دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 473

د طالبانو حکومت؛د مخابراتو سرپرست وزیر ازبکستان ته لاړ

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب‌الله حیات حقاني د ګډو ګټو هېوادونو د سیمه‌ییزې همکارۍ ۳۱مې غونډې کې د ګډون لپاره ازبکستان ته سفر کړی دی.

د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه غونډه به د ای‌سي‌ټي (ICT) په برخه کې د سیمه‌ییزې همکارۍ پراختیا، د ۲۰۲۵ کال لپاره د نړیوالو کنفرانسونو چمتووالي، د ټېلېکام سیسټمونو کې د درغلیو مخنیوي، او د سپوږمکۍ سیستمونو پرمختګ ته ځانګړې وي.

حیات حقاني تر سفر وړاندې په کابل کې د ازبکستان له سفیر اویبک عثمانوف سره هم لیدلي او د ټکنالوژۍ او همکارۍ پر پراختیا یې خبرې کړې دي.

روسیې؛د بخښنې نړۍوال سازمان ناقانونه اعلان کړ

اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د روسیې لویې څارنوالۍ نن د بخښنې نړیوال سازمان ناقانونه وباله.

په راپور کې ویل شوي، چې له دې پرېکړې سره به دغه سازمان نور په روسیه کې هیڅ فعالیت نشي کولای.

د روسیې چارواکو خبرداری ورکړی، هر څوک چې له یاد سازمان سره همکاري وکړي یا یې ملاتړ وکړي، له قانوني تعقیب سره به مخ شي.

د روسیې لویې څارنوالۍ په خپلې اعلامیه کې ادعا کړې، چې د بخښنې نړۍوال سازمان د “روسیې ضد پروژو” مشري کوي او داسې فعالیتونه ترسره کوي، چې د روسیې سیاسي او اقتصادي انزوا ته لار هواروي.

تر دې دمه، د بښنې نړۍوال سازمان د روسیې د دې پرېکړې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

سرچینې:صلاح‌الدین رباني د سپاه پاسداران له چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته تللی

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند د یوې څانګې مشر صلاح‌الدین رباني نن تهران ته تللی دی.

ویل کېږي، رباني به په دې سفر کې د ایران د سپاه پاسداران له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم دا مهال په تهران کې دی، او د یکشنبې په ورځ یې د ایران له ولسمشر او د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي.

تر دې وړاندې د مقاومت په نوم د جبهې مشر احمد مسعود هم ایران ته سفر کړی و، چې هلته یې د سپاه پاسداران او د ایران د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره لیدلي.

اسماعیل بقایي:ښایي اسرائیل د ایران په وړاندې تخریبي کړنه ترسره کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي ویلي، چې امکان لري اسرائیل د دوی پر ضد د تورونو د لګولو په موخه، کوم تخریبي اقدام وکړي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اسرائیل له جنجال‌زیږونکو او د سولې ضد کړنو سره احتیاط وکړي.

تر دې وړاندې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌یي ویلي وو، چې اسرائیل د سیمې امنیت ته ستر ګواښ دی.

آی پي ایل؛ګجرات لوبډله ډهلي ته په ماتې ورکولو سره پلي اف پړاو ته ولاړه

د هند غوره لیګ په یوه تاریخي سیالۍ کې، د راشد خان اړوند ګجرات ټیم د ډهلي ټیم ته د لسو وېکټو په توپیر ماته ورکړه او د ۱۸ امتیازونو په ترلاسه کولو سره یې د جدول سر ته ځان ورسوه.

په دې لوبه کې، لومړی ډهلي ټیم توپ‌وهنه وکړه او په شلو اورونو کې یې د درې لوبغاړو له لاسه ورکولو سره ۲۰۰ منډې جوړې کړې.

د ګجرات لپاره، سای سودارسن او شبمن ګیل، بې سارې توپ وهنه وکړه او دغه ټیم هدف ته د کومې وېکټې له لاسه ورکولو پرته ځان ورسوه.

