جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 455

پاکستان؛له ملیر زندانه د ۲۱۳ بندیانو تښتېدلي چې ۷۸ بېرته نیول شوي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د کراچۍ په ښار کې د دوشنبې په شپه له څو پرله‌پسې زلزلو وروسته، د ملیر له زندانه ۲۱۳ بندیان تښتېدلي دي.

چارواکو ویلي، چې تر دې دمه یې ۷۸ تنه بېرته نیولي دي، او د پاتې کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

د رویټرز آژانس د معلوماتو له مخې، دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې دومره ډېر بندیان له یوه زندانه تښتي.

پرتګال؛یو افغان د دوو مېرمنو د وژنې په تور په ۲۵ کاله بند محکوم شو

د پرتګال یوې محکمې یو ۳۰ کلن افغان، عبدالبشیر، د دوو مېرمنو د قصدي وژنې په تور په ۲۵ کلن بند محکوم کړی دی.

پېښه تېر کال د لیسبون ښار د اسماعیلیه په مرکز کې شوې وه.

د راپورونو له مخې، ددغې محکمې قاضي ویلي، چژ تورن رواني ناروغي نه لري او دا کار یې د غوسې له امله کړی.

محکمې ویلي، چې عبدالبشیر به حکومت ته ۳۰۰ زره یورو تاوان ورکوي او ددې ترڅنګ، د وژنې او ناقانونه وسلې په جرمونو هم محکوم شوی دی.

عباس عراقچي؛د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره کتلي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي لبنان ته د خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو مسایلو او د ګډو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو بحث کړی دی.

عراقچي ټینګار کړی چې ایران د لبنان له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي او هیله‌مندي یې ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل احترام پر بنسټ نوې او ښې اړیکې پیل شي.

عراقچي همداراز ویلي، هېڅ هېواد ته د دې اجازه نشته چې د لبنان په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.

امریکا؛نامعلومه وسله والو دوه افغانان وژلي

د امریکا په کینټکي او اوکلاهوما ایالتونو کې دوه افغان وګړي رسول جان او زرمین شینواری د وسله‌والو لخوا په ډزو وژل شوي دي.

سرچینې وايي، رسول جان د موټر د غلا پر مهال وژل شوی او زرمین شینواری بیا د ناپیژاندو کسانو لخوا په نښه شوی.

دا له تېرې اونۍ راهیسې څلورم افغان دی چې په امریکا کې د وسله‌والو لخوا وژل کېږي.

امریکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛روانه میلادي میاشت د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان کړی چې روانه میلادي میاشت کې به د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړي.

په دې ناسته کې به د افغانستان درې میاشتنی راپور وړاندې شي.

د یوناما مشره رزا اوتونبایوا، د ملګرو ملتونو د ښځو برخې مشره سیما باهوس، او د اوچا استازي به هم په دې غونډه کې معلومات وړاندې کړي.

برېتانیا:د روسیې د زیاتېدونکي نفوذ پر وړاندې خپل دفاعي سیاست په بنسټیز ډول بدلوو

برېتانیا اعلان کړی چې د روسیې د نفوذ، اټومي ګواښونو او سایبري بریدونو په وړاندې به خپله دفاعي تګلاره په بنسټیز ډول بدله کړي.

دوی ویلي، چې د نوې ستراتیژۍ له مخې به پر ډرونونو، ټېکنالوژۍ او ډیجیټل جګړې تمرکز وشي، نه پر دودیز پوځ.

د بریټانیا لومړي وزیر کې‌ير سټارمر ژمنه کړې چې د دفاع بودیجه به تر سړې جګړې وروسته تر ټولو لوړه کړي.

بریټانیا زیاته کړې، چې د مالي محدودیتونو له امله حکومت دا پرېکړه کړې چې د پوځ شمېر نه، بلکې اغېزمنتیا دې زیاته کړي.

د یادونې ده چې د برېتانیا فعاله پوځیان چې شمېر یې ۷۰،۸۶۰ ته رسېږي، د ناپلیون له وخت راهیسې تر ټولو کم شمېر دی او حکومت وایي، چې د پرمختللې ستراتیژۍ له مخې باید اصلاح شي.

خالد حنفي:اسلام د شخصي حریم د نقض اجازه نه ورکوي

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف محمد خالد حنفي ویلي، چې اسلام د خلکو پر شخصي حریم تېری نه مني.

هغه د اختر په ورځو کې د محتسبینو لپاره په یوه سیمینار کې ټینګار وکړ چې د هیڅ شخص مبایل، جېب یا کور ته له اجازې پرته ننوتل او لاس‌وهنه روا نه ده.

نوموړي زیاته کړې چې رشوت اخیستل د خوګ له غوښې هم بد دي او له محتسبینو یې غوښتي چې د خپلو چارو اصلي هدف د الله رضا او د ټولنې اصلاح وټاکي.

کوېټه؛ختیځ بای پاس کې څلور پاکستاني پولیس ټپیان شوي

د پاکستان د کویټې په ختیځه بای‌پاس سیمه کې، د بکرا منډۍ ترڅنګ د نامعلومو موټرسايکل سپرو له‌خوا د پولیسو پر موټر لاسي بم غورځول شوی دی، چې له امله یې د ایس‌اېچ‌او په ګډون درې پولیس سرتېري ژوبل شوي دي.

چارواکي وایي، برید کوونکو د پولیسو موټر ته نژدې لاسي بم وغورځاوه، چې له امله یې زورور چاودنه وشوه.

په دې پېښه کې ایس‌اېچ‌او سخت ټپي شوی او له نورو دوو ټپیانو سره روغتون ته لېږدول شوی دی.

پولیسو او امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې او د لټون عملیات یې پیل کړی دی.

تر دې دمه چا د برید مسئولیت نه‌دی منلی.

امریکا؛درې هغه لوړپوړي چارواکي له دندو شړلي چې له اسراییل سره یې اړیکې درلودې

د وای‌نټ وېب‌پاڼې د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو درې لوړپوړي چارواکي له دندو لرې کړي، چې له اسراییل سره یې نږدې اړیکې لرلې.

په لرې شویو کسانو کې یو اسراييلي وګړی شامل دی چې د ایران په چارو کې یې کار کاوه، او همداراز مورګن اورتګاس، د امریکا استازی د لبنان لپاره، چې تازه یهودي شوی دی.

راپور زیاتوي، اسراییلي سرچینې باور لري چې دا اقدام د دې لپاره شوی چې ډونالډ ټرمپ غواړي د بهرني سیاست واک پخپله ولکه کې راولي.

راپور کې وړاندې راغلي چې ټرمپ دا کار د غزې جګړې او پر ایران د احتمالي برید په اړه د هغه او نتنیاهو ترمنځ د اختلافونو له امله کړی دی.

ډونالډ ټرمپ:ایران ته د یورانیمو د غني‌سازۍ اجازه نه ورکوم

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې که له ایران سره توافق وشي هم، هېڅ ډول د یورانیم غني‌سازي به نه منل کیږي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې راپورونه خپاره شول چې واشنګټن تهران ته د درې سلنه محدودې غني‌سازۍ اجازه وړاندیز کړې.

ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه “تروث” کې بایډن ته په اشارې ویلي، اتومات امضا باید له پخوا ایران منع کړی وای.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې رویټرز وايي ایران د امریکا لیکلي وړاندیز ته منفي ځواب ورکوي، ځکه د غني‌سازۍ حق پکې شامل نه دی.