چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 460

پولیتیکو:د آلمان له لوري د کډوالو د پروګرام ځنډ زرګونه افغانان له خطر سره مخ کړي

پولیتیکو راپور ورکړی چې د آلمان له خوا د افغان کډوالو د بیا میشتولو پروګرام ځنډول، زرګونه افغانان په پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.

د نوي صدراعظم فریدرش مرتس تر مشرۍ لاندې آلمان د کډوالۍ په اړه سخت دریځه پالیسي غوره کړې.

سیاستوال او څېړونکي وایي چې دا بدلون د افغان کډوالو پر وضعیت منفي اغېز کړی، په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې امریکا هم ورته محدودیتونه لګولي دي.

د آلمان چارواکي شک لري چې ځینو افغانانو ناسم اسناد تر لاسه کړي، او ویل شوي چې ځینې له طالبانو سره اړیکې لري.

د ایران دوه لوړپوړي پوځي چارواکي؛د اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوي

د ایران د وسله‌والو ځواکونو د استخباراتو مرستیال غلام‌رضا محرابي او د عملیاتو مرستیال مهدي رباني د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې وژل شوي دي.

د وسله‌والو ځواکونو رسنیز دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دوی وژل کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې دواړه قوماندانان د ایران–عراق جګړې برخه‌وال وو.

په تېرو دوو ورځو کې پر ایران د اسرائیلو پراخو او بې‌سارې بریدونو د ایران یو شمېر لوړپوړي پوځي چارواکي له منځه وړي دي.

په ایران د اسرائیلو بریدونه؛دغه بریدونو کې ۱۴۶ تنه وژل شوي او ۵۳۲ نور ټپیان دي

اسرائیلي بریدونو په ایران کې ۱۴۶ تنه وژلي او ۵۳۲ نور یې ټپیان کړي دي.

د هرانا خبري آژانس د راپور له مخې، دا بریدونه د جمعې په سهار پیل شوي او د ایران په ۱۲ ولایتونو کې ترسره شوي دي.

وژل شوو کسانو کې ۳۷ ملکي وګړي، چې ډېری یې په تهران کې وو، او ۱۳ نظاميان شامل دي.

راپور زیاتوي چې لږ تر لږه ۳۵ ښځې او ماشومان، یو د سرې میاشتې کارکوونکی، او لسګونه نور ملکي کسان هم د قربانیانو په ډله کې دي.

ایران:هر هېواد چې د اسراییلو ملاتړ وکړ، مونږ به یې نظامي اډې په نښه کړو

یو لوړپوړي ایراني چارواکي له سی‌ان‌ان تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې، نه یوازې به ایران پر اسرائیل خپل بریدونه زیات کړي، بلکې د سیمې هغه هېوادونه به هم په نښه کړي چې له اسرائیل څخه ملاتړ کوي.

هغه ویلي، هر هغه هېواد چې د ایران د عملیاتو پر وړاندې د اسرائیل دفاع وکړي، باید دا تمه ولري چې د هغه هېواد پوځي اډې به د ایران راتلونکي هدفونه وي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې ایران به پر اسرائیل خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او لا به یې پراخ کړي.

اسرائیل؛جبل الخلیل او بحر المیت کې بریدونه شوي

د اسراییل په جبل الخلیل او د مړو سمندر (بحرالمیت) په سیمه کې بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي.

د العربیه د راپور له مخې، دا بریدونه څو شېبې وړاندې شوي؛ خو د تلفاتو په اړه یې جزیات نه دي ورکړل شوي.

هلته لاهم د ایران د الوتکو او توغندیو د برید ویره زیاته ده.

ایران:امریکا سره مذاکرات اوس کومه معنی نه لري

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له امریکا سره د اټومي تاسیساتو پر سر شپږم پړاو مذاکرات رد کړل.

ټاکل شوې وه، چې دا مذاکرات په عمان کې ترسره شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پر دوی د اسرائیل تر برید وروسته دا مذاکرات هیڅ معنی نه لري.

د ایران تازه بریدونو کې؛یوه اسرائیلۍ وژل شوې او ۴۰ تنه نور ټپیان دي

واشنګټن کې د اسراییل سفیر ویلي، چې د ایران په توغندیزو بریدونو کې یوه اسراییلۍ مېرمنه وژل شوې او څلوېښت کسان ټپیان شوي.

ایران له تېرې شپې راهیسې پر اسرائیل بریدونه پیل کړي دي.

بل لورته بیا ایران ویلي، چې پر دوی شویو بریدونو کې د امریکا لاس دی او هیڅ وخت به دا هیر نه کړي، چې ایراني وګړي د امریکا پر وسلو ووژل شول.

چین:اسرائیل دې پر ایران خپل خطرناک بریدونه بند کړي

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي فو کونگ له اسرائیل غوښتي، چې ژر تر ژره پر ایران خپل بریدونه ودروي.

هغه د ایران د حاکمیت، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض په تړاو د اسرائیلو کړنې وغندلې او ویې ویل چې چین د دغو اقداماتو له پایلو ژوره اندېښنه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د اسراییلو په بریدونو کې د ایران ګڼ شمېر پوځي قوماندانان او اټومي ساینسپوهان ووژل شول.

اسماعیل بقایي:امریکا داسې ګامونه اخیستي چې خبرې یې بې‌مانا کړي دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي چې اسرائیل په ټولو سرو کرښو تېری کړی دی.

نوموړي ویلي، امریکا داسې ګامونه اخیستي چې خبرې یې بې‌مانا کړي دي.

هغه امریکا ته په خطاب کې ټینګار وکړ: «تاسې نشئ کولی هم‌مهاله د خبرو ادعا وکړئ او هم‌مهاله د کار وېش ترسره کړئ او نسل‌وژونکی رژیم پرېږدئ چې د ایران ځمکنۍ بشپړتیا په نښه کړي.»

اسراییلو؛د ایران په همدان ښار کې پر یو نظامي مرکز برید کړی

اسرائیلو د ایران همدان ښار اړوند د اسد اباد پر یو نظامي مرکز برید کړی.

تر اوسه د تلفاتو او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د یادونې ده، چې اوس مهال یو وار بیا اسرائیل د ایران پر مختلفو سیمو بریدونه پیل کړي.