جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 456

هرات؛د ګمرک زورواکي رییس قانوني محصول شوي توکي بار درولي او له کابله ورغلی مکتوب هم نه مني

د هرات د طالبانو تر واک لاندې د ګمرک مسوولینو د نعمت نصرت په نوم د بوټونو یو شرکت له بوټانو بار موټر درولي.

د دغه شرکت مسوول حماسه میډیا ته ویلي، چې ټول قانوني پړاوونه یې بشپړ کړي؛ خو بیا هم د ګمرک رییس ورسره زورواکي کوي او د ده مالونه نه ور پرېږدي.

هغه ویلي، لومړی یې هلته مکتوب نه ورکوو؛ خو وروسته یې ورته ویل، چې په دې اړه باید له کابل نه امر راوړې او کله یې چې له کابل هم امر ورته راوړو؛ نو بیا یې هم نه دی منلی.

نوموړی په یو غږیز کلیپ کې وايي، چې د دوی قانوني توکو ته اجازه نه ورکول کېږي؛ خو دی چې زورواکی دی په غیر قانوني ډول د ده موټر درولی دی.

پاکستان؛خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې تېره میاشت ۵۲ پوځیان او ۴۶ ملکي وګړي وژل شوي

د پاکستان، خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د مې میاشتې پر مهال ۸۵ بریدونه شوي، چې له امله یې ۵۲ پوځیان او ۴۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز په راپور کې ویل شوي، چې دا بریدونه تر ډېره په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي او د اپرېل میاشتې په پرتله پکې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی.

راپور زیاتوي چې په پنجاب، سند او ازاد کشمېر کې کوم وسله‌واله پېښه نه ده شوې؛ خو د هند او پاکستان ترمنځ نښته کې هم دواړو خواوو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د طالبانو حکومت نړیوالو ته:افغان ښځې اقلیمي بدلون سختې ځپلي؛ تاسې یې باید هېرې نه کړئ

د طالبانو حکومت ویلي، د اقلیمي بدلونونو او چاپېریالي ستونزو تر ټولو زیاته ضربه افغان ښځو ته رسېږي.

د دوی د چاپېریال ساتنې ادارې مشر، مطیع‌الحق خالص، له نړیوالو ادارو غوښتي چې د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شویو زیانونو په اړه راپورنو کې افغانې زیانمنې ښځې له راپورونو او مرستو ونه‌وباسي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د طالبان حکومت خپله پر ښځو د زده‌کړو او کار بندیزونه لګولي او د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د دغو محدودیتونو له امله نړیوالو مرستو کې کموالی راغلی.

همداراز، د طالبانو د حکومت د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو ته ګواښونه او پر هغوی لګول شوي محدودیتونه هغه څه دي، چې د بشري مرستو فعالیتونه یې سخت اغېزمن کړي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر:اروپا باید له داسې هېوادونو سره هوکړې وکړي، چې چمتو وي رد شوي کډوال ومني

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت هیله ښودلې چې اروپايي ټولنه د هغو کډوالو د لېږلو لپاره چې غوښتنلیکونه‌یې رد شوي، له دریمو هېوادونو سره یوه ګډه هوکړه وکړي.

نوموړي ویلي، دا ډول هوکړه هغه مهال اغېزمنه تمامېږي چې ټول اروپايي هېوادونه پرې سلا وي.

هغه زیاته کړې چې دا مهال د دې طرحې د عملي کولو لپاره زمینه برابرېږي او اروپا باید له داسې هېوادونو سره هوکړې وکړي، چې چمتو وي رد شوي کډوال ومني.

سعودي عربستان؛د لومړي ځل لپاره د حج مراسمو کې د اور وژنې لپاره پر مصنوعي ځیرکتیا سمباله الوتکه کاروي

سعودي عربستان اعلان کړی چې سږ کال به د حج پر مهال لومړی ځل د «فالکون» په نوم پرمختللې د اور وژنې او ژغورنې الوتکه وکاروي.

د سعودي رسنیو ویلي، د دې ځانګړتیا دا ده چې پر مصنوعي ځیرکتیا سمباله ده، تر ۱۲ ساعته لوړ الوت کولی شي، ۴۰ کیلو وزن وړي او د اور وژنې، ژغورنې، کنټرول او خوندیتوب پرمختللي سیستمونه لري.

دا الوتکه به د حرارتي کامرو او په ژوندۍ بڼه د پېښې خپرولو په واسطه به وکړای شي، چې د پېښو له ځایه مستقیم مرکز ته تصویر ولېږدوي.

