سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 471

د خلیلزاد مېرمن افغان کډوالو ته:طالبان ظالمان نه دي؛ له وېرې پرته خپل هېواد ته ستانه شئ

د زلمي خلیل‌زاد مېرمنې شرل بنارد ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه اندېښنې “بې‌بنسټه” دي.

نوموړې ویلي، کډوال باید له ستنېدو و نه وېرېږي.

هغې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو د بندیز غندنه کړې او دا یې د نه منلو او له دیني پلوه بې‌بنسټه عمل بللی؛ خو د رسنیو هغه راپورونه یې رد کړي چې ګواکي طالبان د ښځو سخته ځپنه کوي.

نوموړې چې څه موده وړاندې کابل ته سفر کړی و، وړاندیز کړی چې که بېرته ستانه شوي افغانان د تعلیمي نظام په اړه اندېښمن وي، خپل ماشومان دې شخصي ښوونځیو ته ولیږي.

بنارد همداراز د طالبانو د حکومت منزوي کېدل د هېوادونو له‌خوا “ناعادلانه او عجیب” بللي او ادعا یې کړې چې د ښځو وضعیت په هند کې د افغانستان په پرتله ډېر خراب دی.

هغې ویلي: «طالبان له ښځو سره هغسې ظالمانه چلند نه کوي لکه هند، چې یو پرمختللی او ځواکمن هېواد ګڼل کېږي.»

د برېتانیا حکومت؛غزه کې د وروستیو بریدونو له امله د اسرائیل سفیر احضار کړی

د بریتانیا حکومت د اسرائیل سفیر احضار کړی.

یاد حکومت ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي د اسرائیل سفیر د غزې په تړاو د پوځي عملیاتو د پراخېدو په غبرګون کې احضار کړی دی.

بل لورته برېټانوي رسنیو لیکلي، چې لامي به له اسرائیل سره د سوداګریزو خبرو اترو د درولو اعلان هم وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د کاناډا، برېتانیا او فرانسې مشرانو هم خبرداری ورکړی و، چې که اسرائیل پر غزې بریدونه بند نه کړي؛ نو دوی به پر دغه هېواد بندیزونه ولګوي.

عبدالحکیم شرعي:زمونږ زندانونه اوس د اصلاح او تربیې په مرکز بدل شوي

د طالبانو حکومت د عدليې وزیر، عبدالحکیم شرعي د روسیې په سن‌پترزبورګ کې د نړیوالې حقوقي سرمشریزې په غونډه کې ویلي چې د طالبانو زندانونه اوس د اصلاح، تربیې او دیني پوهاوي مرکزونه ګرځېدلي دي.

نوموړي ویلي، چې دا زندانونه اوس د زندانیانو د اصلاح په ځایونو بدل شوي دي.

هغه دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې د طالبانو زندانونو کې د شکنجې او جنسي ځورونې مستند راپورونه خپاره شوي.

مارکو روبیو:له ایران سره د اټومي خبرو ناکامي به ډېرې بدې پایلې ولري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، هیله لري چې له ایران سره د اټومي خبرو اترو لړۍ دوام ومومي او په وینا یې د دې خبرو ناکامي به خطرناکې پایلې ولري.

نوموړي ویلي که څه هم واشنګټن چمتو دی چې هر ډول سناریو ته ځواب ووایي؛ خو غوره دا ده چې خبرې نتیجې ته ورسیږي.

روبیو زیاته کړې:«د امریکا هدف دا دی چې له ایران سره داسې یو توافق ته ورسیږي چې دا هېواد له تېرو شلو کلونو څخه متفاوت مسیر ته بوځي. هغه مسیر چې د سولې، اقتصادي پراختیا، او غیرنظامي اټومي پروګرام تضمین وکړي؛ خو د یورانیمو غني‌سازي پکې شامله نه وي.»

هغه ټینګار کړی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ روښانه کړې چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي او دا به هېڅکله ونه‌شي.

مارکو روبیو همداراز ویلي، که څه هم دا بهیر له ستونزو ډک دی؛ خو امریکا لا هم ژمنه ده چې د دې ډیپلوماټیکو هڅو برخه پاتې شي.

