جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 457

اوکراین؛د روسیې پر څلورو اټومي اډو بې‌ساري بریدونه کړي چې ۴۱ روسي الوتکې یې له منځه وړي

اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په مرسته د روسیې پر څلورو اټومي پوځي اډو برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۴۱ روسي بم‌غورځوونکې الوتکې ویجاړې شوې دي.

د اوکراین د امنیتي ادارو په وینا، دا عملیات چې “تار” نومول شوي، له ۱۸ میاشتو راهیسې پلان شوي وو او د ولسمشر زېلېنسکي تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره شول.

زېلېنسکي ویلي، دا یو “بشپړه خپلواکه هڅه” وه، چې له مخکې یې له هېڅ بهرني لوري، آن امریکا، سره همغږي نه وه شوې.

د راپورونو له مخې، په برید کې ۱۱۷ بې‌پیلوټه الوتکې کارول شوې، او د له منځه تللو الوتکو ارزښت تر ۷ میلیاردو ډالرو لوړ اټکل شوی.

د ټېلګراف او رویترز د معلوماتو پر بنسټ، دا بریدونه د روسیې پر خاوره د اوکراین تر ټولو لرې واټن لرونکي او ویجاړونکي عملیات بلل شوي دي.

احمد الشرع؛کویټ ته په خپل لومړني رسمي سفر کې له امیر شېخ مشعل الصباح سره کتلي

د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع د یو رسمي سفر په ترڅ کې کویټ ته رسېدلی او د دغه هېواد له امیر شېخ مشعل الاحمد الجابر الصباح سره یې کتنه کړې.

د سوریې دولتي خبري اژانس (سنا) د راپور له مخې، دواړو مشرانو د سوریې او کویټ ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د همکاریو د پراخېدو ژمنتیا یې وښوده.

په ناسته کې د سوریې د ملي وحدت، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت پر ملاتړ هم خبرې شوې، چې دواړو لوریو دا اصل مهم بللی.

د یادونې ده چې دا سفر د احمد الشرع لپاره کویټ ته لومړنی رسمي سفر ګڼل کېږي.

امریکا کلرادو؛یو ۴۵ کلن سړي پر هغو خلکو برید کړی، چې د اسرائیل د یرغملو یاد یې نمانځه

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا د کلرادو ایالت په بولډر ښار کې یو ۴۵ کلن سړي د بمونو په وسیله برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه شپږ کسان ټپیان شوي دي.

دغه سړی د «فلسطین ته ازادي» شعار په ویلو سره، اورلګونکي بمونه پر هغه خلکو غورځولي چې د اسراییلي یرغملو د یاد مراسمو لپاره راټول شوي وو.

د امریکا فدرالي پولیسو ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا برید یو له تاوتریخوالي ډک اقدام وو او دا مهال اف‌بي‌آي دا پېښه د یو «ترهګریز عمل» په توګه څېړي.

محسن داوړ د طالبانو حکومت ته:نن ولې جهاد نه کوئ، چې پرون مو په افغانستان کې ناروا جګړه روا بلله

د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن دواړ ویلي، چې مذهب د لر او بر افغانانو په ویجاړولو کې د یوې اساسي وسیلې په توګه کارول شوی دی.

دواړ دا څرګندونې د طالبانو حکومت د یوه غړي سعیدالله سعید د هغو خبرو په غبرګون کې کړې، چې ویلي یې و، د دوی مشرتابه خپلو غړو ته بهر ته د جګړې یا «جهاد» د مخنیوي امر کړی دی.

محسن دواړ پوښتنه کړې، چې طالبانو په افغانستان کې جګړه څه ډول جایز بلله، حال دا چې ګڼو دیني عالمانو دا جګړه ناروا ګڼلې وه.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې اسلام اباد د طالبانو له حکومت غوښتي ترڅو د هغو افغانانو مخه ونیسي چې د ټي‌ټي‌پي په لیکو کې پاکستان ته د جګړې لپاره ځي.

