دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 472

د ترکیې د غالیو ټولنې مسؤلین:د افغاني غالیو د صادراتو برخه کې همکاري کوو

د ترکیې د غالیو ټولنې مسؤلینو له افغانستان سره د افغاني غالیو د صادراتو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، د ترکیې غالیو ټولنې رییس احمد دیلر د یاد وزارت سرپرست سره کتنه کې ویلي، چې په دې برخه کې به پانګونه او ملاتړ وکړي.

دواړو لوریو د ګډو فعالیتونو د پراختیا لپاره هوکړه هم لاسلیک کړې ده.

پاکستان:له چین مننه کوو چې زموږ ملاتړ او ملګرتیا یې کړې

پاکستان له چین مننه کړې، چې د دوی له ملي حاکمیت یې غوڅ ملاتړ کړی.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د چین کمونیست ګوند د نړیوالې ادارې له وزیر سره کتنه کې ویلي، چې دوی د چین له ملاتړ مننه کوي.

ډار په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی.

د یادونې ده چې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه کې چین او ترکیې له پاکستان ملاتړ کړی وو.

چین بیا دغه هېواد ته یو شمېر وسلې هم ورکړې وې.

له درې میاشتې ځنډ وروسته؛غزې ته په مرستو بار لارۍ ورسېدې

له نږدې درې میاشتو ځنډ وروسته؛ د لومړي ځل لپاره غزې ته له مرستو بار لارۍ ورغلې.

اسوشټیډ پریس خبري اژانس ویلي، چې له خوراکي موادو بار پنځه لارۍ د کرم شالوم له لارې غزې ته تللې دي.

په همدې حال کې بیا ملګرو ملتونو ویلي، غزې ته په مرستو رسولو خوښ دي؛ خو زیاتوي چې دا مرستې لاهم بسنه نه کوي.

دوی ویلي، چې دا مرستې باید زیاتې شي.

دیمتري پسکوف:له اوکراین سره د اوربند لپاره وروستۍ نېټه نه ده ټاکل شوې

د کریملین ویاند دیمتري پسکوف وايي، له اوکراین سره د اوربند لپاره هیڅ وروستۍ نېټه نه ده ټاکل شوې.

نوموړي ویلي، دا اوربند پیچلی دی او د هوکړې د یادښت لپاره هم نشو کولای، چې وروستۍ نېټه وټاکو.

پسکوف وايي، دوی له اوکراین سره په جزیاتو کې ستونزه لري او د دې لپاره به د دواړو لوریو ترمنځ د مسودو تر تبادلې وروسته د یو واحد متن لپاره تماسونه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ ویلي و، چې ژر به د اوکراین او روسیې ترمنځ مذاکرات پیل شي.

د کاناډا، برېتانیا او فرانسې مشران:که اسرائیل پر غزې بریدونه بس نه کړي؛ نو بندیزونه پرې ولګوو

د کاناډا، برېتانیا او فرانسې مشرانو خبرداری ورکړی، چې که اسرائیل پر غزې بریدونه بند نه کړي؛ نو دوی به پر دغه هېواد بندیزونه ولګوي.

د رویټرز د خبر له مخې، د دغو هېوادونو مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دوی به د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر وړاندې فشارونه زیات کړي.

دوی پر غزې د مرستو بندیز هم غیر انساني عمل بللی او ویلي یې دي، چې د دې چارې سخت مخالف دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیل یو وار بیا پر غزې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

ټرمپ:ژر به روسیه له اوکراین سره د سولې خبرې پیل کړي

سره له دې، چې ټرمپ وايي، ژر به روسیه او اوکراین د سولې خبرې پیل کړي؛ خو کرملین وايي، له کیف سره د مسکو خبرې وخت نیوونکی بهیر دی.

کرملین زیاتوي، امریکا هم پر دوی له اروپا سره یو ځای نویو بندیزونو ته چمتو نه ده؛ خو اروپايي مشرانو ویلي، چې پر روسیې به د بندیزونو له لارې فشار زیات کړي.

د یادونې ده، چې د اوکراین اوربند په اړه ټرمپ دا څرګندونې له پوتین سره تر خبرو وروسته کړې دي.

پاکستان او هند؛د سرحدي ځواکونو د شاتګ پرېکړه کړې

د پاکستان او هند ترمنځ یو مهم تفاهم شوی، چې له مخې به یې دواړه هېوادونه خپل پوځونه د مې تر ۳۰مې نېټې پورې د کنټرول کرښې او نړیوالې پولې پر اوږدو د سولې په حالت کې خپلو پخوانیو ځایونو ته ستانه شي.

سرچینې وايي، د دواړو هېوادونو د پوځونو د عملیاتو لوی رییسان (DGMO) د ځواکونو د تدریجي شاتګ بهیر همغږي کوي.

دا پرېکړه د امریکا او نورو هېوادونو په منځګړیتوب شوې او د روانې میاشتې له اوربند وروسته د باور جوړونې یوه بله هڅه بلل کېږي.

چارواکي دا چاره د سیمې د ثبات لپاره مثبت پرمختګ بولي؛ خو تر اوسه د دواړو هېوادونو له خوا رسمي څه نه دي ویل شوي.

جوبایډن امریکایانو ته:له ملاتړ او خواخوږۍ مو مننه کوم

د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن له ده سره د خلکو له خواخوږۍ مننه کړې.

وروسته تر هغې، چې د بایډن ناروغي تشخیص شوه، د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، کاملا هاریس، ګڼو نورو چارواکو او ډېرو امریکایي وګړو له هغه سره خواخوږي وښوده.

بایډن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې سرطان د ټولو ژوند ته رسېږي؛ خو دوی یې باید پر وړاندې پیاوړي و اوسي.

د یادونې ده، چې د بایډن دفتر ویلي، چې اوس دا ناروغي د هغه هډوکو ته رسېدلې.

شفقت علي خان:د هند هغه تورونه بې اساسه دي چې ګواکې موږ د جګړې پر مهال د شاهین توغندي کارولي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې پاکستان د “بنیان المرصوص” عملیاتو پر مهال د هستوي وړتیا لرونکی شاهین توغندی کارولی.

د دغه وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي، چې دا تورونه بې‌اساسه او د درواغو کمپاین دی.

نوموړی وایي، دغه عملیات د هند د تېري په غبرګون کې ترسره شول چې پکې دقیق او متناسب بریدونه وشول.

هغه زیاته کړې، چې د عملیاتو پر مهال یوازې د فتح په نوم توغندي او دقیقې وسلې کارول شوي، نه شاهین.

شفقت علي خان په خپلو خبرو کې له هند وغوښتل چې له بې‌دلیله روایتونو ډډه وکړي او د سیمې ثبات ته ژمن پاتې شي.

ډونالډ ټرمپ؛نن له پوتین او زلېنسکي سره تلیفوني خبرې کوي

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن دوشنبه د امربکا پر وخت د سهار لس بجې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټلیفوني خبرې وکړي.

د دې اعلامیې له مخې، له پوتین سره تر تماس وروسته به ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره هم خبرې وکړي.

دغه تماسونه وروسته له هغه ترسره کېږي چې د روسیې او اوکراین استازو ترمنځ په استانبول کې مستقیمې خبرې وشوې، او دواړو لورو د ۱۰۰۰ بندیانو د تبادلې پر سر هوکړه وکړه.

د روسي سرچینو په وینا، په دې لیدنه کې د پوتین او زلنسکي د احتمالي ملاقات بحث هم شوی؛ خو کرملین د شنبې په ورځ وویل چې دا لیدنه یوازې «تر توافق وروسته» ممکنه ده.