سه شنبه, جون 16, 2026
Home Blog Page 46

ډونالډ ټرمپ:د لبنان جګړې له امله مې نتنیاهو «لېونی» بللی و

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلې چې د ټیلیفوني خبرو پر مهال یې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو «لېونی» بللی و.

ټرمپ په یوې تازه مرکې کې ویلي چې هغه د لبنان د جګړې د دوام له امله له نتنیاهو څخه ناخوښ و او غوښتل یې چې جګړه ودرول شي.

نوموړي زیاته کړې چې له نتنیاهو سره یې اړیکې لا هم ښې دي؛ خو د جګړې د پراخېدو له امله اندېښمن و.

د راپورونو له مخې، ټرمپ د ټیلیفوني خبرو پر مهال له نتنیاهو غوښتي وو چې د لبنان جګړه پای ته ورسوي او د سیمې د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي.

ټرمپ همداراز هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې نتنیاهو د ایران پر ضد د اقدام لپاره دوکه ورکړې ده، او پر خپلو منتقدینو یې نیوکې کړې دي.

هند؛د ډیلي په یوه هوټل کې اورلګېدنې ۲۱ کسان وژلي

د هند د پلازمېنې ډیلي پولیسو ویلي چې د ښار په یوه څلور پوړیز هوټل کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا، اور د شپې ناوخته ولګېد او د ژغورنې ډلې سمدستي سیمې ته ورسېدې.

د اور د چټک خپرېدو له امله ګڼ کسان په ودانۍ کې بند پاتې شوي وو.

پولیسو ویلي چې د اورلګېدنې د علت په اړه پلټنې روانې دي، خو تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی څرګند شوی.

راپورونه ښيي چې دا د ډیلي په وروستیو کلونو کې له تر ټولو خونړیو اورلګېدنو څخه ده.

سبا؛د لېسټ اې سترو کورنیو سیالیو پایلوبه ترسره کیږي

سبا د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د سپین غر زوان او آمو زون لوبډلو ترمنځ د غتزي امان الله خان لېسټ اې یو ورځنیو کرکټ سیالیو پای لوبه ترسره کیږي.

سپین غرو په دغو سیالیو کې د څلور بریاوو سره د اتو پواینټونو او آمو زون له درې بریاوو سره د اوو پواینټونو په لرلو د جدول د لومړۍ او دویمې لوبډلې په توګه پایلوبې ته لار پیدا کړې.

تېر کال د دغو سیالیو اتلولي مېس عینک زون لوبډلې ګټلې وه.

د لوی احمدشاه بابا د وفات کلیزه؛نن د افغانستان د بنسټ اېښودونکي د وفات ورځ ده

نن د افغانستان د ملي تاریخ د ستر شخصیت، احمدشاه بابا د وفات کلیزه ده.

احمدشاه بابا د ۱۷۴۷ کال په شاوخوا کې د دراني دولت بنسټ کېښود او د افغانستان د معاصر دولت د جوړېدو بنسټګر ګڼل کېږي.

هغه د سیاسي هوښیارۍ، پوځي وړتیا او ملي یووالي له امله په افغان تاریخ کې ځانګړی ځای لري.

احمدشاه بابا د افغانستان له بېلابېلو قومونو او سیمو څخه یو واحد دولت جوړ کړ او د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د سیمې له مهمو قدرتونو سره اړیکې او سیالۍ مدیریت کړې.

د هغه واکمني له خراسان څخه تر هند او له آمو سینده تر عربي سمندر پورې پراخه شوې وه.

احمدشاه بابا یوازې یو فاتح نه و، بلکې شاعر هم و او په پښتو ژبه یې شعرونه لیکلي دي. د هغه د واکمنۍ مهمې کارنامې د افغان دولت بنسټ اېښودل، د ملي یووالي پیاوړتیا، د سوداګرۍ لارو خوندي کول او د هېواد د سیاسي ثبات لپاره هڅې بلل کېږي.

د افغانستان خلک نوموړی د «بابا» په لقب یادوي، ځکه چې هغه د افغان ملت د یووالي او دولتدارۍ د بنسټګر په توګه درناوی لري.

د هغه مزار په کندهار کې موقعیت لري او هر کال ګڼ شمېر خلک د هغه یاد تازه کوي.

د ایټالیا خونړۍ پېښه؛يو تن ژوندي پاتې شوي افغان د برید کيسه بیان کړې

په ایټالیا کې د هغو څلورو کډوالو د سوځېدو د پېښې یوازینی ژغورل شوی افغان وايي، دا پېښه د معاشونو د نه ورکړې پر سر له رامنځته شوې شخړې وروسته شوې ده.

تاج محمد علمیار، چې له پېښې ژوندی پاتې شوی، ویلي له خپلو پاکستاني کارورکوونکو سره یې د څو اوونیو معاشونو د نه ترلاسه کولو له امله اختلاف پیدا شوی و.

د هغه په وینا، کله چې دوی له کاره بېرته ستنېدل، د کار د مالکانو له لوري پر موټر اور اخیستونکي مواد وشیندل شول او وروسته موټر ته اور واچول شو.