د ملا هدایت الله بدري غیرقانوني ګمارنې؛نوموړی په دوو کانونو کې له حاجي بشر نورزي سره هم شراکت لري

د کانونو او پطرولیم وزارت څخه یوې باورې سرچینې د نوم نه ښودولو په شرط حماسه میډیا ته ویلي چې د وزارت سرپرست ملا هدایت بدري د کانونو اړوند قراردادونه داسې چا سره لاسلیک کوي چې نوموړي ته پکې برخه ورکړي.

سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي حماسه میډیا ته وویل:«د معدن وزیر له حاجي بشر نورزي سره د بامیانو د سرب او جست په معدن کې شریک دی، او د تخار د سمتي په سرو زرو کې هم شراکت لري.»

سرچینې دغه راز زیاته کړه ملا هدایت الله بدري په غیرقانوني ډول د خپلو ساتونکو معاشونه د NTA اړوند ټاکلي او د کانونو یو شمیر رئیسان چې د نوموړي خپلوان او ملګري دي د میاشتې په ۲۰۰ زره افغانیو له ۵ قدمونو څخه لس قدمونو ته لوړ کړي دي.

د کارکونکو د قانون له مخې وزیران نشي کولای له ۵ قدمونو په لوړ قدم مامورین او کارکونکي وګماري.

د امریکا او ایران ترمنځ اټومي مذاکرات؛عباس عراقچي د مشورې لپاره قاهرې ته رسیدلی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي مذاکراتو په اړه د سلا مشورو لپاره د مصر پلازمینې قاهرې ته رسیدلی دی.

د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د دوام سره، وړاندوینې او بې باوري مخ په زیاتیدو دي.

سعودي عربستان کې؛د طالبانو حکومت د کابینې د دوو وزیرانو نیول کیدل

دیني عالم رحمت الله اندړ د خپلو منابعو څخه چې د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت کې دندې لري په خپله ایکس پاڼې لیکلي چې د حج اوقافو سرپرست شیخ نور محمد ثاقب او د عدلیې سرپرست عبد الحکیم شرعي سعودي عربستان ته له رسیدلو سره سم په هوایې ډګر کې تر اوږده توقیف وروسته خوشې شوي دي.

‏مولوي اندړ لیکلي:« د معلوماتو له مخې د حج اوقافو وزیر چې د تېري پنجشنبې په ماسپښین سعودي ته رسیدلی، سمدستې توقیف شوی او توقیف یې تر یوې ورځې زیات دوام کړی دی او وروسته یې له دې امله خوشې کړی چې د حج ویزه لري.
د عدلیې وزیر یې هم په هوایې ډګر کې تقریباً ۹ ساعته توقیف کړی او وروسته یې اجازه ورکړې ده.»

‏مولوي رحمت الله اندړ وایي، د طالبانو حکومت د دواړو وزیرانو د توقیف لامل د دوی افراطي فکر ښودل شوی.

دواړه وزیران د نجونو د تعلیم او کار په مخالفت کې د طالبانو د امیر شیخ هبة الله اخوند زاده کلک ملاتړي دي.

‏دغه دیني عالم په نړۍوالو نیوکه کړې چې له طالبانو سره دوه ګونی تعامل کوي، مشران یې د افراطیانو په توګه پېژني او له کشرانو سره یې ګذاره کوي او د تنازل او تعامل تمه ور څخه لري.

افغانستان ته د ناټو بیرته راستنېدل؛ یوه ستراتیژیکه تباهي او د تاریخ تکرار

لیکوال: دوکتور هاتف مختار
افغانستان، د تاریخ په اوږدو کې د امپراتوریو د سیالیو او یرغلونو قرباني پاتې شوی.
د ۲۰۰۱ کال د ناټو یرغل، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په نوم پیل شو، نه یوازې خپل هدف یې ترلاسه نه کړ، بلکې د میلیونونو افغانانو ژوند یې له وینې، تباهۍ او بې ثباتۍ سره مخ کړ.
اوس، د ناټو د بیا راستنېدو احتمال، په خاصه توګه د روسيې سره د جیو-پولیټیکي سیالۍ د یوې وسیلې په توګه، نه یوازې یوه ستراتیژیکه تېروتنه ده، بلکې د افغانانو د کلکې ارادې او تاریخي مقاومت پر وړاندې یوه خطرناکه او احمقانه لوبه ده.
دا اقدام به نه یوازې د ناټو لپاره یوه نوې ماتې وي، بلکې د افغانستان د خلکو لپاره به د نوي کړاوونو او جګړو پیلامه وي.