دا لومړی ځل و چې سږکال په IPL کې یوه لوبډله د وېکټې له لاسه ورکولو پرته بریا ترلاسه کوي.

په توپ‌اچونه کې، راشد خان څلور اورونه ترسره کړل او ۳۲ منډې یې ورکړې؛ خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځوو.

د بشري حقونو څار سازمان:هغه افغانان لاهم د عدالت په تمه دي، چې پر نړیوالو د خپلوانو د وژل کېدو دعوه لري

د بشري حقونو څار سازمان وايي، هغه افغان کورنۍ چې د شلو کلونو جګړې پر مهال د بهرنیو ځواکونو له لوري د خپل، خپلوانو د وژل کېدو دعوه لري، لا هم د عدالت په تمه دي.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، اسټرالیا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو له لوري د شویو احتمالي جنګي جرمونو په اړه د څېړنو مخکښ هېواد بلل شوی دی.

راپور زیاتوي چې اسټرالیا د قربانیانو د کورنیو لپاره د شکایت ثبتولو یوه ځانګړې وېب‌پاڼه هم فعاله کړې ده.

راپور کې راغلي، سره له دې چې د اسټرالیا پوځ د یادو ادعاوو څېړنه کړې؛ خو تر دې دمه یوازې یو سرتېری د جنګي جرمونو په تړاو تورن شوی دی.

نړیوال بانک؛افغانستان کې د پاتې پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړه

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت وایي، چې نړیوال بانک په افغانستان کې خپل پورونه اداء کوي.

خبرپاڼه کې راغلي چې نړیوال بانک په افغانستان کې له لوجیستیکي او رغنیزو شرکتونو ۵۰ میلیونه ډالره پوروړی دی او د دغو پورونو د اداکولو دا پروسه به په څلورو پړاوونو کې د مالیې وزارت په همغږۍ ترسره شي.

یاد بانک ویلي، په لومړي پړاو کې به نن ۱۰.۸میلیونه ډالر شرکتونو ته ورکړي او پاتې ۳۹،۱۱ میلیونه ډالر به راتلونکو دریو پړاوونو کې ورکول شي.

د هدایت الله بدري په مشرۍ؛د طالبانو یو پلاوی نن ایران ته ولاړ

د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت د سرپرست ملا هدایت‌الله بدري په مشرۍ پلاوی د کاني توکو د کارپوهانو او څېړونکو دویمه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره ایران ته تللی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هدایت الله بدري په مشرۍ پلاوی به په یاده ناسته کې د ګډون سربېره د بېلابېلو شرکتونو له استازو او پانګوالو سره هم وګوري.

دا په داسې حال کې ده، چې د امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی هم لا وار دمخه ایران ته تللی.

بلوچستان؛په قلعه عبدالله کې چاودنې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان د بلوچستان ایالت په قلعه عبدالله ولسوالۍ، د ګلستان په سیمه کې چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه ۲ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

که څه هم ځینې پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې وسله‌والو د پوځیانو پر یوه مرکز برید کړی؛ خو د پولیسو په وینا چاودنه د یوه مارکیټ ترڅنګ شوې ده.

تراوسه هېڅ وسله‌والې ډلې د دې چاودنې مسؤولیت نه دی منلی.

د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د ټي‌ټي‌پي په برید کې د بلوچستان په تحصیل سیمه کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

د طالبانو د احصایې اومعلوماتو ملي اداره:ایران کې د افغان کډوالو د ثبت لپاره ټیمونه استوو

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، ایران کې د افغان کډوالو د ثبت او هویت لپاره به دغه هېواد ته ټیمونه واستوي.

یادې ادارې نن هم په همدې اړه ناسته کړې ده.

د ادارې مسوولینو ویلي، چې د کډوالو لپاره د هويت تثبيت او اړوند خدمتونو ته د اسانتیاو برابرول د ادارې له لومړيتوبونو دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې اړه ټول چمتووالی بشپړ شوی او ژر به ټیمونه دغه هېواد ته واستول شي.