جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 458

ترکي رسنۍ:د افغانستان او پاکستان پر فرضي کرښه مو د داعش لوړ پوړی ترکي غړی نیولی

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې د داعش یو لوړپوړی ترکي غړی اوزګور التون، چې د “یاسر الترکي” په نوم هم پېژندل کېږي، د افغانستان او پاکستان پر پوله د ترکيې او پاکستان ګډو استخباراتي عملياتو پرمهال نیول شوی دی.

نوموړی د داعش په رسنيزو او لوژستيکي چارو کې مهم رول درلود او په ترکیه او اروپا کې د بریدونو په پلانولو تورن وو.

هغه اوس مهال ترکیې ته لېږدول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې له ۲۰ زیاتې ترهګرې ډلې فعالې دي.

ایراني چارواکو؛له افغانستان څخه دغه هېواد ته د څارویو پر وارداتو بندیز ولګوو

د ایران خراسان رضوي د څارویو د روغتیا رئیس محمود جوادي نژاد ویلي چې د حیواني ناروغیو د خپریدو د اندېښنې له کبله د افغانستان څخه د ژوندیو څارویو واردات ایران ته بند شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د انسان او حیواناتو د ګډو ناروغیو د مخنیوي لپاره به په پوله کې روغتیایي څارنه پیاوړې شي.

هغه له خلکو غوښتنه کړې چې د غیرقانوني وارداتو په اړه چارواکو ته معلومات ورکړي.

د امریکا دفاع وزیر:د افغانستان او عراق جګړې بې‌هدفه وې، امریکا به نور دا تېروتنې نه تکراروي

د امریکا د دفاع وزیر، پیت هگست، ویلي، چې هغه د یو سرتېري په توګه په افغانستان او عراق کې خدمت کړی، خو دا جګړې مشخص او روښانه هدفونه نه‌لرل.

نوموړي تېره ورځ سنګاپور کې د شانگری-لا په غونډه کې ویلي، چې امریکا په دې هېوادونو کې د پای نه‌لرونکو جګړو، د حکومتونو د بدلولو او ملت‌جوړونې ښکار وه.

پیت هگست زیاته کړې چې د امریکا د دې مداخلې له امله، د یو نسل لپاره، د هند-آرام سیمه له پامه غورځول شوې وه، هغه سیمه چې د امریکا راتلونکی او سوکالي ورسره تړلې ده.

هغه دغه راز ویلي، چې اوس ولسمشر ټرمپ دا وضعیت بدلوي او موږ به نور هغه تېروتنې تکرار نه‌کړو.

متقي او اسحق ډار؛د کابل او اسلام اباد ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا په اړه غږېدلي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ډیپلوماټیکو ماموریتونو د کچې لوړولو په اړه خبرې کړې دي.

دواړو خواوو دا ګام مثبت بللی او هیله‌یې څرګنده کړې چې دا پرمختګ به د همکاریو د پراختیا لامل شي.

د یادونې ده چې پاکستان کابل کې د خپل دیپلوماتیک ماموریت کچه تر رسمي سفیر پورې لوړه کړې.

رویټرز:حماس په غزه کې د لنډمهاله اوربند په اړه د امریکا د طرحې د بدلون غوښتنه کړې

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې حماس په غزه کې د لنډمهاله اوربند او بندیانو د خوشې کولو لپاره د امریکا د طرحې په اړه د بدلون غوښتنه کړې؛ خو د منځني ختیځ لپاره د ډونالډ ټرمپ استازي دغه غوښتنې رد کړي دي.

رویټرز وایي، حماس د بندیانو تبادلې ته چمتو دی؛ خو غوښتنه یې کړې چې جګړه باید دایمي پای ته ورسېږي او اسراییلي ځواکونه باید له غزې ووځي، چې ټرمپ استازي یې د منلو وړ نه ګڼي.

د امریکا طرحه کې ۶۰ ورځنی اوربند، د ۱۲ فلسطیني بندیانو په بدل کې د ۲۸ اسراییلي بندیانو تبادله او غزې ته د بشري مرستو لېږد شامل دی.

کارولین لیویت:امریکا ایران ته د اټومي تړون لپاره د منلو وړ یو وړاندیز استولی

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي ستیو ویتکاف ایران ته د اټومي تړون لپاره یو “مفصل او د منلو وړ” وړاندیز استولی دی.

