چهارشنبه, اپریل 8, 2026
Home Blog Page 459

سرچینې:د هلمند بهرامچه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، د هلمند ولایت د بهرامچې ولسوالۍ په ډیورنډ فرضي کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

دغه نښته نن سهار پیل شوې او لاهم روانه ده.

تر اوسه د تلفاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي او د طالبانو حکومت هم تراوسه څه نه دي ویلي.

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې نښته؛څلور وسله وال او دوه پاکستاني پولیس وژل شوي

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په راولاکوټ ښار کې د چهارشنبې په ورځ د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې یې ۶ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د ډان ورځپاڼې په وینا، نښته د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د زرنوش نسیم په مشرۍ د یوې وسله‌والې ډلې پر ضد شوې.

په وژل شویو کې ۴ وسله‌وال او ۲ پولیس شامل دي.

چارواکي وايي، عملیات دوام لري او وسله‌والو د سپکو وسلو ترڅنګ لاسي بمونه هم کارولي دي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت:راتلونکې جمعه د غزې لپاره دعاګانې او ختمونه وکړئ

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خلکو غوښتي، چې د راتلونکې جمعې ورځ دې د غزې جګړه ځپلو سره د همدردۍ او د اسراییلو له لوري د «نسل‌ وژنې» پر ضد غږ پورته کړي.

دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د جوماتونو امامان دې د جمعې په خطبو کې د غزې ملاتړ څرګند کړي، دعاوې دې وکړي او خلک دې د قران ختمونه ترسره کړي.

د یادونې ده چې اسراییلو د غزې د اوسېدونکو «قتل عام» ته دوام ورکړی او هڅه کوي دغه سیمه له خلکو خالي کړي.

شمالي وزیرستان؛ټي‌ټي‌پي د پوځ پر یوې پوستې برید کې ۴ پاکستاني پوځیان وژلي

تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د شمالي وزیرستان سنګم سیمه کې د پاکستاني پوځ پر پوستې وسله‌وال برید کړی، چې له امله یې د یوه افسر په ګډون ۴ پوځیان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي، بریدګرو هڅه کوله پوسته ونیسي او پوځیان له ځان سره یوسي؛ خو د مقاومت له امله بېرته شاتګ ته اړ شول.

تر اوسه پاکستاني چارواکو یا ټي‌ټي‌پي په رسمي ډول تبصره نه ده کړې.

ایلان ماسک؛د ډونالډ ټرمپ له ادارې سره خپله رسمي دنده پای ته ورسوله

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي تایید کړې چې د ایکس ټولنیزې شبکې مالک، ایلان ماسک د ډونالډ ټرمپ له ادارې څخه رسماً وتلی دی.

سرچینې رسنیو ته ویلي، د ماسک د ځانګړي دولتي کارکوونکي دندې موده پای ته رسېدلې او د هغه د وتلو رسمي بهیر له همدې شېبې پیل شوی.

آسوشیېټډ پرېس تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې ماسک د ټرمپ حکومت د تولیداتو د لوړې کچې ادارې مشر پاتې شوی و؛ خو اوس له دې مقامه استعفا ورکړې.

ماسک په یوه لنډ بیان کې ویلي: «له ولسمشر ټرمپ څخه مننه کوم چې دا فرصت یې راکړ؛ خو اوس زما ټاکل شوې دوره پای ته رسېدلې.»

رویټرز:ایران د یورانیمو د غني‌سازۍ پروګرام ځنډولو ته چمتو دی؛ خو شرطونه لري

رویټرز خبري اژانس ویلي، ایران چمتو دی چې د یو کال لپاره یورانیم غني کول ودروي؛ خو په دې شرط چې امریکا یې کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي او د ملکي کارونې لپاره د یورانیم غني کولو حق په رسمیت وپېژني.

رویټرز د ایراني سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې دا اقدام به د یو سیاسي توافق برخه وي.

د رویټرز په وینا، ایران ټینګار کوي چې خپل اټومي پروګرام نه بندوي، بلکې د سوله‌ییزو موخو لپاره یې محدودوي.