*د ۲۰۰۱ کال ناکامي: یو تلپاتې درس*
په ۲۰۰۱ کال کې، ناټو د القاعدې د له منځه وړلو او د طالبانو د رژیم د نسکورولو په پلمه افغانستان ته راغله؛ خو پایلې یې څه وې؟ شل کاله جګړه، په سلګونو زره ملکي تلفات، د زیربناوو ویجاړي، او د یوې باثباته دولت جوړولو بشپړه ناکامي.
د ناټو د حضور له امله نه یوازې ترهګري له منځه لاړه نشوه، بلکې نوي افراطي ډلې راڅرګندې شوې، او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، کله چې ناټو له افغانستانه په شرموونکي ډول ووت، د دوی جوړ کړی سیاسي نظام په ساعتونو کې ونړېد.
دا ناکامي د ناټو د ستراتیژۍ د بنسټیزو نیمګړتیاوو او د افغانستان د واقعیتونو د نه پوهېدو څرګند ثبوت دی. د دې تجربې تکرار به د ناټو لپاره یوه تاریخي حماقت وي.

*د ناټو د بیا راستنېدو تباهونکې پایلې*
د ناټو بیرته راستنېدل، په خاصه توګه د روسيې سره د ستراتیژیکې سیالۍ د یوې وسیلې په توګه، به د افغانستان لپاره یوه نوې تباهي رامنځته کړي.
افغانستان، د خپل جغرافیایي موقعیت له امله، د نړیوالو قدرتونو د سیالیو لپاره یو حساس ځای دی، خو دا هیواد د بهرنیو لوبغاړو د جګړو د میدان په توګه کارول هیڅکله د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دي.
د روسيې او ناټو ترمنځ سیالي، که په افغانستان کې پیل شي، نه یوازې د سیمې بې ثباتي به تر پخوا زیاته کړي، بلکې د افغانانو د مقاومت یوه نوې او خونړۍ څپه به راوپاروي.

افغانان، چې د بریتانوي امپراتورۍ، شوروي اتحاد، او ناټو پر وړاندې یې خپل تاریخي مقاومت ښودلی، بیا به هم د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې ودریږي.
د ۱۹مې پیړۍ د انګلیسانو ماتې، د ۱۹۸۰مې لسیزې د شوروي ناکامي، او د ۲۰۲۱ کال د ناټو شرموونکې تېښته دا ثابتوي چې د افغانانو اراده د ماتولو وړ نه ده.
د ناټو هر ډول نظامي حضور به یوازې د جګړې، تاوتریخوالي، او د هیواد د ویجاړۍ نوې لړۍ پیل کړي، چې پایله به یې د ناټو لپاره یوه بله ماتې او د افغانانو لپاره نور کړاوونه وي.

**ستراتیژیک واقعیتونه: د ناټو د ناکامۍ لاملونه**
د ستراتیژۍ له پلوه، ناټو باید دا حقیقت درک کړي چې افغانستان د روسيې سره د سیالۍ لپاره مناسب ډګر نه دی. لومړی، د افغانستان پیچلې جغرافیه، قومي تنوع، او کلتوري حساسیتونه د بهرنیو ځواکونو لپاره د اوږدمهاله حضور ناممکن کوي. دویم، د ناټو داخلي ننګونې، لکه د غړو هیوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اختلافات، د دوی د منابعو محدودیت، او د عامه افکارو فشارونه، د دې امکان کموي چې دوی وکولی شي په افغانستان کې یو بریالی او دوامدار حضور ولري. درېیم، د چین، ایران، او پاکستان په ګډون د سیمه‌ییزو قدرتونو فعال رول به د ناټو د هر ډول ستراتیژۍ مخه ونیسي. دا هیوادونه به هیڅکله د خپلې جغرافیې په نږدیوالي کې د ناټو نظامي حضور ونه زغمي، او د دوی د نفوذ او ګټو پر وړاندې به کلک دریځ غوره کړي.