نوموړې زیاته کړې چې د دې وړاندیز منل د ایران په ګټه دي او ټینګار یې کړی چې ولسمشر ټرمپ نه غواړي ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي.

هغې تایید کړې چې وړاندیز له ایراني چارواکو سره شریک شوی؛ خو نور جزییات یې نه دي څرګند کړي.

ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و، چې له ایران سره د نوي تړون احتمال شته.

کان شبکه:اسرائیل پر ایران د برید چمتووالی زیات کړی

اسرائیل په دې وروستیو میاشتو کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي برید لپاره چمتووالی زیات کړی دی.

د کان شبکې په وینا، دا چمتووالی د هوايي تمرینونو او د یمن وروستیو بریدونو ته د ورته عملیاتو له لارې ترسره شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ځینې پوځي تجهیزات د امریکا له لارې اسرائیل ته انتقال شوي دي.

اکسیوس هم راپور ورکړی چې اسرائیل د حملې سناریوګانې جوړوي او که د ایران او امریکا خبرې ناکامه شي، ژر عملي کېدای شي.

د سپاه پاسداران ویاند، علي‌محمد نائینی بیا پر ایران برید حماقت بللی او ګواښ یې کړی که اسرائیل کومه تېروتنه وکړي، له سخت ځواب سره به مخ شي.

نوموړي زیاته کړې، تر څو چې اسرائیل له منځه نه وي تللی، سیمه ثبات نه مومي.

امرالله صالح:طالبانو ته ژېړې بوشکې او ترانې تاریخ ښکاري

د جمهوري حکومت پخوانی لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، که د دوحې تړون پټ ضمایم د افغانستان د ملي ګټو خلاف نه وي؛ نو طالبان ولې دا پټ ساتي.

هغه ویلي، امریکا له طالبانو سره د دغو ضمایمو له لارې پټې اړیکې لري او د افغانستان اقتصادي او مالي سیستم کنټرولوي.

صالح د نجونو د زده کړو پر بندیز نیوکه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان له علمه تشېږي، نظام نشته، فرهنګ ځپل شوی، او طالبان د تاریخ، قانون او ملي ارزښتونو درناوی نه کوي.

هغه زیاتوي، طالبان له فرهنګي اړخه هېڅ تولید نه لري، ژېړې بوشکې او ترانې ورته تاریخ ښکاري.

نوموړي د طالبانو سخت دریځ غندلی او ویلي یې دي چې د ښځو د تعلیم، کار او ازادۍ محدودیتونه، د کادرونو فرار او د کاري فرصتونو کمښت هېواد له بحران سره مخ کړی؛ خو نړیوالو غبرګونونو هم د طالبانو دریځ نه دی بدل کړی.

خالد حنفي:انسان غلام پیدا شوی؛ خو پوهنتونونه هڅه کوي، چې فردي ازادي ورکړي

د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي ویلي، انسان په اسلام کې غلام دی او فردي ازادي یوازې د شریعت په چوکاټ کې معنا لري.

هغه د طالبانو له روحانیانو سره په ناسته کې د نجونو پر تعلیم، عصري زده کړو، جامو او ټولنیزو ازادیو سخت مخالفت څرګند کړی، او عصري پوهنتونونه یې د «ازاد ذهنیت» خپرونکي بللي دي.

حنفي پتلون، دریشي، نکټايي او ږېره خریل هم د اسلامي اصولو خلاف بللي او له علماوو یې غوښتي چې د «فکري جګړې» پر وړاندې کلک ودرېږي.

نوموړي د وزارت د سختو مقرراتو دفاع کړې او خبرداری یې ورکړی که اسلامي احکام نرم شي، طالبان به د الله پر وړاندې ملامت وي.

په وزیرستان او چترال کې نښته؛۴ پاکستاني سرتېري او ۷ وسله‌وال وژل شوي

د پاکستان پوځ وايي، چې د شمالي وزیرستان او چترال په عملیاتو کې ۴ سرتېري، چې مشري یې دانیال اسماعیل کوله، وژل شوي دي.

پوځ زیاتوي چې په جګړه کې ۷ وسله‌وال هم وژل شوي او عملیات لا هم روان دي.

پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې دغه بریدونه د ټي‌ټي‌پي له لوري د افغان طالبانو په ملاتړ له افغان خاورې پلان شوي دي.