ریچارډ بنټ:تېره اوونۍ طالبانو ۶۷ افغانان عام محضر کې په درو وهلي دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بنټ ویلي، چې تېره اوونۍ طالبانو په افغانستان کې لږ تر لږه ۶۳ نارینه او ۴ ښځې په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

نوموړي دا عمل د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف بللی او ویلي یې دي چې په ۲۰۲۵ کال کې دا ډول سزاوې په بې‌سارې توګه زیاتې شوي دي.

بنټ ټینګار کړی چې طالبان باید مشروع ونه شمېرل شي او هېڅ افغان کډوال باید بېرته افغانستان ته په زوره ونه لېږل شي.

مولانا فضل الرحمن:د واده په اړه د قانوني عمر په موخه د پاکستان جوړ شوی قانون غیر اسلامي دی

د جمعیت علما اسلام ګوند مشر، مولانا فضل‌الرحمن د ماشوم‌واده د مخنیوي قانون غندنه کړې او هغه یې له اساسي قانون او اسلام سره ټکر کې بللی.

نوموړی وایي، د دې قانون پر ضد به د چنګاښ په ۸مه یوه لویه ولسي غونډه جوړوي او خلک به د دې قانون له عواقبو خبر کړي.

دا قانون د یکشنبې په ورځ د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري له‌خوا لاسلیک شوی، چې له مخې یې په اسلام‌اباد کې د واده قانوني عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی.

مولانافضل الرحمن زیاته کړې، چې دا قانون به په هره کچه وننګوي.

نوموړي د طالبانو د یوه نظامي کمپ د مشر سعیدالله سعید هغه څرګندونې هم ستایلې، چې ویلي یې وو، له اجازې پرته هیڅ ډله له هېواد څخه بهر جهاد ته نشي تللی.

امریکا؛نامعلومه کسانو د رییس سیلاب په نوم د پخواني حکومت یو نظامي وژلی

نامعلومو کسانو امریکا کې د رییس سیلاب په نوم د پخواني حکومت یو نظامي کس وژلی دی.

نوموړی څه موده وړاندې افغانستان ته راغلی وو او دلته یې د طالبانو په ګټه ځينې ویډیوګانې جوړې او پیغامونه خپاره کړي وو.

هغه په دې کار سره په امریکا کې د یو شمېر کسانو له لوري له نیوکو سره هم مخ وو.

تر اوسه د سیلاب د وژل کېدو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

وال‌ستریت ژورنال:ایران په پټه لا هم د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په هڅه کې دی

وال‌ستریت ژورنال وایي، چې د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې دوه نوي راپورونه ښيي چې ایران لا هم په پټه د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې کوي.

راپورونه وایي چې ایران د ۶۰ سلنه غني شویو یورانیمو ذخایر نږدې دوه برابره کړي، چې دا اندازه د لسو اټومي بمونو د جوړولو لپاره کافي ده.

وال‌ستریت ژورنال لیکي، ایران یوازینی هېواد دی چې پرته له دې چې اټومي وسله ولري، دومره لوړه کچه د یورانیمو غني‌سازي ترسره کوي.

دغه ژورنال وایي، چې دا کار یوازې د وسلو د جوړولو لپاره منطقي ګڼل کېږي.

دوهم راپور ښيي چې ایران له دغه آژانس سره د پټو اټومي فعالیتونو په اړه همکاري نه ده کړې او د څېړنو مخه یې نیولې ده.

په یادښت کې ویل شوي، تر څو چې د ایران ټول فعالیتونه څرګند نه وي، هېڅ ډول توافق نه‌شي ضمانت کولی چې ایران به ژمن پاتې شي.

حماسه میډیا ته رسېدلي معلومات؛«جنرال» مبین روغتیایي حالت ښه نه دی، او پایوازانو ته د لیدنې اجازه نشته

د طالبانو حکومت د څرخي پله له زندان څخه یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته وویل چې د طالبانو مشهور مبلغ او د کابل امنیه قوماندانۍ پخوانی ویاند «جنرال» مبین روغتیایي حالت خراب شوی دی.

یادې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وایي، په داسې حال کې چې نوموړی د څرخي پله په جزایي بلاک کې بندي دی له هر ډول حقوقو یې بې برخې کړی.

نوموړي وویل:« د جنرال صیب مبین صحت ښه نه دی، پایوازان یې ورته نه پریږدي او په داسې حال کې چې روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی سم چلند هم ورسره نه کیږي.»

د طالبانو حکومت ښاغلی مبین کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر پر مهال هغوی ته په سپکاوي تورن کړی او د یو نیم کال زندان حکم يې پرې کړی.