دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 479

جي‌شنکر امیرخان متقي ته:د هند او پاکستان جګړه کې دې غوڅ دریځ ستایم

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي‌شنکر د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره تلیفوني خبرو کې د نوموړي هغه دریځ ستایلی، چې پکې یې د افغانستان او هند ترمنځ د بې‌باورۍ د رامنځته کولو لپاره د ناسمو راپورونو له لارې وروستۍ هڅې رد کړې دي.

شنکر په دې خبرو کې د افغانانو د اړتیاوو پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی.

هغه ویلي د ناسمو راپورونو له لارې هڅه کیده چې د هند او افغانستان اړیکې خرابې شي.

احمد مسعود؛له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره مشهد ته تللی

د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود د ایران مشهد ته تللی دی.

باوري سرچینې وایي، چې دی او یو شمېر نور سیاستمداران د ایران د حکومت په بلنه تللي دي.

ویل کېږي چې مسعود د سپاه پاسداران او د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره هم کتلي دي.

د معلوماتو له مخې، عطا محمد نور لا وار دمخه هلته رسېدلی دی.

زلېنسکي:پوتین خبرو ته حاضر نه شو او د استازي رالېږل یې نمایشي بڼه لري

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي روسیې سره د سولې خبرو لپاره ترکیې ته له رسېدو سره ویلي، چې د روسیې پلاوی نمایشي دی او په وینا یې اردوغان سره له لیدو وروسته به د خبرو په اړه پرېکړه وکړي.

زلېنسکي ټینګار کړی چې یوازینی کس چې خبرو ته یې ارزښت ورکوي، پوتین دی.

بل لورته روسیې ویلي چې پلاوی یې استانبول ته رسېدلی او جدي خبرو ته چمتو دی؛ خو د خبرو کره مهال نه دی اعلان شوی.

د فرانسې او استونیا چارواکو هم د پوتین نه‌شتون غندلی او ویلي یې دي چې کرملین د سولې په خبرو کې صادق نه دی.

د طالبانو حکومت:د واخان سړک دویم فاز چارې پیل شوې

د طالبانو حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اعلان کړی، چې د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ له بروغیل تر بزهای سیمې پورې د جغلي سړک د دویم فاز د جوړولو چارې پیل شوې.

یاد سړک ۷۱ کیلومتره اوږدوالی او ۸ متره سور لري، چې د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت به ورغول شي.

دغه وزارت زیاتوي، چې یاد سړک به له بشپړېدو وروسته د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ پر مهمه لاره بدل شي.

روسیې سره د مذاکراتو لپاره؛د اوکراین ولسمشر ترکیې ته رسېدلی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د سولې خبرو لپاره د پنجشنبې ماسپښين استانبول ته رسېدلی دی.

دا خبرې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره ترسره کېږي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې زلنسکي لومړی د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري.

تمه کېږي چې دغه لیدنه د سولې هڅو ته لاره هواره کړي.

تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ویلي وو، چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید له ده سره مخامخ خبرې وشي؛ خو اوس یې ویلي چې ترکیې ته د خبرو لپاره استازی استوي او دی خپله نه ځي.

مسعود پزشکیان:امریکا مونږ ته غله وایي؛ خو خپله یې ټوله نړۍ لوټ کړه

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د کرمانشاه په سفر کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود.

نوموړي وویل، چې ډونالډ ټرمپ ایراني مشران او رهبران غله بللي؛ خو خپله دوی نړۍ لوټ کړه.

پزشکیان ټینګار کړی چې د ایران د رهبر ژوند روښانه دی؛ خو د هغو کسانو ژوند هم معلوم دی چې ادعا کوي نړۍ د قانون له مخې اداره کوي.

هغه ویلي:«موږ د خپل رهبر ژوند وینو، هر څه یې څرګند دي، خو هغوی چې نړۍ لوټوي، د هغوی ژوند هم خلکو ته معلوم دی.»

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ایران او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې ترینګلې دي او دواړه خواوې وخت ناوخت پر یو بل تورونه لګوي.

د شطرنج نړیوال فدراسیون:د طالبانو حکومت له لوري پر شطرنج بندیز اندېښمن کړي یوو

د شطرنج نړیوال فدراسیون د طالبانو حکومت له لوري د شطرنج پر بندیز اندېښنه څرګنده کړې.

یاد فدراسیون ویلي، دا موضوع له المپیک کمېټې، د آسیا شطرنج فدراسیون او نورو ورزشي ادارو سره څېړي، څو حل‌لاره ومومي.

دغه فدراسیون زیاتوي، شطرنج په افغانستان کې اوږده سابقه لري او وروستیو کلونو کې ښه وده کړې ده.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د شرعي دلایلو له کبله د شطرنج لوبه ځنډولې ده.

احمد شرع:له بندیزونو وروسته به سوریه د کار او بیارغوونې په مرکز بدله شي

د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد شرع وایي، له بندیزونو د امریکا د لاس اخیستو وروسته به سوریه د کار او بیارغونې پر مرکز بدله شي.

شرع د پانګوالو هرکلی کړی او د نوې دورې پیل یې “د سوریایي انقلاب” په نوم یاد کړی دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ ډونالډ ټرمپ، محمد بن سلمان او اردوغان له شرع سره لیدلي او ټرمپ اعلان کړی چې امریکا به ټول بندیزونه لرې کړي.

د امریکا له لوري د بندیزونو لغوه کېدو سوریایي خلک خوشاله کړي او دا اقدام یې په ښارونو کې په نمانځلی دی.

هند ته د پاکستان لیک؛د هندوس د اوبو تړون ته ژمن شئ او پر پاکستان د اوبو له بندولو لاس واخلئ

پاکستان هند ته رسمي لیک لیږلی او د هندوس اوبو تړون ځنډول یې “غیرقانوني” بللي دي.

لیک د سېکرتر سید علي مرتضیٰ له لورې لیږل شوی او په کې د تړون په هغو مادو ټینګار شوی چې له هند څخه په پاکستان د اوبو د راګرځولو حق اخیستل شوی دی.

مرتضی په لیک کې لیکلي:« ددې تړون هېڅ ماده داسې نه ده چې د دغه ډول اقدام اجازه ورکړي.»

پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې دغه تړون لا هم په خپل اصلي شکل کې نافذ او د باور وړ ګڼل کیږي.

ملګري ملتونه:افغانستان له سختو بشري کړکېچونو سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق اجرایوي رییس اندرو سابرټن له افغانستان څخه د خپل سفر وروسته ویلي، چې دا هېواد له «دوګوني بشري کړکېچ» سره مخ دی.

نوموړي ویلي، د افغان کډوالو په زور راستنیدنه او له دغه صندوق سره د امریکا د ۱۰۰ میلیونه ډالرو مالي مرستې بندېدل، وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی.

ښاغلي سابرټن زیاته کړې چې د مالي سرچینو د کمښت له امله، ښايي ۶.۳ میلیونه وګړي چې ډېری یې ښځې او نجونې دي، د روغتیايي او بشري خدماتو له لاسرسي بې‌برخې شي.

د راپور له مخې، یوازې د روان کال د اپریل میاشت کې له ایران او پاکستان څخه تر ۲۵۰ زرو زیات افغان کډوال راستانه شوي، چې نږدې ۹۶ زره یې په زور شړل شوي دي.

نوموړي دا هم ویلي چې دغه مالي مرستې له کورنۍ روغتیا، ګرځنده روغتیايي ټیمونو او رواني ټولنیزو ملاتړونو سره مرسته کوله، او که دا وضعیت دوام ومومي، نو د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق فعالیتونه به تر نیمايي هم راکم شي.