بل لورته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له عمان ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، دغه هېواد د سوله‌ییزو موخو لپاره د یورانیمو له غني کېدو نه تېرېږي.

نوموړی د سوله‌ییزې اټومي انرژۍ د کارونې په برخه کې د ایران پر حق ټینګار کوي او وایي: «که هغوی غواړي ډاډ ترلاسه کړي، هر ډول همکاریو ته چمتو یو.»

رویټرز:د امریکا دفاع وزیر اسیا ته د امریکا د باور پیغام وړي

رویټرز خبري اژانس وایي، د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسټ به د «شانګري-لا ډیالوګ» امنیتي غونډه کې د لومړي ځل لپاره برخه واخلي، څو اسیايي متحدینو ته دا ډاډ ورکړي چې امریکا د چین په پرتله یو باوري شریک پاتې کېږي.

رویټرز زیاتوي چې دا غونډه په سینګاپور کې کېږي، چیرې چې د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز هم ګډون کوي.

د رویټرز په وینا، هېګسټ هڅه کوي د واشنګټن دودیز رول بیا ټینګ کړي، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې د ټرمپ په دوره کې متحدینو د امریکا ژمنتیا تر پوښتنې لاندې راوستې وه.

رویټرز زیاته کړې، چې چین ښايي له دې ناستې پاتې شي او امریکا د خپل دریځ د پیاوړتیا فرصت برابروي.

دا هڅه په داسې حال کې کېږي چې چین د غونډې له ګډون احتمالي انکار کړی.

خوست؛تڼیو ولسوالۍ کې د کورنیو ترمنځ نښته کې د ښځو په ګډون ۵ تنه وژل شوي

د خوست ځایي سرچینې وايي، د دغه ولایت په ټڼیو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ نښته شوې، چې له امله یې د دوو ښځو په ګډون ۵ تنه وژل شوي او یوه ښځه ټپي شوې ده.

پېښه د ټڼیو ولسوالۍ د للمۍ په سیمه کې شوې، او وژل شوي کسان د یوې کورنۍ پلار، مېرمن، زوی او لور دي، بل لور ته یو تنکی ځوان هم وژل شوی دی.

د پېښې لامل نه دی څرګند شوی، او د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملي ټلویزیون له لورې د اماراتو د بهرنیو چارو د وزارت د خبر تحریف؛

د طالبانو تر کنترول لاندې ملي ټلویزیون د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې ناسمه ژباړه او د خبر تحریف وړاندې کړی.

ملي ټلویزیون لیکلي:« متحده عربي اماراتو په رسمي ډول دوبۍ کې د اسلامي امارت د سرقونسل عبدالرحمان فدا باورلیک ومانه.»

خو د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه لیکلي:« دوبۍ کې د دې وزارت د دفتر مشر شیخ مکتوم بن بطي آل مکتوم په یوه رسمي ناسته کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر ښاغلي عبدالرحمن فدا باورلیک ترلاسه کړی دی.»

هند؛په خپلو څلورو هغو ایالتونو کې پوځي تمرینونه پیل کړي، چې پاکستان سره ګډه پوله لري

هند سر له سبا څخه په هغو څلورو ایالتونو کې پراخ ملکي دفاعي تمرینونه کوي چې له پاکستان سره پر پوله پراته دي.

د هندي رسنیو په وینا، دا تمرینونه به په کشمیر، پنجاب، ګجرات او هریانه ایالتونو کې ترسره شي.

په هریانه کې دا تمرین د “شیلډ عملیات” تر عنوان لاندې د مې پر ۲۹مه د ماښام له ۵ بجو څخه په ټولو ۲۲ ولسوالیو کې پیلېږي.

هند دا تمرینونه داسې مهال کوي، چې دواړو هېوادونو ترمنځ له جګړې وروسته لاهم اړیکې کړکېچنې دي.

پاکستان لاهم وېره لري، چې هند ورباندې بیا بریدونه ونکړي.