حیران کړی یم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د روسیې له خوا پر اوکرایني ښارونو وروستي بریدونو هغه ډېر حیران کړی دی.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې ویلي، داسې صحنې یې ولیدې چې ډېرې حیرانوونکې وې.

هغه زیاته کړې، چې په داسې وخت کې پر کییف بریدونه وشول، چې د سولې خبرو جریان درلود.

هغه زیاته کړې چې د مې له ۲۴مې تر ۲۶مې، روسیې پر ښارونو سخت بریدونه وکړل، چې پکې سلګونه ډرونونه او توغندي وکارول شول.

ټرمپ دا بریدونه د اندېښنې وړ بللي او ویلي چې دا ډول ناڅاپي پېښې سوله له ګواښ سره مخ کوي.