د هند ستره محکمه:د صوفیه قریشي په اړه د سپکو څرګندونو له امله د کنور ویجي بښنه د منلو وړ نه ده

د هند سترې محکمې د مادیا پردېش د بي‌جی‌پي ګوند د وزیر کنور ویجی شاه بښنه ونه منله.

ویجي شاه‌‌، د پوځي قومندانې صوفیه قریشي په اړه ویلي وو، چې هغه د « ترهګرو خور» ده.

د هغه دغو څرګندونو ټولنیزو رسنیو کې هم توند غبرګونونه را وپارول، چې وروسته یې نوموړی بښنې ته اړ کړ.

نوموړي که څه هم په رسمي ډول بښنه غوښتې؛ خو د هند سترې محکمې د هغه دا بښنه له قانون تېښته بللې او ویلي یې دي، چې دا چاره یوازې د « تمساح د اوښکو» په معنی ده.

د یادونې ده چې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه کې د هند لخوا صوفیه قریشي او ومېکا سینګ د هند د هوایي ځواک قومنده په غاړه لرله.

وزیرستان؛پر ماشومانو تر برید وروسته لاریونونه پیل شوي

وزیرستان کې پر ماشومانو د پاکستاني پوځیانو د برید له کبله په میرعلي کې لاریونونه پیل شوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړي حنیف پښتین ویلي، چې نن به د پښتونخوا پوهنتونونو کې هم لاریونونه وي.

بل لورته پخواني پاکستاني لوبغاړي شاهد افریدي ویلي، چې پر دغه کار خواشینی دی.

پاکستاني پوځیانو د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې څو ماشومان وژلي وو.

د امریکا دفاع وزیر:راتلونکې چهارشنبه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر ارزونې لومړنۍ پایلې شریکوو

د امریکا دفاع وزیر وایي، ښایي راتلونکې چهارشنبه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر د ارزونې لومړنۍ پایلې اعلان شي.

هغه ویلي، سره له دې، چې دې ارزونې زیات وخت ونیوو؛ خو په خبره یې ټولې خواوې یې څېړل شوې.

نوموړی زیاتوي، ځینې اسناد محرم وو او د هغو د معلومولو لپاره یې ځانګړي کسان ګمارلي.

د یادونې ده، چې د ټرمپ حکومت تل له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر بهیر نیوکه کړې.

اروپایي ټولنې؛پر سوریې د لګېدلو بندیزونو لرې کولو ته چمتووالی ښودلی

اروپايي ټولنې چمتووالی ښودلی، چې پر سوریې به لګېدلي بندیزونه لرې کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا ویلي، چې دا یو مثبت ګام دی.

خلیلزاد ویلي، د سوریې مشران باید له هوښیارۍ کار واخلي او له دغو فرصتونو ګټه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا هم له دغه هېواده بندیزونه لرې کړې دي.

علي خامنه‌يي:ایران خپله سیاسي تګلاره لري او د کوم چا فرمایشونه نه مني

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌يي ویلي، د امریکا دا غوښتنه بې ځایه ده، چې ایران باید د یوراینمو غني کولو بهیر صفر کړي.

هغه ویلي، ایران خپله سیاسي تګلاره لري او په دې برخه کې د هیچا فرمایش نه مني.

خامنه‌ خبرداری ورکړی، چې، امریکايي چارواکي باید په مذاکراتو کې له اضافي خبرو ډډه وکړي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې په یو بل فرصت کې به د ایران ولس ته روښانه کړي، چې ولې امریکا غواړي دا پروسه صفر ته راښکته کړي.

د حماس د سیاسي دفتر مشرانو؛ایراني چارواکو سره د فلسطین په وروستي وضعیت خبرې کړې

دحماس غورځنګ یو شمېر چارواکي ایران ته تللي دي.

د ایران له بهرنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر غړي، باسم نعیم او اسامه حمدان په تهران کې د یاد هېواد بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي سره کتلي دي.

دواړو لوریو د فلسطین په وروستي وضعیت خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چارواکي د تهران د خبرو اترو په فورم کې د ګډون په موخه ایران ته ورغلي دي.