دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 474

اسراییل:غزې ته به د خوراکي توکو محدود مقدار پرېږدو

د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی چې د پوځ په سپارښتنه او د نړیوالو فشارونو له امله به غزې ته د خوراکي توکو محدود مقدار پرېږدي.

دا اعلان وروسته له هغې شوی چې د اسراییلي پوځ له لوري د غزې په شمالي او جنوبي برخو کې پراخ ځمکني عملیات پیل شول.

اسراییل له مارچ ۲۰۲۵ راهیسې غزې ته د بشري مرستو، درملو، خوړو او سون توکو د داخلېدو مخه نیولې وه، او دا بندیزونه د حماس د یرغمل شوو خوشې کولو لپاره د فشار یوه برخه ګڼل کېږي.

په عین حال کې، د غزې د روغتیا وزارت راپور ورکړی چې په تېرې اونۍ کې د اسراییلي بمبارۍ له امله سلګونه کسان وژل شوي، چې یوازې یوه شپه کې ۱۳۰ تنه مړه شوي دي.

راپورونه:ټاکل شوې چې امیرخان متقي سبا چین ته سفر وکړي

پاکستاني رسنیو راپورونه ورکړي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي به سبا چین ته سفر ورکړي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، نوموړی به د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ په ګډې ناستې کې ګډون وکړي.

بل لورته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د یو پلاوي به مشرۍ نن چین ته تللی دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستاني پوځ ویاند:هند د امریکا په څېر نه دی او پاکستان د افغانستان په څېر نه دی

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي، چې پاکستان سوله غواړي؛ خو که هند برید وکړ، ځواب به یې ژر او سخت وي.

چودري د ترکیې انادولو خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، چې هند د امریکا په څېر نه دی او پاکستان د افغانستان په څېر نه دی چې موږ ستاسو د تسلط لاندې راشو.

هغه زیاته کړې، چې هند دې نور دا خیال له ذهنه وباسي، که نه د سیمې او نړۍ سوله به له خطر مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هند او د طالبانو حکومت د دوستانه اړیکو راپورونه ورکول کېږي.

د امریکا پخوانی ولسمشر؛د پروستات په چټک خپرېدونکي سرطان اخته شوی

د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن د پرستات په یو چټک خپرېدونکي سرطان اخته شوی چې هډوکو ته یې هم رسېدلی دی.

د ۸۲ کلن بایډن د دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د نوموړي د جمعې په ورځ د پرستات سرطان مثبت تشخیص شو.

اعلامیه زیاتوي: «که څه هم دا د ناروغۍ یو شدید ډول دی، خو سرطان د هورمون‌درملنې لپاره حساس دی، چې دا درملنه مؤثره کولی شي.»

د اعلامیې له مخې، بایډن او کورنۍ یې دا مهال له ډاکترانو سره د درملنې مختلفې لارې ارزوي.

جو بایډن، چې له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ پورې د امریکا ولسمشر پاتې شوی، وروسته له هغه له ۲۰۲۴ ټاکنو نه لاس واخیست چې د نوموړي د عمر او رواني وړتیاوو په اړه پوښتنې راپورته شوې.

رویټرز:منځني ختیځ ته د ټرمپ سفر اسرائیل څنډې ته کړ

رویټرز راپور ورکړی چې سعودي عربستان، قطر او اماراتو ته د ټرمپ وروستي سفر د منځني ختیځ یو نوی نظم ټینګ کړ، چې ایران او اسرائیل یې شاته تمبولي دي.

یاد اژانس وایي، واشنګټن د اسرائیل له لومړي وزیر نتانیاهو ځکه ناخوښه دی، چې هغه د غزې اوربند او له ایران سره د اټومي خبرو مخالفت کوي.

دغه سفر د امریکا له لوري پر نتانیاهو یو ښکاره بې‌اعتنايي بلل شوې.

رویټرز زیاتوي، امریکا غواړي نتانیاهو ته وښيي چې نور نشي کولای د واشنګټن له بې‌قید شرطه ملاتړ تمه ولري.

عباس عراقچي:د ایران د یورانیمو غني کول به دوام مومي

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال عباس عراقچي د امریکا د ځانګړي استازي استیو ویتکاف څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د ایران د یورانیمو غني‌کول به دوام ومومي.

هغه زیاته کړه، که امریکا غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې ایران اټومي وسلې نه جوړوي، ایران ورته چمتو دی، خو که غوښتنې یې غیرواقعي وي، خبرې به بې پایلې وي.

تر دې وړاندې ویتکاف ویلي وو، چې ایران ته د یو فیصد یورانیمو غني کولو اجازه هم نه ورکوي.

چین؛د افغانستان د کرنې په برخه کې درې سړې خونې جوړوي

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال باز محمد فیضان په کابل کې د چین د سفارت له اقتصادي سلاکار ما چنګوانګ او اقتصادي سکرتر شو چنګ‌ژي سره کتلي دي.

په دې ناسته کې دواړو لورو د چین په مالي او تخنیکي همکارۍ د درې معیاري سړو خونو د جوړولو پر پروژې خبرې کړې دي.

د وزارت په وینا، د دغو سړو خونو طرحه بشپړه شوې او تمه ده چې له تخنیکي ارزونې او امکان‌سنجۍ وروسته، عملي کار هم ژر پیل شي.

د پزشکیان او متقي لیدنه؛د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې پر دوو اړخيزو اړيکو او ايران کې مېشتو افغان مهاجرينو په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه وایي، چې په دې لیدنه کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې په ټولو برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي.

پزشکیان دغه راز افغان کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو ډاډ هم ورکړی دی.

بل لورته بیا امیرخان متقي د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو پر پراختیا سربېره ویلي، چې د کډوالو د ستنولو بهیر باید په تدریجي ډول ترسره شي، ترڅو د هغوی چارې او پانګه زیانمنه نه شي.

بلجیم کې د یو شمېر افغانانو ترمنځ ناسته؛د افغانستان د ستونزو حل په بشپړ ډول د دوحې تړون عملي کول دي

د افغانانو ترمنځ ګډې مشورتي کمېټې په بلجیم کې په بشپړ ډول د دوحې تړون د نه عملي کېدو، د افغانستان د ستونزو د سوله‌ییز حل او ملي پخلاینې لپاره د سیاسي اشخاصو او بېلابېلو مدني ټولنو ترمنځ ناسته کړې.

په دغه غونډه کې د اروپا د بیلابیلو هېوادونو بلجیم، جرمني، فرانسي، اتریش او هالنډ څخه ګڼو افغانانو برخه اخیستې وه.

د یادې غونډې ګډونوالو ټینګار کړی، چې د افغانستان د ستونزو یوازینی حل په بشپړ ډول د دوحې تړون پلي کول دي، چې بین الافغاني مذاکرات یې تر ټولو مهمه برخه ده.

د ایران مشهد کې؛د طالبانو جنرال کونسل فیضان الله ناصري د زړه ناروغۍ له امله مړ شوی

د ایران مشهد کې د طالبانو حکومت جنرال کونسل فیضان الله ناصري مړ شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې نوموړي د زړه ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

نوموړي زیاته کړې، چې ناصري یو ژمن او مخلص شخص وو چې د دوی لپاره یې په سیاسي او فرهنګي ډګر کې ډېر خدمتونه کړي.

نوموړي تر دې وړاندې د طالبانو بهرنيو چارو وزارت کې د دويم سياسي رياست مشري هم کړې وه.

هغه د طالبانو د جګړې پر مهال د دوی د یو شمېر تبلیغاتي ویبپاڼو مسوولیت هم په غاړه درلود.