څلورم، د ناټو د بیا راستنېدو هڅې به نه یوازې د افغانانو مقاومت راوپاروي، بلکې د نړیوالو ترهګریزو ډلو لپاره به یوه نوې فرصت رامنځته کړي چې د ناټو د حضور پر وړاندې خپل فعالیتونه پراخه کړي. دا به د ناټو د اصلي هدف—د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه—له ناکامۍ سره مخ کړي.

**د سولې او ثبات لپاره یوازینۍ لاره**
دافغانستان لپاره د سولې او ثبات راوستلو یوازینۍ لاره د نظامي مداخلو پر ځای د دیپلوماتیکو او سوله‌ییزو هڅو پر لارو تمرکز دی. ناټو باید د خپلې ناکامې تېرې تجربې نه زده‌کړه وکړي او د  افغانستان د خلکو د ارادې او خودمختاري درناوی وکړي. د سیمې هیوادونو—پاکستان، ایران، چین، هند، او حتی روسيې—سره همغږي او همکاري کولای شي د یو باثباته او سوله‌ییز افغانستان لپاره یوه عملي لاره هواره کړي. دا هیوادونه، د خپلو جغرافیایي او اقتصادي ګټو له امله، په افغانستان کې د ثبات په راوستلو کې مستقیمه ونډه لري او کولای شي د یوې دوامدارې حل لارې په موندلو کې مرسته وکړي.

د بېلګې په توګه، د چین د “بیلټ اینډ روډ” نوښت او د ایران د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو له لارې، افغانستان کولای شي د سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو برخه شي، چې دا به د هیواد د بیا رغونې او ثبات لپاره یوه بدیله لاره وي. دغه ډول هڅې، د ناټو د نظامي مداخلو برعکس، د افغانانو د ژوند د ښه کولو او د هیواد د پرمختګ لپاره مثبتې پایلې لرلی شي.

**نتیجه**
افغانستان ته د ناټو بیرته راستنېدل به یوه ستراتیژیکه تباهي وي، چې نه یوازې د ناټو لپاره به یوه نوې او شرموونکې ماتې راوړي، بلکې د افغانانو ژوند به د نورو کړاوونو، وینې تویولو، او ویجاړۍ سره مخ کړي.
د تاریخ درسونه روښانه دي، افغانانو به د بهرنیو یرغلونو پر وړاندې خپل کلک مقاومت ته دوام ورکړي، او د دوی اراده به هیڅکله ماته نه شي.
ناټو باید د روسيې سره د سیالۍ لپاره د افغانستان جغرافیه د جګړې په خونړي ډګر بدله نه کړي.
پر ځای یې، د سولې، دیپلوماسۍ، او د سیمه‌ییزو قدرتونو د همکارۍ له لارې باید دافغانستان د خلکو د هوساینې او ثبات لپاره کار وشي. دا نه یوازې د افغانانو  بلکې د ټولې نړۍ په ګټه دی.
هر ډول بل اقدام به یوازې د ناکامۍ او تباهۍ تکرار وي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

لغمان؛د شاهد افغان په نوم یو ځوان سیند وړی

د شاهد افغان په نوم یو تن لغمان کې سیند ډوب کړی.

د هغه د کورني غړو حماسه میډیا ته ویلي، چې نوموړی د سرخکانو سیمه کې اوبو وړی.

دوی له خلکو غوښتي، چې د جسد پیدا کولو کې ورسره مرسته وکړي.

شاهد افغان د کرکټ لوبې ترسره کولې او د لامبو وهلو پر وخت اوبو وړی.

غزه؛د خوړو د وېش په ځای کې د بریدونو له امله ۲۱ تنه وژل شوي

په غزه کې د خوړو د وېش په ځای کې د برید له امله لږ تر لږه ۲۱ فلسطینیان وژل شوي او ۱۷۵ نور ټپیان دي.

د اسرائیل پوځ وايي چې د دې پېښې په اړه څېړنه کوي او په مرستندوی مرکز کې د ډزو راپور نه لري؛ خو د صلیب سرخ روغتون مسؤلین د وژل شویو شمېر تاییدوي او وايي چې وژل شویو کسانو کې دوه ښځې شاملې دي.

عیني شاهدان وایي چې اسرائیلي ځواکونو په نږدې سیمه کې پر خلکو ډزې کړې دي.