نوموړي ویلي چې د موټر له یوې نیمه پرانیستې دروازې څخه په وتلو بریالی شو؛ خو د بدن ځینې برخې یې وسوځېدې او وروسته په روغتون کې په هوښ راغی.

د ایټالیا رسنیو د راپورونو له مخې، پولیسو د دې پېښې په تړاو دوه پاکستانیان نیولي او پلټنې ترې روانې دي.

افغان الاصله سمیرا نوا؛د ډنمارک د انرژۍ نوې وزیره وټاکل شوه

افغان الاصله سیاستواله سمیرا ناوا چې د ډنمارک د سوشل لېبرال ګوند غړې ده، د دغه هېواد د انرژۍ نوې وزیرې په توګه ټاکل شوې ده.

۳۸ کلنه سمیرا نوا د ډنمارک د پارلمان پخوانۍ غړې ده، په دغه هېواد کې یوه پېژندل شوې سیاستواله بلل کېږي او د نوې کېدونکې انرژۍ او پرمختیايي پروژو په برخه کې فعال رول لري.

نوموړې د افغان کډوالو په کورنۍ کې په ډنمارک کې زیږېدلې او هلته لویه شوې ده.

سمیرا ناوا په اقتصاد کې لوړې زده‌کړې لري او د اقلیم بدلون، انرژۍ او اقتصادي پالیسیو په برخو کې فعاله سیاستواله پاتې شوې ده.

له افغانستانه؛منځنۍ آسیا ته د صادراتو په کچه کې زیاتوالی راغلی

‏د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د حیرتان بندر له لارې منځنۍ آسیا ته د افغانستان د صادراتو له زیاتوالي خبر ورکړی.

دغه وزارت ویلي، پاکستان سره د سرحدي لارو له تړل کېدو او سوداګرۍ له ودرېدو وروسته د حیرتان بندر له لارې د منځنۍ آسيا هېوادونو ته د کورنیو تولیداتو په صادراتو کې ٧٧ سلنه زیاتوالی راغلی.

بل لور، پاکستاني چارواکو ویلي، له افغانستان سره د پولې تړل کېدو او د سیمې د وروستیو کړکېچونو له امله دغه هېواد ته د سوداګرۍ او ټرانزېټ په برخه کې له ۱.۴ میلیارده ډالرو ډېر زیان اوښتی دی.

همداراز پاکستان د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته د ټرانزیټ له درکه کلني عواید هم له لاسه ورکړي دي.

په ټوله کې پاکستان په اوو میاشتو کې له افغانستان سره د پولو د تړل کېدو له امله په سوداګرۍ او ټرانزېټ کې ۸۰۵ میلیونه ډالر تاوان کړی دی.

د هسپانیا بهرنیو چارو وزیر:د افغان ښځو ملاتړ کوو او د دوی غږ به نړیوالو ته رسوو

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل البارس ویلي، هېواد یې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته ژمن دی او د هغوی غږ به د طالبانو حکومت د محدودیتونو سربېره نړیوالو ته رسېږي.

نوموړي د «سولې او ډیموکراسۍ جوړولو» تر شعار لاندې په مادرید کې د یوې نړیوالې غونډې پر مهال ویلي چې د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت به د افغان ښځو لپاره د ملاتړ او اورېدو ځای پاتې شي.

هغه زیاته کړې چې د وزارت په ودانۍ کې یو تالار د افغان ښځو په نوم نومول شوی، څو د هغوی مبارزه او غوښتنې ژوندۍ وساتل شي.

البارس څرګنده کړې چې هسپانیا هر کال د «HearUs» په نوم کنفرانس جوړوي چې په کې جلاوطنه افغان ښځې او د هغوی استازي خپلې اندېښنې او غوښتنې شریکوي.

دغه دوه ورځنۍ غونډه د شاوخوا ۶۰ هېوادونو د چارواکو، نړیوالو بنسټونو، مدني ټولنو او د ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون په مادرید کې روانه ده.

سهیل شاهین:قطر د افغانستان د مسئلې په حل کې رغنده رول لوبولی

په دوحه کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست سهیل شاهین ویلي چې قطر د افغانستان د مسئلې په حل او د سیاسي تفاهم د رامنځته کولو په برخه کې مهم او رغنده رول لوبولی دی.

د نوموړي په وینا، د قطر په کوربتوب او منځګړیتوب د «اسلامي امارت» او امریکا ترمنځ خبرې اترې بریالۍ شوې او د دواړو لورو ترمنځ هوکړې ته لاره هواره شوه.

بلخوا، په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې علیا احمد بن سیف آل ثاني ټینګار کړی چې هېواد یې د افغانستان، غزې او کانګو په ګډون د شخړو د سوله‌ییز حل لپاره د ډیپلوماسۍ او منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکوي.

ډونالډ ټرمپ:ډېر ژ به له مجتبی خامنه‌يي سره وګورم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ښايي په راتلونکي کې د ایران له مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي سره لیدنه وکړي.

ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې امکان لري د ایران مشر هم د امریکا او ایران په خبرو اترو کې رول ولري؛ خو زیاته کړې یې ده چې اوسني مذاکره کوونکي هماغه کسان دي چې د ایران د مشرتابه استازیتوب کوي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو اړیکو او خبرو اترو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.